No-IMG

د هندوستان د پنجاب صوبې ټاکنو کي د جاروکښې زوی وزیر ته ماته ورکړه

د هندوستان د پنجاب صوبې د جاروکښې/بـنگۍ (خاکروبې) زوی وزیر ته ماته ورکړه؛ تاسي د اروِند کېجريوال جامې او څپـلۍ وگورئ! نن هم په همهغه فلېټ کي اوسي چي تر وزارت وړاندي اوسېدی؛ د دوی د گوند د کمپائن نښه "جارو" دئ؛ نوموړی لکه زموږ سیاستوال پر خپلو هیوادوالو جارو نه تېروي بلکي د هغوی د خدمت لپاره ئې جارو ورسره را اخیستی؛ د نوموړي سره ئې په گوند کي رکشه وانان او هټۍ وال هم شامل دي؛ هندوستان چي د ډیموکراسۍ مور بلل کیږي او د نړۍ د تر ټولو ستر جمهوریت دعوه هم لري؛ حتماً به ئې نظام څه نا څه تېـروتني لري؛ خو په خپل تېر ۷۰-کلن تاریخ کي ئې دومره په ښه انداز جمهوریت پاللی چي تر اوسه ئې په هیواد کي فوځي کودتا نه ده ترسره شوې...

اروِند د ستـرو ملي گوندونو کاندیدانو ته ډېره شرموونکې ماته ورکړې؛ دا یو حقیقت دئ چي خلک/عوام خدمت غواړي؛ نه مذهب ته گوري نه اخلاقو ته؛ نه نصیحت غواړي او نه ښه شخصیت؛ نه تش جمهوریت پالي او نه غیر جمهوري مستبد نظامونه؛ ژوندي ملتونه یوازي خادم قیادتونه خوښوي؛ سیاسي قیادت باید تر هر څه وړاندي خلکو ته ریښتینی خدمت وکړي او اقتصاد پیاوړی کړي؛ ټرمپ او د ده په څېـر په لسگونو پاگلان خلک د هغه د شخصیت له وجهي نه انتخابوي بلکي له هغه د یوه ښه تاجر په صفت دا غوښتنه لري چي د هیواد اقتصاد ئې هم آباد کړي... امریکایان د بائډین طوفاني نه هم ځکه متنفر شوي چي د کار پر ځای په مهمــو مجالسو کي یا ویده وي او یا هواوي خارجوي...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک