No-IMG

د محمد المرسي سره د امريکا سفير وروستی ملاقات

په مصر کي امریکايي سفیري "باټرسیون" مصري ولسمشر محمد المرسي ته اخطارونه ورکړي وو او له هغه نه ئې د ټیټ کېدلو غوښتنه کړې وه خو مرسي حفظه الله صریح انکار کړی وو. بلـه ډېره حیرانونکې معامله دا ده چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري چي کله د خپلي وظیفې د منلو پر وخت دا دعوه کړې وه چي دی د اسرائیلي سیاست مخالف دئ او په عراق او افغانستان کي هم د امریکايي لاسوهني مخالف دئ؛ او نوموړی د مطلقي آزادۍ پر تصور باور لري نو هغه وخت د میډیا هجوم د ده دا خبره ډېره مشهوره کړې وه؛ خو وروستیو شواهدو د ده د خبرو تردید وکړ. د امریکا ټول سیاسیون پر همدې تکلار عمل کوي چي دوی د اسلامپالو په لاسونو کي حکومت او اختیار نشي لیدلی؛ نو ځکه هم د ۲۰۱۳م د اګست پر ۱-لومړۍ نېټه نوموړي له خپلي وحشې څیرې نه پرده لري کړه او ویې ویل چي:

"له شکه پرته چي مصري فوځ د مرسي په راپرځولو سره د جمهوریت(ډیموکراسۍ) ساتنه وکړه."

استاذ بلتاجي د حریت او عدالت ګوند یو مشر دئ؛ ده د انقلاب په ورځ دا وویل چي په مصر کي دننه امریکايي ښځینه سفیري باټرسیون تر کودتاچي انقلاب څو ساعته وړاندي د ولسمشر محمد المرسي سره ولیدل او هغه وخت له دې سره د مصر څو تنه قوماندانان او د یوه خلیجي هیواد د بهرنیو چارو وزیر چي غالباً د اماراتو وزیر به وو؛ موجود ول؛ امریکايي سفیري له ولسمشر مرسي نه غوښتنه وکړه چي ته یوازي په نوم ولسمشر پاته شه او خپل ټول اختیارات نوي صدراعظم ته انتقال کړه؛ چي هغه به د فوځ له لوري غوره کیږي او ته د پارلمان د تحلیل او قانون په ردولو کي زموږ سره موافقه وکړه؛ خو چي کله ولسمشر مرسي منکر شو نو امریکايي سفیري هغه ووېراوه او اخطار ئې ورکړ چي ته به د لاس د قوت په زور را وپرځول شې، بالاخر د ده د نیولو پر وخت امربکايي سفیري ترې وغوښتل چي له دې عاجله مرسته وغواړي خو محمد المرسي حفظه الله پر الله په باور درلودلو سره له دې هم انکار وکړ.

دا ملاقات د دې خبري قوي دلیل دئ چي د مصر فوځي کودتا د امریکايي فیصلې تر اثر لاندي ترسره شوې ده؛ په مصر کي چي د مرسي د ولسمشرۍ په صورت کي څه ترسره شوي وو؛ امریکا هغه نه خوښول او د سیسي ناروا بغاوت ته ئې د سپېڅلي انقلاب نوم ورکړ؛ په دې کودتا کي د امریکایي شمولیت دوهم قوي دلیل دا دئ چي په دغه فوځي بغاوت کي د وژنو، قتل و غارت بازار ګرم وساتل شو، او په پر امنه تظاهراتو کي شامل تر ۳۰۰-درې سوه زیات مظلوم مظاهرین ووژل شول او تر ۶۰۰۰-شپږ زره زیات ټپیان شول خو پر دغو ټولو سربېره هم امریکا دې څرګند فساد ته انقلاب وویل؛ چي کله فوځي جنرال دا دروغجنه دعوه وکړه چي موږ د خپل دفاع لپاره ډزي کړي دي نو پر دغو دروغو دوی حتی غوږ هم ونه ګراوه او د هیڅ خفګان اظهار ئې ونکړ. په داسي حال کي چي بې شمېره شواهد ښيي چي کوم خلک چي ویشتل شوي او وژل شوي دي هغوی ټولو د سهار لمونځ اداء کاوه. د فکر خبره خو لا دا وه چي مرمۍ د هغوی په شا کي لګېدلي وې نه د هغوی پر سینو، چي له دې ثبوت سره د دوی هره دعوه دروغ ثابت کیږی. خو د امریکا همدا خبیث انداز دئ. چي کله د دوی معامله تنګه او سخته شي او مکر او چل ئې کمزوره شي نو هغه وخت دوی فوځي جنرالان کاروي؛ دا طریقه دوی په لاطیني امریکا کي ښه استعمال کړه؛ او په ډېر رسوا کوونکي او ذلیل انداز کي ئې ترسره کړه؛ پـــه ترکیه کي هم دوی څو ځله جنرالان د انقلاب(کودتا) لپاره وهڅول، خو اردوغان د دوی نفوذ او غلبه ختمه کړه؛ په دې معامله کي اربکان او طورغود اوزال د اردوغان لپاره اساسي کردار لوبولی وو او د ده لپاره ئې لار آسانه کړې وه.

د امریکا د انقلاب راوستلو ماډل ډېر مشهور دئ؛ امریکا حقیر، مجرمین او مفسدین خلک راټولوي، د خزانې خولې ورباندي خلاصي کړي او دوی بیا د سیاسي کشمکش تر عنوان لاندي سړکونو ته راوباسي، بیا دوی د ملّي مخالفت په صورت کي وړاندي کوي او تر هغه وروسته فوځي کودتا رامنځته کوي؛ د میډیایي ذهنیت جوړوني ډېر ستر کردار ولوبول شي؛ بیا د بشپړي نړۍ نه د مال و دولت او ډالیو او تحفو یوه لړۍ پیل شي او د نړئــوالو بانکونو نه پورونه واخیستل شي تر څو ملت ته د یو څه وخت لپاره خوښي ورکړي او له ځان نه ئې راضي کړي او باغیان لا قوي شي؛ د دې موخي د ترلاسه کولو لپاره په ملیاردونو ډالر مصرف کیږي؛ په دغو پیسو کي د خاصو جنرالانو او سیاست پوهانو ځانګړې او ټاکل شوې برخه وي، د دوی د خادمانو او سپرلیو لپاره بیا جلا پرته بودیجه وي.

چي کله هم زموږ حالات مخ په ښه کېدو شي او اسلام دولت ته را نږدې کیږي نو یوازي امریکا نه بلکي ټول اروپايي هیوادونه او مکمل غَرب زموږ پر خلاف په یوه صف کي ودریږي؛ د دوی هدف همدا دئ چي حکومت او قوت د اسلام په څنګ کي ونه ګوري؛ چي کله د اروپایي اتحاديې د بهرنیو چارو وزیره تر فوځي کودتا وروسته مصر ته راغله نو له سیسي او باغیانو سره ئې ولیدل او د هغوی سره ئې مجلسونه وکړل؛ خو دوی نه د قانوني ولسمشر محمد المرسي سره ولیدل او  نه ئې هم د ده له باغي انقلابیانو نه دا غوښتنه وکړه چي دوی مرسي مخ ته راولــي، له دې نه دا جوته شوې چي د اروپایانو له بغاوت نه لري والی یوازي رسمي او ظاهري بڼــــه لري خو د دوی تر منځ هیڅ اختلاف نشته.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک