شیخ محمد الغزالي وپېژنئ! - لومړۍ برخه
شیخ محمد الغزالي رحمه الله حقپال خطیب او زړه ور لیکوال وو؛ د ځوانۍ له پیل څخه د اخوان المسلمین د قافلې غړی وو؛ د دې عظیمي قافلې (اخوان المسلمون) په اړه زموږ په هېواد کي مختلفي رأیي موجودي دي؛ د دې دوه اساسي عوامل دي؛ لومړی لامل ئې دلته په دې نوم د بدنامو او حریصو شخصیتونو شتون دئ؛ دوی یقیناً اسلام ته هم وفادار پاته نسول نو د اخوان نظریه خو تر اسلام وروسته ده؛ د هغې سره به ئې څنگه وفاء کوله؟ دوهم لامل ئې د خلیج د مسائلو په تړاؤ زموږ د خلکو بې خبري ده؛ زموږ په ولس کي د اسلامي انقلاب له یو څو محدودو مشرانو پرته نور ډېری نوم ورکي دي؛ چي ښه مثال ئې مرحوم محمد الغزالي (۲۲-سپټمبر-۱۹۱۷ / ۹-مارچ-۱۹۹۶ع) دئ.
دلته یو اړین وضاحت کوم: زه هېواد ته د بهرنۍ نظریې راوړلو سخت مخالف یم؛ هغه که مذهبي هڅي وې او یا هم د گوندي افکارو واردول؛ افغان ټولنه د داسي مفکورو لپاره نه تـیاره ده او نه ضرورت ورته لري؛ افغانان مسلمانان دي او د یوه مسلمان د بیا ځل مسلمان کولو هڅي یوازي فتنې زېږوي؛ موږ د موقتـو او لنډ مهالو تش په نوم وروستیو اسلامي خلافتونو عروج او زوال وکتی؛ زه د اخوان ډېره یادونه کوم؛ یو سبب ئې دا دئ چي غواړم د اسلامپالو کارنامې دلته هېري نه وي، موږ زده کړه ترې وکړو او بله دا چي د خلیج پر ستونزو بحث زما لومړیتوب دئ؛ زه داخلي مسائل جندان نه مطرح کوم.
په دې مضمون کي زما هدف د اخوان پر نظریه بحث نه دئ؛ ما پر دې موضوع ډېر څه لیکلي؛ بلکي نـن غواړم له معاصر غــزالي سره مو اشنا کړم؛ زما بائیوگرافیکل لیکني نه خوښېږي نو ځکه ئې بائیوگرافي نه لیکم؛ البته د شهکار اثر (هٰذا دیـنُـــنا/دا زموږ دین دئ) په ژباړه ئې لگیا یم؛ چي تر څو مو کوم لیکوال ښه پېژندلی نه وي؛ د کتاب د مطالعې اصل حق ئې نسو اداء کولی.
د شیخ محمد الغزالي شخصیت:
شیخ محمد الغزالي د اخوان المسلیمن مؤسس شهید حسن البناء رحمه الله ته نږدې کس وو؛ د اخوان المسلمین دې عظیم مؤسس او عام مرشد خپله غزالي د اخوان مجلې مدیر ټاکلی وو؛ د ده په اړه به فکر کوم دا خبره مهمه نه وي چي تفصیلاً ئې یادونه وکړم چي د نوموړي پر آثارو بندیز ولگول سو او کلونه ئې په زندان کي تېر کړل، له رسنیو منع سو، په الأزهر پوهنتون کي د جمعې د خطبې له ورکولو منع سو، ځانته ئې جومات آباد کړ خو مصري ولسمشر انور سادات هلته هم له خطبې ورکولو منع کړ، د دولتي وظیفې بست ئې هم ډېر ورته را ټیټ کړ؛ اما ده هیڅکله هم خپل اوصول ترک یا متوقف نه کړل. وروسته ئې شیخ د اوقافو وزارت سکرټر وټاکی اما شیخ دوې ورځي وروسته استعفیٰ ورکړه ځکه د سادات فرمائشونه ئې نه نسول عملي کولی. شیخ په خپلو ویناو او د حق په اظهار کي بې باکه وو؛ ملگري ئې د جمال ناصر پر وخت پر ژوند ووېرېدل او د آرام اوسېدلو سپارښتني ئې ورته وکړې خو ده د چا خبري ته ارزښت ورنکړ.
نوموړي پر اسلامي جمهوري اقدارو غیر متذلذل باور درلود؛ ځکه ئې هم هیچا پر خالص پاک نیت شک نه کاوه؛ شیخ مرحوم چي به کومه خبره حق گڼله برملا به ئې اعتراف کاوه؛ د هیچا پروا ئې نه کوله؛ د اخوان المسلمین له تحریک سره تر یو ځای کېدلو وروسته؛ په داسي حال کي چي عام مرشد امام حسن البناء ته ډېر نږدې هم وو؛ بیا به ئې هم د اخوان په غونډو کي د اخوان المسلمین ځیني پالیسۍ برملا نقد کولې او چي تر څو به ئې په دلائلو او ثبوتونو قناعت نه وو ترلاسه کړی تر هغه وخته به ئې خپل موقف نه ترک کاوه. اوولس کاله ئې د اخوان المسلمین په غېږ کي تېر کړل اما بالاخر د خپل تنقیدي مزاج له سبــبه له اخوان المسلمین څخه په تنظیمي بــڼـه وایستل سو؛ خو تر پایه نوموړي خپل ځان د اخوان المسلمین یو فرد بلی او د ژوند تر وروستۍ شېبـې د هغوی ملاتړی پاته سو؛ ځکه وایم نظریه باید همداسي غوره سي؛ له منصب او شهرت سره چي د چا نظریه بدلېدله؛ له هغه نه پناه غواړئ!
شیخ مرحوم په خپل سوانحِ حیات کي کاږي: ”چي کله حکومت له اخوان څخه زما د ظاهري بېـلتون نه خبر سو نو غوښتل ئې ما د همدې تنظیم په مقابل کي وکاروي؛ خو ما قاطع ځواب ورکړ او هغوی مي له ځانه وشړل؛ په همغه شپه ونیول سوم او زندان ته ولېږل سوم.“ نوموړی د کمزورو انسانانو حامي وو؛ په همدې لــړ کي د مېرمنو د حقوقو د لومړۍ درجې ملاتړی وو؛ تل ئې د هغوی پر ضد ترسره کېدونکي ظلمونه غندل؛ یو ځای لیکي چي کوم کانفرانس ته دعوت سوم؛ یاده غونډه د مېرمنو د حقوقو په تړاؤ دائره سوې وه؛ ما د هغوی حقوق د اسلام په رڼا کي تشریح کړل؛ د حجاب او مسئولیتونو یادونه مې وکړه؛ گورم له مجلس څخه دوه کسان په خواشینۍ ولاړ سول او یوه ئې بل ته ویل؛ راځه چي ځو؛ دی خو تر فلان (د کوم سیکولر نوم ئې واخیستی) هم ډېر سیکولر دئ. شیخ د فرعون پر خاوره د دیکتاتورانو تر ټولو ستر مخالف او ناقد پاته سوی دئ. په دې اړه ئې ډېر څه ویلي او بالاخر ئې پر همدې موضوع یو مهم او جالب کتاب ”الاسلام والاستبداد السیاسي“ ولیکی.
شهید ډاکټر اسماعیل فاروقي د شیخ محمد الغزالي کتاب ”من هنا نعلم“ انگلیسي ته وژباړه؛ دا کتاب اصلاً د شیخ خالد محمد خالد د کتاب ”من هنا نبدأ“ په ځواب کی لیکل سوی وو؛ فاروقي صاحب ویل: ”ما دا دواړه کتابونه مطالعه کړي دي؛ خو زه د اسلوب او مضمون دواړو له مخي د شیخ محمد الغزالي له کتابه متأثر سوی یم؛ ما پرېـکړه وکړه چي یاد کتاب انگلیسي ژبي ته وژباړم تر څو امریکایي ولس (غرب) د کمونیزم او سوسیالیزم په اړه د مسلمانانو له اصل موقف څخه خبر سي؛ ما چي کله په دې لـړ کي له غزالي سره اړیکه ټینگه کړه نو هغه په ډېره خوښۍ ماته اجازه راکړه.“
ولي شیخ محمد الغزالي نه د الازهر مشر وټاکل سو او نه د اخوان عام مرشد؟!
دا چي ولي شیخ محمد الغزالي د اخوان المسلمین عام مرشد ونه ټاکل سو؟ لنډ وضاحت به ولیکم: د عربي نړۍ او په ځانگړې توگه د خلیج له ستونزو سره مربوطو خلکو په ډېر شدت سره دا احساس او څرگنده کړه چي په عربي نړۍ کي فکري اضطراب ډېر سوی او هلته د داسي یوه شخصیت کمښت دئ چي مناسبي حل لاري په گوته کړي؛ د دې تشي د ډکولو صلاحیت فقط په څو محدودو کسانو کي لیدل کېده؛په سر کې شیخ مرحوم وو؛ ځینو غوښتنه کوله چي شیخ باید مصر ته لاړ سي او دا تشه ډکه کړي؛ اما د شیخ ځیني خواخوږي او شاگردان په دې باور ول چي شیخ باید یوازي په دوو صورتونو کي له الجزائر څخه مصر ته لاړ سي؛ یعني یا د شیخ الأزهر په صفت او یا هم د اخوان المسلمین د عام مرشد په صفت؛ دوی ځانته دلائل درلودل.
د شیخ د تنقیدي مزاج، په ماضي کي د دیکتاتورانو پر ناسمو کړنو د ده د احتجاج پر جسارت او ږغ پورته کولو او ځینو نورو اسبـابو له امله د شیخ الأزهر منصب ته نوموړی منتخب نسو. بلـخوا بیا پر دې سربـېـره چي نوموړی د اخوان المسلمین د عمومي شوریٰ غړی پاته سوی وو؛ د امام حسن البناء مخلص شاگرد او د هغه له شخصیت څخه ډېر متأثر هم وو؛ د نوموړي د عام مرشد غوره کولو وړانديز ځکه ونه منل سو چي استاذ محمد حامد أبوالنصر تر ده په عمر مشر وو او همداسي شیخ د شوریٰ د نورو غړو په مقابل کي د زندان وخت کــم تـېر کړی وو؛ یو بل اساسي سبب ئې دا هم وو چي شیخ له اخوان سره تر ۱۷-کلـنو وخت تېرولو وروسته په ۱۹۵۶ع کال کي د وخت له عام مرشد حسن الهظیبي رحمه الله سره د اختلاف په سبب له اخوان المسلمین څخه ایستل سوی وو؛ ځکه ئې هم په غوره کولو کي اوصولاً ستونزه موجوده وه.
نور بیــا...
