No-IMG

د نشنېلیانو او پښتون ولس تر منځ د واټن لپاره همدا فکري ټکر بس دی!!

پاکســتاني قامپرست او اسلامپال مشران چي سټېج ته وخیږي ته به وا سټېنډ اَپ کامیډین راغلي؛ هڅه کوي خپل خلک وخندوي او بس! کله ښکنځل کوي او کله بیا فاحشي ټوکي؛ د دغو اسلامپالو اولا اُبـاله نېشنلیست مشرانو تر منځ هیڅ فرق نه واضح کیږي؛ زه اصلاً یو حقیقت ته کله کله گوته په غاښ پاته سم؛ د سیمي د سیاست پر سټېج اکثر هغه خلک حاکم دي چي د شخصیت او اخلاقو نه مطلق عاري او شرمنده دي؛ دوی نه د اسلام او مسلمان نمایندگي کولی سي او نه د پښتون قام.

د سیکولرانو او قامپـرستانو ځیني ویناوي د دغو اسلامبولو مشرانو په ارتباط مناسبي دي چي دوی ئې نقد کوي؛ بلې هو دا اسلامبـول مشران دي چي اسلام یوازي په ژبه اقرار ته وایي؛ دوی عملاً اسلامپال نه دي؛ دا ځکه دوی په خپلو اخلاقو، تعهداتو او اعمالو کي اسلام نه پالي... بس له همدې نوم او جامې نه امتیازات تر لاسه کوي. او اسلامپال چي بیا د قامپرستانو کوم چټـل انځور ښيي هغه هم تریخ حقیقت دئ؛ د قامپـرستانو له سټېجه هم تل اسلام ښکنځل کیږي او هم پښتون سپـــکـیږي...

له قــامپرستانو نه هم زموږ گیله دا ده چي دوی هم د خپلو مخالفینو(اسلامپالو) په څېر د اعتدال لمن نسي نیولی؛ دوی بیا د افغانیت او اسلامیت یوځای کېدلو ته چمتو ندي؛ همهغسي لکه پورته ذکر سوي اسلامپـال چي اسلامیت او افغانیت اجماع ته نسي رسولی؛ دلته د حقیقي اسلامي سیاسي مفکورې خلاء موجوده ده؛ یو پر ترقي پسنده چپي تنانینا(گاندي گیري) ایمان لري او بل پر ړوند تقلیدي سیاست چي د اسلامپالني نوم ورکوي خو د اسلام څرک پکې نه لیدل کیږي...

د استاذ دا جمله اوږدوم چي وايي: د نشنېلیانو او پښتون ولس تر منځ د واټن لپاره همدا فکري ټکر بس دی چې...

زه وایم پاکستاني اسلامپالو او قامپرستانو دواړو اسلام او پښتون لري غورځولی؛ اوس د دوی سیاست د اسلام او پښتون لپاره نه بلکي د هغوی پر نوم او شعار دئ... دلته یو وضاحت اړین بولم؛ په اسلامپالو کي جماعت اسلامي د دې تــور شریک نه بولم؛ هغوی تل دروند سیاست کړی؛ د نتائجو په ارتباط ئې څه نه وایم خو سیاسي اخلاق ئې زورور دي...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک