مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د کورنیو چارو سرپرست وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني د ولایتونو د دفترونو له رییسانو سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع پر اېکس لیکلي، غونډه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست و ویل، پر رییسانو د ادارې ستر مسوولیت پروت دی. له خلکو سره د نږدې اړیکو ساتل د نظام د باور بنسټ جوړوي.
هغه زیاته کړه چې د اسلامي نظام اعاده او د شریعت پلي کول لوی مسوولیت دی چې اخلاص، زحمت او هڅو ته اړتیا لري او ټول باید د نظام د نېک نامۍ لپاره کار وکړي.
✒️: د ایران په مشهد کې د اسلامي امارت جنرل کونسل، نورمحمد متوکل په شمال او ختیځ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له استازي. احمد معصوميفر سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې ښاغلي معصوميفر د افغان کډوالو د باعزته ستنېدنې د اسانتیا لپاره د ګډې همغږۍ او هڅو غوښتنه وکړه. ښاغلي متوکل بیا د کډوالو د ستنېدو په بهیر کې پر شتو ستونزو ټینګار وکړ او د دغو ستونزو د کمولو په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
✒️: د سرحدي ځواکونو ویاند عابدالله فاروقي ویلي، په خوست کې د غلام خان لار نن (چهارشنبه) د باروړونکو موټرو پرمخ بېرته خلاصه شوه.
ښاغلي فاروقي زیاته کړې چې دا لار د پنځلسو ورځو لپاره پرانیستل شوې خو د لنډې مودې لپاره یې د پرانیستل کېدو وضاحت نه دی ورکړی.
دغه لار شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.
✒️: د هلمند ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ولایت د واشېر ولسوالۍ په کارېز سیمه کې د کابل -هرات پر لویه لاره د یوه ۵۸۰ ډوله او موني موټر ترمنځ د ټکر له کبله ۱۱ تنو ژوند بایللی او څلور نور ژوبل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
✒️: وزارت امور خارجه ترکیه: حملات اسرائیل به دمشق که پس از حملات مشابه به جنوب سوریه صورت میگیرند، اقدامی علیه برهم زدن تلاشهای دولت سوریه برای دستیابی به صلح، ثبات و امنیت است.
✒️: رئیس اداره ارتباطات ریاستجمهوری ترکیه: حملات اسرائیل به سوریه نه تنها ثبات و امنیت این کشور، بلکه صلح کل منطقهمان را هدف قرار داده است. این حملات را محکوم میکنم.
✒️: در استان سویدا در جنوب سوریه که صحنه درگیریها بین نیروهای امنیتی و گروههای مسلح محلی بود، آتشبس حاصل شد.
✒️: هاکان فیدان، وزیر امور خارجه ترکیه با اسعد حسن الشیبانی، وزیر امور خارجه سوریه در مورد حملات اسرائیل به جنوب سوریه و دمشق تلفنی رایزنی کرد.
طبق گزارش منابع وزارت امور خارجه ترکیه، فیدان در این تماس تلفنی، حملات مذکور را نگران کننده اعلام کرد.
او تأکید کرد مداخلاتی که امنیت منطقه و تلاشها برای برقراری ثبات در سوریه را تهدید میکند، باید فوراً پایان یابد. فیدان همچنین تصریح کرد که مهم است همه طرفهای ذیربط برای برقراری صلح در سوریه تلاش کنند.
✒️: ماری لو مکدونالد، رهبر حزب ملیگرای شینفین ایرلند با انتقاد از تعلل کشورهای غربی در به رسمیت شناختن فلسطین، گفت: فلسطین را زمانی به رسمیت بشناسید که هنوز وجود دارد. به خاطر خدا همین حالا این کار را انجام دهید؛ در غیر این صورت دیگر چیزی برای به رسمیت شناختن باقی نخواهد ماند.
او در گفتوگو با خبرنگار آنادولو، خواستار تصویب فوری و قاطع لایحه ممنوعیت واردات کالا و خدمات از شهرکهای اسرائیلی شد و تأکید کرد که توافق اتحادیه اروپا با اسرائیل باید لغو شود.
مکدونالد با اشاره به وضعیت فاجعهبار مردم فلسطین، اسرائیل را به "نسلکشی و قتلعام عامدانه غیرنظامیان" متهم کرد و از جامعه جهانی خواست تا با اعمال تحریمهای فوری علیه اسرائیل، واکنشی درخور نشان دهند.
او ادامه داد: نباید از واکنش اسرائیل بترسیم؛ وقتی هر روز قتل زنان و کودکان بیدفاع را میبینیم، سکوت دیگر جایز نیست.
✒️: د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په ګډ راپور کې ویل شوې چې نړۍ کې له ۱۴ میلیونو ډېرو ماشومانو لاهم هېڅ واکسین نه دی ترلاسه کړی.
راپور کې ویل شوې، د نړۍ شاوخوا ۲۵ سلنه ماشومان په هغو ۲۶ هېوادونو کې ژوند کوي چې د جګړو او بشري ناورینونو له امله اغېزمن شوي.
دغه راز راپور کې له واکسین د دغو ماشومانو پاتې کېد لاملونه د روغتیايي خدماتو کمښت، د واکسین رسونې سیستم ګډوډي، په جګړه ځپلو سیمو کې ناامني او د واکسین په اړه ناسم مالومات دي.
✒️: اکسیوس د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې امریکا له اسراییلو غوښتي، څو په سوریه کې بریدونه ودروي او د دمشق له حکومت سره خبرې اترې وکړي.
✒️: امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا یوې محکمې د ټرمپ حکومت هغه امر د یوې اونۍ لپاره ځنډولی چې هلته د مېشتو افغانانو لپاره یې د دوی د لنډمهالي محافظت وضعیت د لغوه کېدو په اړه کړی و.
سپینې ماڼۍ د محکمې د پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې قاضي غواړي د ولسمشر د کډوالۍ اړوند پالیسیو د تطبیق مخه ونیسي. د پرېکړې لمخې، د امریکا حکومت اوس د جولای شپاړسمې تر پای وخت لري چې دې پرېکړې ته ځواب و وایي.
د ټرمپ حکومت د هغو نږدې ۱۲ زره افغانانو لنډمهالي محافظت وضعیت لغوه کړی چې په ۲۰۲۱ کال کې دغه هېواد ته ورغلي وو. د پرېکړې لمخې، دغه وضعیت د روانې جولای میاشتې په څوارلسمه پای ته رسېده چې ورسره یاد افغانان له امریکا وتو ته اړ کېدل.
✒️: وزیر امور خارجه روسیه گفته است که تمام کشورهای عضو سازمان همکاری شانگهای از یک افغانستان مستقل، بیطرف و صلحآمیز که عاری از تروریزم و مواد مخدر باشد، حمایت میکنند.
سرگی لاوروف که در این سازمان سخنرانی میکرد، گفته است که حمایت از بازسازی و توسعه پایدار افغانستان برای کشورهای عضو اهمیت دارد.
او افزوده که تمام کشورهای عضو سازمان شانگهای در حال تقویت روابط دوجانبه خود با کابل هستند.
وزیر امور خارجه روسیه همچنان تاکید کرده است که مشارکت گروههای سیاسی و قومی و اجماع ملی در حکومت افغانستان ضروری است.
امارت اسلامی پیش از این بارها گفته که حکومت آن از تمام اقوام کشور تشکیل شده است.
✒️: د قرغېزستان د امنیت شورا سلاکار، بکتبېک بکبولوتوف د ټولیز امنیت غونډې ته په اشارې سره و ویل چې په دغه غونډه کې د افغانستان اړوند ګڼ امنیتي مسایل څېړل شوي دي.
بکبولوتوف و ویل د روسیې فدراسیون له لوري د اسلامي امارت رسميت پېژندنه یوه معقوله او منطقي پرېکړه ښکاري. خو هغه زیاتوي چې دا په دې مانا نه ده چې نور هېوادونه هم ژر ورته اقدام وکړي، ځکه هر هېواد به د خپلو ملي ګټو پر بنسټ پرېکړه کوي.
د قرغېزستان د امنیت شورا سلاکار وايي، بېشکېک د سیمې د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره رېښتینې او عملمحوره پالیسۍ تعقیبوي.
✒️: قزاقي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر قاسم جومارت توکایوف ویلي، په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو د ټینګښت په موخه غواړي په دغه هېواد کې بشري او ښوونیزې پروژې پلې کړي.
د قزاقستان ولسمشر چې د افغانستان لپاره یې له خپل ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره کتلي زیاته کړې، د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره په الماتا کې د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیایي موخو له سیمه ییز مرکز ګټه اخیستل اړین دي.
✒️: د اشغالگر اسراییلي پوځ له لوري د سوریې پلازمېنه دمشق کې د دفاع وزارت او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې هوایي بریدونه شوي.
نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د دغو بریدونو له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۸ نور ټپیان دي. دغه بریدونه وروسته له هغې شوي چې اسراییل ګواښ وکړ که د سوریې دولتي ځواکونه د هېواد له سویلي برخې و نه ووځي، خپل بریدونه به پراخ کړي.
✒️: زلمی خليلزاد: زه د شاعر مطیع الله تُراب په مړینه خواشینی یم. ارواښاد مې له افغان تلویزیوني خپرونو په یاد دی. د جګړې په کلونو کې د افغانانو د کړاوونو یو ویش څارونکی و. پدې وروستیو کې هغه د نجونو او ځوانو ښځو لپاره د دولتي لیسو او پوهنتونونو د پرانستلو لپاره غږ پورته کړی و. زه خپله خواخوږي او ډاډګېرنه څرګندوم. روح دې یې آرامه وي.
