No-IMG

استعمار تل خپل لاسپوڅي ذلیل او خوار بولي

د اوکراین او روسیې لانجه:

جرمني اوکراین ته ۵ زره نظامي خولۍ استولي.

د اوکراین د عدلیې وزیر ویلي، دا ریشخند دی، بله ورځ به راته د خوب بالښتونه رالېږئ.

استعـــمار تل خپل لاسپــوڅي ذلیل او خوار بولي؛ بلکي اکثره وختونه هغوی ته بار بار دا احساس هم ورکوي چي تاسي پر موږ متکي یاست؛ که موږ مو له ملاتړ نه لاس واخلو نور مقتدر هیوادونه به مو وخوري!

همدې ورته پېښه د جمال عبدالناصر سره هغه وخت پېښه شوه چي کله په ۱۹۵۴م کي په یوه سفر امرېکا ته ولاړی او هغوی فقط ۲-دوه میلیــونه ډالر مرسته ورسره وکړه؛ د دوه میلیونه ډالرو خیرات انقلابي فوځي دولت ځان ته سپکاوی وبلی او د دوی پر ضد جمال ناصر له روسانو د فوځي مرستو غوښتنه وکړه؛ مصر د همده په وخت کي د روسانو تابع شو؛ خو جمال ناصر ډېر ژر په دې پوه شو چي روسان د اسرائیلو سره د اختلافاتو د حل کولو او د فلسطین پر ستونزه مثبت کردار نشي لوبولی؛ نو ځکه ئې تر مرگ فقط څو میاشتي وړاندي خپل معاون ولسمشر انور سادات ته د امریکا سره د اړیکو د بیا رغولو سپارښتنه Green signal وکړه؛ تر دې وروسته مصر یو ځل بیا امریکا ته ورمنډه کړه؛ ډېـر ژر اسرائیل ته هم تسلیم شو او له دوی سره ئې سفارتي اړیکي عادي کړې...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک