No-IMG

هغه اجیـر خلک چي لا ئې هم مأموریت پای ته نه دئ رسېدلی!

یو خو د مقاومت په نوم یو څو اېکسپائیر شوي انټي بائیوټِک یا نیم مرده میکروبونه چي بهر ته تښتېدلي او غواړي د بهرنیــانو په مالي ملاتړ دلته یو ځل بیا ژوندي کېدلو چانس ترلاسه کړي او د هیـواد امن اخلال کړي؛ دوی د ناټو د دومره پراخ نظامي حضور پر وخت یوازي په غلاوو روږد شوي ول؛ اوس غواړي هغه هر څه یوازي د هغوی په مالي ملاتړ ترلاسه کړي؛ چي لله الحمد ممکن نه ښکاري...

دوهمه ډله صلیبي داعیـانو ول چي عیسائیت ته ئې خلک دعوت کول؛ د هغوی ټغر هم د امریکا د نظامي حضور د پای ته رسېدلو سره ختم شو...

او درېـیـمه ډله هغه ده چي د هیواد د اسلامیت، کلتور او مقدسو شعائرو پر خلاف مأمور شوي؛ دوی به تر ډېـره وخته دلته وجود وي؛ د مخکینیو مقاومتیانو او صلیبي داعیانو نه استعماري ځواکونه ډېـر ناراضه شول چي هغوی د دوی د نظامي، مالي او کلتوري وجود باوجود هم مثبت کارونه ونکولی شول، د غربیانو سترگي اوس یوازي پر خپـلو همدغو اېجنټانو مرکوزي دي چي هغوی په هیواد کي پاته شوي؛ معاشونه ئې یا په اډوانس کي تر لاسه کړي او یا د درنو معاشونو او یا هم د تابیعت ورکولو وعدې ورسره شوي:

دوی هغه دي چي دلته څادرونو ته اور اچوي؛ دوی هغه دي چي له ځان نه ویډیوگاني جوړوي چي گواکي د حاکم نظام مأمورین ئې کورته د جنسي او فزیکي ځوروني په موخه په زور ورځي؛ دوی هغه دي چي پر رسنیــو خپل جسماني اعضاء بربنډ کوي او د خپلو اقاربو ظلمونه د نظام مظالم بولي او غواړي د هغوی د بدنامۍ باعث شي؛ د همجنسبازۍ د حقوقو د غوښتنو په کتار کي به هم دوی ولاړ وي؛ دوی هغه دي چي هیڅ ایمان، وجدان او عزت نفس نلري؛ بس پر مادیاتو ئې ایمان دئ...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک