د محمد هاشم شاهين لیکنی

ولې قامپرستان دوه گونې پالیسي مخته وړي

د جمهوریت دښمنان همدا قامپرستان دي؛ دوی جمهوریت د خپلي خوښي غلبې ته وايي؛ نه د اکثریت رأيي ته احترام لري او نه د جمهوریت اصولو ته ژمن دي؛ دا چي په تېرو ټاکنو کي تر دوه نیم میلیونه هم کمو افغانانو رأیه ورکړه؛ چي د هیواد نږدې د ټولي آبادۍ ۵%فیصد خلک څرگندوي؛ په دغو ۵%فیصدو کي تقریباً ۲.۵%فیصد افغانانو ولسمشر غني ته رأیه ورکړې؛ دا چي څومره تقلب او فساد شوی؛ هغه جلا بحث دئ؛ خو ایـــــمـل ولي خان دوه نیم فیصدي ولسمشر ته منتخب افغان صدر وايي؛ دوی ټولو پر همهغه غربي شړېدلي او فاسد جمهوریت چي اصلاً د استبداد سمبول وو ایمان راوړی وو؛ دوی ته نجیب هم د همدې عقدې او تشدد پر اساس اتل وو؛ دوی جمهوریت په جنگي مجرمینو پالي؛ د افغانستان د جمهوریت نه د دفاع په لار کي هر راز وحشت پر نورو روا بولي خو پاکستاني جمهوریت چي ۵۲.۵۸%فیصد رأیي ورکو...
نور ولوله

د هندوستان د پنجاب صوبې ټاکنو کي د جاروکښې زوی وزیر ته ماته ورکړه

د هندوستان د پنجاب صوبې د جاروکښې/بـنگۍ (خاکروبې) زوی وزیر ته ماته ورکړه؛ تاسي د اروِند کېجريوال جامې او څپـلۍ وگورئ! نن هم په همهغه فلېټ کي اوسي چي تر وزارت وړاندي اوسېدی؛ د دوی د گوند د کمپائن نښه "جارو" دئ؛ نوموړی لکه زموږ سیاستوال پر خپلو هیوادوالو جارو نه تېروي بلکي د هغوی د خدمت لپاره ئې جارو ورسره را اخیستی؛ د نوموړي سره ئې په گوند کي رکشه وانان او هټۍ وال هم شامل دي؛ هندوستان چي د ډیموکراسۍ مور بلل کیږي او د نړۍ د تر ټولو ستر جمهوریت دعوه هم لري؛ حتماً به ئې نظام څه نا څه تېـروتني لري؛ خو په خپل تېر ۷۰-کلن تاریخ کي ئې دومره په ښه انداز جمهوریت پاللی چي تر اوسه ئې په هیواد کي فوځي کودتا نه ده ترسره شوې... اروِند د ستـرو ملي گوندونو کاندیدانو ته ډېره شرموونکې ماته ورکړې؛ د...
نور ولوله

د ښځو حقوق څه دي؟!

• د دوی مدافعي فعالاني او وکیلاني ولي د نارینه وو پېښې کوي؟! لکه سیما ثمر او د دې په څېـر نوري بېـکټریاوي چي ځانونه د افغان ښځو د حقوقو مدافع بولي؛ د مېرمنو په ډول رفتار او څېـرې باندي ولي شرمیږي؟! • دا چي دوی د نارینه وو په څېـر وېښتان جوړوي؛ د هغوی په څېـر جامې اغوندي؛ آیا له نارینه وو نه دومره متأثري ښځي کولی شي د ښځو د مسلّمو حقوقو د دفاع ږغ اوچت کړي؟! نن چي په غرب کي هم کومي مېرمني دفترونو ته ځي د پروفېشنلیـزم تر شوق لاندي د نارینه وو کاپي کوي؛ د هغوی په څېـر جامې (کوټ او پتلون) اغوندي؟! دوی ولي په خپلو جامو شرم احساسوي؟! آیا دوی په داسي کارونو د ښځو له معیاره نه دي غورځېدلي؟! آیا د ښځو حقوق یوا...
نور ولوله

د قامپرستانو تېروتني؛ د نجیب او غني په ارتباط د قامپرستانو حساسیت

پښتانه قامپرستان په عموم کي ډېـر سطحي خلک دي؛ جذبات او احساسات ئې ستري سلاوي دي چي ځوان قشر پرې مجذوب کولی شي؛ دوی د نورو سیاسي وگړو په څېـر پسته ډیپلوماسي نلري؛ بس د هري ستونزي په ارتباط ډېـر ساده ځواب وايي او همدلته اکثر وخت ناکام شوي وي؛ مثلاً د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ وايي: "دا ډېـره حیرانونکې ده چي خلک اشرف غني او زېلینسکي سره پرتله کوي؛ د پاکستان دا ډول پرتله د افغانانو تر منځ د داخلي تعصباتو څخه دي؛ دوی ولي ډاکټـر نجیب او زېلینسکي نه سره پرتله کوي؟! وړاندي له دې چي دوه سره پرتله کړو باید دواړه دقیق وڅېړو!" دلته به نوموړي ته د استاذ وحید الله مصلح صاحب مناسب ځواب ورته ولیکم چي: "زيلېنسکي خو دستي ساعت تېښته نه ده کړې، نجيب خو د فرار عزم کړى وو، له هوايي ميدان ن...
نور ولوله

د محمد المرسي سره د امريکا سفير وروستی ملاقات

په مصر کي امریکايي سفیري "باټرسیون" مصري ولسمشر محمد المرسي ته اخطارونه ورکړي وو او له هغه نه ئې د ټیټ کېدلو غوښتنه کړې وه خو مرسي حفظه الله صریح انکار کړی وو. بلـه ډېره حیرانونکې معامله دا ده چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري چي کله د خپلي وظیفې د منلو پر وخت دا دعوه کړې وه چي دی د اسرائیلي سیاست مخالف دئ او په عراق او افغانستان کي هم د امریکايي لاسوهني مخالف دئ؛ او نوموړی د مطلقي آزادۍ پر تصور باور لري نو هغه وخت د میډیا هجوم د ده دا خبره ډېره مشهوره کړې وه؛ خو وروستیو شواهدو د ده د خبرو تردید وکړ. د امریکا ټول سیاسیون پر همدې تکلار عمل کوي چي دوی د اسلامپالو په لاسونو کي حکومت او اختیار نشي لیدلی؛ نو ځکه هم د ۲۰۱۳م د اګست پر ۱-لومړۍ نېټه نوموړي له خپلي وحشې څیرې نه پرده لري کړه او ویې ویل چي...
نور ولوله

د نشنېلیانو او پښتون ولس تر منځ د واټن لپاره همدا فکري ټکر بس دی!!

پاکســتاني قامپرست او اسلامپال مشران چي سټېج ته وخیږي ته به وا سټېنډ اَپ کامیډین راغلي؛ هڅه کوي خپل خلک وخندوي او بس! کله ښکنځل کوي او کله بیا فاحشي ټوکي؛ د دغو اسلامپالو اولا اُبـاله نېشنلیست مشرانو تر منځ هیڅ فرق نه واضح کیږي؛ زه اصلاً یو حقیقت ته کله کله گوته په غاښ پاته سم؛ د سیمي د سیاست پر سټېج اکثر هغه خلک حاکم دي چي د شخصیت او اخلاقو نه مطلق عاري او شرمنده دي؛ دوی نه د اسلام او مسلمان نمایندگي کولی سي او نه د پښتون قام. د سیکولرانو او قامپـرستانو ځیني ویناوي د دغو اسلامبولو مشرانو په ارتباط مناسبي دي چي دوی ئې نقد کوي؛ بلې هو دا اسلامبـول مشران دي چي اسلام یوازي په ژبه اقرار ته وایي؛ دوی عملاً اسلامپال نه دي؛ دا ځکه دوی په خپلو اخلاقو، تعهداتو او اعمالو کي اسلام نه پالي... بس له ه...
نور ولوله

۱۲ فروري د امام حسن البناء رحمه الله د شهادت ورځ

برايي ماښام مي د اخوان المسلمین په اړه د ډاکټر عبیدالله فهد فلاحي صاحب کتاب(اخوان المسلمون-تزکیه، ادب، شهادت) مطالعه کوی؛ د ۴۳-کلن امام ژوند ډېر مختصر وو خو په همدغه مختصر وخت کي د أخوان تأسیس، نــړئـوال کېدل او د فلسطین مقدس جهاد ئې ستري لاسته راوړني وې؛ د امام پر صفت او نورو لاسته راوړنو څه نه لیکم؛ ځکه هغه د یوې وړې تبصرې په متن کي نشي ځای کېدلی؛ بس دومره وایم چي شهید امام داسي ستوري وروزل چي په ورستیو دوو پېـړیو کي ئې مثال نشو موندلی؛ زما په فکر خو همدا نوملــړ د نوموړي هغه ستره لاسته راوړنه ده چي اسلامي انقلاب ته ئې لار هواره کړه؛ زه یوازي همهغه یو  څو نومونه یادوم چي زموږ عام خلک ئې هم پېژني: • شیخ حسن بن اسماعیل الهضیبي رح (دویم مرشد) ...
نور ولوله

په ایټالیا کي د یوې زړې ښځي جسد د هغې تر مرگ دوه کاله وروسته د هغې له کوره را وایستل شو

"په ایټالیا کي د یوې زړې ښځي جسد د هغې تر مرگ دوه کاله وروسته د هغې له کوره را وایستل شو؛ دغه ښځه تقریباً دوه کلونه وړاندي پر خپله کرسۍ د ناستي په حالت کي مړه شوې وه."  د دې جسد هم داسي پیدا شو چي د هغې د کور دباندي کومه درخته چپه شوې وه او د ښاروالۍ کارکوونکي د درختي د پورته کولو په موخه هلته ورغلي ول او د دې وچ جسد ئې په څوکۍ کي لیدلی وو. دا ښځه یوازي اوسېـدله او اوس ئې د خپلوانو د پیدا کولو هڅي رواني دي؛ دا د اروپا هغه هیواد دئ چي بیا هم هلته څه نا څه کورنی نظام باقي پاته دئ... دا غرب دئ او دا ئې کورنی سیسټم؛ هلته چي اولاد اکثراً تر بلوغ وروسته مور او پلار پرېږدي؛ په میاشتو او کلونو ...
نور ولوله

شارلوټ بيلیز خپله کیسه ولې رسنیـزه کړه؟

یوه لیکي وايي: "نیوزيلېــنډ ځکه دغي حاملې خبریالي ته هیواد ته د ورتگ اجازه نه ورکوي؛ بلکي هغې ته دا سزا ورکوي چي د امریکایان په هغو بدو شپو او ورځو کي چي نه ئې سرونه په امان ول او نه ئې... دا ته په کومه دنده لگیــا وې چي حمل دي هم له هغه هیواده راوړ؛ بې شرمي ښځي. په هر صورت چي کله "شارلوټ بيلیـز" خپله کیسه رسنیـزه کړه او دا ئې وویل چي طالبانو ئې د پناه اخیستلو وړاندیر ته لبیک ویلی نو دوی چي هغوی د ښځو د حقوقو په پایمال کولو متهم کوي؛ سمدستي ئې فیصله وکړه چي هسي هغوی ته ورنشې؛ موږ به تا ته په ځانگړي استثناء سره هیواد ته د راتللو اجازه درکړو... غرب چي د مېرمنو د حقوقو په اړه ځانگړي تعریفونه لري؛ یعني د شرقي مېرمنو په ارتباط یو تعریف او د غربي مېرمنو لپاره بل تعریف؛ ...
نور ولوله

هغه اجیـر خلک چي لا ئې هم مأموریت پای ته نه دئ رسېدلی!

• یو خو د مقاومت په نوم یو څو اېکسپائیر شوي انټي بائیوټِک یا نیم مرده میکروبونه چي بهر ته تښتېدلي او غواړي د بهرنیــانو په مالي ملاتړ دلته یو ځل بیا ژوندي کېدلو چانس ترلاسه کړي او د هیـواد امن اخلال کړي؛ دوی د ناټو د دومره پراخ نظامي حضور پر وخت یوازي په غلاوو روږد شوي ول؛ اوس غواړي هغه هر څه یوازي د هغوی په مالي ملاتړ ترلاسه کړي؛ چي لله الحمد ممکن نه ښکاري... • دوهمه ډله صلیبي داعیـانو ول چي عیسائیت ته ئې خلک دعوت کول؛ د هغوی ټغر هم د امریکا د نظامي حضور د پای ته رسېدلو سره ختم شو... • او درېـیـمه ډله هغه ده چي د هیواد د اسلامیت، کلتور او مقدسو شعائرو پر خلاف مأمور شوي؛ دو...
نور ولوله

د ۳۶۵ ورځو د تاریخ قضاوت په ۵۰ ورځني نامکمل تاریخ کول

"که چیري زه د خپل ژوند څلوېښت کلونه د ۳۶۵-ورځو له قراره حساب کړم او بیا د ژوند مهمو پېـښو ته په ترتیب سره د کتابي شکل ورکولو هڅه وکړم نو داسي پېښي به تر ۳۰-دېـرشو ورځو زیاتي نشي؛ نه اضافه به ئې ووایم چي ۵۰-ورځو ته به ورسیږي؛ او چي کله نړۍ زما ژوند (بیوگرافي) لـولي نو دوی به یوازي له همدغو ۵۰-پنځوسو ورځو نه خبر شي. خو زما د ژوند چي کومي ۳۱۵-درې سوه پنځلس ورځي پاته شوې؛ له هغوی به دوی بې خبره وي او هیڅوک به ئې په اړه فکر نکوي؛ په داسي حال کي چي همهغه زما اصل ژوند دئ چي را بانــدي تېـر شو. همدا د تاریخ لیکونکو ستره تېروتنه ده! موږ چي کله د عبـاسیـانو، امـویـانو تاریخ مرتب کوو نو د دغه دوران همهغه ۵۰...
نور ولوله

استعمار تل خپل لاسپوڅي ذلیل او خوار بولي

د اوکراین او روسیې لانجه: جرمني اوکراین ته ۵ زره نظامي خولۍ استولي. د اوکراین د عدلیې وزیر ویلي، دا ریشخند دی، بله ورځ به راته د خوب بالښتونه رالېږئ. استعـــمار تل خپل لاسپــوڅي ذلیل او خوار بولي؛ بلکي اکثره وختونه هغوی ته بار بار دا احساس هم ورکوي چي تاسي پر موږ متکي یاست؛ که موږ مو له ملاتړ نه لاس واخلو نور مقتدر هیوادونه به مو وخوري! همدې ورته پېښه د جمال عبدالناصر سره هغه وخت پېښه شوه چي کله په ۱۹۵۴م کي په یوه سفر امرېکا ته ولاړی او هغوی فقط ۲-دوه میلیــونه ډالر مرسته ورسره وکړه؛ د دوه میلیونه ډالرو خیرات انقلابي فوځي دولت ځان ته سپکاوی وبلی او د دوی پر ضد جمال ناصر له روسانو د فوځي مرستو غوښتنه وکړه؛ مصر د ه...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک