No-IMG

افغانستان کې د « حد » جاري کولو په عنوان بې تعمقه وژنې !

 

کله چې پر يو چا باندې د حد جاري کولو خبره مطرح شي ؛ ډېری مسلمانان پر دې ترکيز کوي چې پر مجرم باندې حد جاري شي ؛ دا ډول تاکيدي غوښتنې عمدتا د هغه چا له خولې راوځي چې ځانونو ته مبارزان او د اسلام واقعي پلويان وايي !! دوی ځکه په الحاح سره ددې ډول مجازات غوښتنه کوي چې د جرمونو کچه را ټیټه او د مجرمانو جرئت سلب کړی شي . دا خلک اساساً ښه وايي ؛ خو د مجرمانو په مجازات کې نه تامل کاروي او نه د تعمق اړتيا محسوسوي ؛ ځکه خو د سزا اکثره پېښې دښمنانو ته لاسوندونه شي ، او تر ګټې يې تاوان ډېر شي !! 
په تېرو څو کلونو کې د « زانيانو » په نوم يو شمېر خلک سنګسار کړی شول ؛ معلومه نه ده چې د دوی په مجازات کې به شرعي ايجابات مد نظر نيول شوي وي او که به د مجازات پر پلويانو لمبه لمبه احساسات غالب شوي وي ؟ که د پښتون قوم احساساتي کردار او د غيرت په نوم وژنو ته پام وشي ، او/یا د مبارزانو په لاس بې تامله وژنې له نظره تېرې شي ؛ نو انسان دې پايلې ته رسېـږي چې دلته نه شريعت ته احترام شوی او نه د تعمق په بنياد چاته جزا ور کړی شوې !! حتا د جزا پر شرعي بڼه هم غور نه دی شوی ؛ ځکه خو يې ډنډورې را پارولې او تر نړيوالو رسنيو يې خبرونه غځېدلي دي !! د طالبانو تر دوهم ځلي بري وړاندې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د زانيانو په نوم يو شمېـر خلک سنګسار کړی شول ؛ تر تحقيقاتو وروسته معلومه شوې چې ډېری دا ډول پېښې په احساساتو مبني تر سره شوې ؛ چا ويلي ، ما ويلي پکې کارېدلي ؛ نه دا چې خير او شر يې د شريعت پر تله تلل شوي وي !! اسلام نه د زاني پر مجازات د نړيوالو د خبرېدو طرفدار دی ؛ او نه يې حتميت ته وړي ؛ ځکه خو يې په لوړ حد کې شرايط ورته سخت کړي دي ، او له سختو شرايطو يې موخه داده چې پر زنا متهم زاني له مرګه وژغورل شي او پرده يې وشي . په رواياتو کې راځي چې د اسلم پرګنې يو بې پلاره هلک ( ماعز ) چې د « هزال بن نعيم » تر لاس لاندې روزل شوی ؤ ؛ له يوې آزادې کړی شوې وينځې سره زنا وکړه ؛ حضرت هزال بن نعيم ورته وويل ؛ لاړ شه پيغمبر عليه السلام ته ددغې  پیښې خبر ورکړه ؛ شونې ده ستا لپاره د مغفرت دُعا وکړي ...
هغه نبوي جومات ته لاړ ؛ نادم او په ماته غاړه د پيغمبر عليه السلام په مخکې و درېده ؛ ورته ويې ويل :
ای پیغمبره ما پاک کړه ؛ د بد اخلاقۍ ارتکاب مې کړی ...
پيغمبر ع ترې مخ واړاؤ ؛ ورته کړه يې ؛ لاړ شه توبه و باسه او له الله نه بښنه و غواړه . 
هغه بيا ور وړاندې شو او خپله مخکینۍ خبره يې  تکرار کړه ...
رسول الله صلی الله عليه وسلم مخ ترې واړاؤ ؛ يعنې ددې خبرې له اورېدو سره يې زړه نه تاړه .
هغه بيا ورته وويل :
 يا رسول الله د بد اخلاقۍ ارتکاب مې کړی ؛ ما پاک کړه ...
رسول الله صلی الله عليه وسلم چې د هغه د مجازات پلوي نه ؤ بيا هم مخ ترې واړاؤ ...
ابوبکر صديق رضي الله تعالی عنه ورته وويل ؛ که څلورم ځل دې هم خپله غوښتنه تکرار کړه ؛ پيغمبر عليه السلام به دې سنګسار کړي ؛ ( ستا تکراري غوښتنه به ددې سبب شي چې پيغمبر (ع ) تا ډبر باران کړي ) هغه چې د وجدان له عذاب سره مخامخ ؤ ؛ بيا هم خپله خبره تکرار کړه : 
« یارسول الله د بداخلاقۍ مرتکب ګرځېدلی يم ؛ ما پاک کړه » .
رسول الله صلی الله عليه وسلم مخ ور واړاؤ ؛ ورته و يې ويل :
ښايي ښکل کړې دې وي ؛ يا دې ټوکې لوبې ورسره کړې وي ؛ يا دې په  بد نظر ور کتلي وي ؛ تا به دا فکر کړی وي چې دا زنا ده ....
هغه وويل نه .
ويې پوښت ؛ آيا ته له هغې سره په يو بستر څملاستلی يې ؟ 
هغه وويل هو ...
بيا يې پوښتنه ترې وکړه ؛ آيا تا له هغې سره مباشرت وکړ ؟
وېل هو . رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا ترې پوښتنه وکړه :
آيا تا ورسره جماع وکړه ؟
وېل هو ...
بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه الفاظ استعمال کړل چې په عربي ژبه کې په صراحت سره د مباشرتي عمل لپاره کارول کېږي او فحش باله شي ؛ داسې الفاظ نه پخوا له پيغمبر عليه السلام اورېدل شوی ؤ ؛ نه له هغه وروسته چا ترې واورېدل ؛ پيغمبر عليه السلام ځکه دا ډول الفاظ وکارول چې له مجازات نه بچ شي؛ که د انسان د سر مسئله نه وای ؛ نو د هغه له مبارکې خولې به هيڅکله دا ډول الفاظ نه ؤ را وتلي.
هغه په ځواب کې بيا هم « هو » وويل  !
رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه د بچاو په پار بيا هم د پوښتنو لړۍ جارې وساتله :
« حتی غاب ذلک منک في ذلک منها  ؟»
هغه وويل ؛ هو !
بيا يې و پوښت ؛ 
« آيا .... ؟ »
ويې ويل ؛ هو...
رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا ترې پوښتنه وکړه :
آيا ته پوهېږې چې زنا څه ته وايي ؟
ويې وېل ؛ هو ... ؛ له دې سره يې د زنا پر څرنګوالي رڼا واچوله ....
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل ؛ آيا تا واده کړی ؟ 
ويې ويل ؛ هو زه متاهل يم .
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته کړه :
تا خو شراب نه دي څښلي ...
وېل ؛ نه ...
يو څوک ور پاڅېد ؛ د هغه خوله يې بوی کړه ؛ او ددې پخلی يې وکړ چې شراب څښونکی نه دی .
پيغمبر صلی الله عليه وسلم خلکو ته مخ واړاؤ او ورته ويې ويل : دی خو به لېونی نه وي ؟ 
خلکو وويل : نه موږ خو په لېونتوب نه دی ليدلی ...
رسول الله صلی الله عليه تر دومره ډېرو پوښتنو ګرویـږنو وروسته « هزال » ته مخ واړاؤ او ورته کړه يې :
کاش تا پرې پرده اچولې وای ؛ دا به ستا لپاره ډېره غوره وه ....
« هزال » بن نعيم هغه څوک ؤ چې نوموړی يې تر لاس لاندې را لوی شوی ؤ ؛ او د ګناه تر ارتکاب وروسته يې هغه هڅولی ؤ چې  رسول الله عليه السلام ته ورشي او د بښنې يوه لاره ترې و پوښتي ؛ ځکه خو پيغمبر عليه السلام ورته وويل :
کاش پرده دې پرې اچولې وای ( ترما پورې دې نه وای را استولی ) .
بيا يې د هغه ( ماعز ) د سنګسار فيصله وکړه او له ښاره لري يې ډبر باران کړ ...
کله چې د ډبرو باران پرې پيل شو ؛ « ماعز » د تښتېدو لاره 
ولټوله او و يې ويل :
اې خلکو ما بېرته رسول الله ته بوځئ ؛ زما د قبيلې خلکو زه مرګ ته ورکړم ؛ هغو زه و غولولم چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به ما نه وژني ...
خو د ډبرو په شيلک کې ويشتونکو هغه وواژه !!
وروسته چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دا خبر ورسېد ؛ ويې فرمايل : 
تاسې ولي هغه پرېنښود چې ماته راغلی وای ؛ ښايي توبه يې ايستلی وای او الله تعالی يې توبه قبوله کړې وای .
تاسې و ګورئ ؛ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د ماعز د مجازات موضوع څومره سخته کړې ؛ څومره زيار يې ايستلی چې حد پرې جاري نه شي او له مرګه بچ شي .
هغه صلی الله عليه وسلم ددې دپاره د ماعز د بچ کېدو هڅه کوله چې مسلمانان ترې کاپي وکړي او د چا په مرګ کې بې ځایه  احساسات و نه کاروي . د ماعز په پېښه کې اکثر صحابه په دې نظر وو چې که يې څلور ځله اعتراف او د مجازات غوښتنه نه وای کړې ؛ د سزا پرېکړه يې نه صادرېدله . ډېری علماء دا نظر هم لري چې له اقرار کوونکي مجرم نه دا پوښتنه هم و نه شي چې له چا سره يې زنا کړې ؛ ځکه چې د يو تن په ځای به دوو تنو ته جزا ور کړی شي . خو که مجرم خپله خپل مقابل لوری په ګوته کړي او مجرم خپله و وايي چې له پلانۍ سره يې زنا کړې ؛ بيا به هغه پوښتله کېـږي ؛ که يې اقرار وکړ ؛ سزا به ورکړی شي ؛ خو که يې انکار وکړ ؛ نو يوازې اقرار کوونکي ته به جزا ور کوله کېـږي . په دې کې هم د امام اعظم رحمه الله نظر دادی چې په مجرم دې يوازې د قذف حد تطبيق کړی شي ؛ ځکه چې د مقابل لوري انکار د هغه د زنا جرم مشکوک کړی دی .
له دې پېښې دا په څرګنده معلومېـږي چې اسلام تر ډېره بريده د انسان پر بچاو ترکيز کوي ؛ او مجرم ته ځکه په وار وار فرصت ور کوي چې ګوندې اصلاح شي .
« صد بار اگر توبه شکستي باز آ
که اين درگاه درگاه نا اميدي نيست » 
الله تعالی چې د يو بې ګناه انسان وژل د ټول انسانیت له وژلي سره برابر ګڼي ؛ وجه يې داده چې له يوې خوا د وژنو لړۍ را کمه شي ؛ انسانانو ته د ژوند شرايط برابر کړی شي ؛ او له بلې خوا په مرګونو روږدي انسانان د مرګ له اعتياده را وګرځي .
د لښکرونو ملک ته وايه
په مرګو موړ شوې که لا نور کوې مرګونه .
 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک