No-IMG

په ایټالیا کي د یوې زړې ښځي جسد د هغې تر مرگ دوه کاله وروسته د هغې له کوره را وایستل شو

"په ایټالیا کي د یوې زړې ښځي جسد د هغې تر مرگ دوه کاله وروسته د هغې له کوره را وایستل شو؛ دغه ښځه تقریباً دوه کلونه وړاندي پر خپله کرسۍ د ناستي په حالت کي مړه شوې وه."

 د دې جسد هم داسي پیدا شو چي د هغې د کور دباندي کومه درخته چپه شوې وه او د ښاروالۍ کارکوونکي د درختي د پورته کولو په موخه هلته ورغلي ول او د دې وچ جسد ئې په څوکۍ کي لیدلی وو.

دا ښځه یوازي اوسېـدله او اوس ئې د خپلوانو د پیدا کولو هڅي رواني دي؛ دا د اروپا هغه هیواد دئ چي بیا هم هلته څه نا څه کورنی نظام باقي پاته دئ...

دا غرب دئ او دا ئې کورنی سیسټم؛ هلته چي اولاد اکثراً تر بلوغ وروسته مور او پلار پرېږدي؛ په میاشتو او کلونو یو بل نه سره ویني؛ ځان ته د جلا اوسېدلو بندوبست کوي تر څو خپلي آزادي جنسي اړیکي د هر ډول نیوکي او تبصرې پرته په خپله خوښه وساتلی شي؛ داسي انسانان چي زاړه شي نو یوازي شي؛ ډېری ئې په همداسي حالت کي مړه شي چي د کورنۍ خلک ئې حتیٰ په میاشتو او کلونو له مرگه خبر هم نه وي؛ د اولډ هومز کثافت هم د دوی کارنامه ده...

پر خپل کورني نظام د خپل رب شکر اداء کړئ! د خپلي کورنۍ د غړو قدر وکړئ!

اللھم اغفر و ارحم أمي و ابي

 اللّھم اغفر لهُ وارحمهُ وعافِهِ واعفُ عنهُ وقِهِ فِتنَة القبرِ و عذابَ النّار

اللھم اغفر لها وارحمها  وعافھا واعف عنھا وقھا فتنة القبر و عذاب النار

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک