
حکمتیار: په الاسكا كي د ټرامپ او پوتين اجندا كي د افغانستان په اړه به ئې گډ تصميم څه وي؟
په الاسكا كي د ټرامپ او پوتين ناستي اجندا كي لا څرگنده نه ده چي د افغانستان په اړه به ئې گډ تصميم څه وي؟ خو د پوتين دا خبره د ډېرو اسرارو غمازي كوي چي وئې ويل: موږ گډ دښمن ته ماته وركړې دا كوم گډ دښمن وو او كله ئې ماته وركړې جرمني كه افغانستان؟ 77 كاله او كه 25 كاله مخكي جنگ نن د دوى په وړاندي څو مهمي قضيې دي: اوكراين، غزه، د ايران اتمي تأسيسات او افغانستان؛ په دغو كي وروستنى هغه هېواد دئ چي دواړه په گډه د مجاهدينو او طالبانو خلاف په كي جنگېدلي د شل كلن امريكايي اشغال او شوروي ځواكونو له وتلو وروسته جنگونو كي گمان كوو د پوتين هدف افغانستان دئ.
د ټرامب له اظهاراتو جوته ده چي په اوكراين كي پوتين ته امتيازات وركوي، خو دى په غزه او ايران كي ټرامپ ته بدله نه شي وركولى؛ يوازي افغانستان كي د مخكي په څېر د امريكا مرسته كولى شي؛ زموږ شمالي گاونډيانو او هغو مسكو پلو ډلو له لاري چي په شل كلن اشغال كي د امريكا خدمت كي ول.
موږ به څه كوو؛ له پاكستان سره مو اړيكي ترينگلي، ايران مو مرسته نه شي كولى، مركزي آسيا كله له روسانو او كله له پاكستان سره زموږ پولي ته څېرمه د تروريزم خلاف گډ نظامي مانورونه كوي؛ په داخل كي نه يوازي له ملي وحدت محروم يو بلكي حكومت د ټولو سياسي ډلو خلاف د دښمنۍ لار غوره كړې.
آيا د ملي تفاهم او پر يوه ملي ميثاق د توافق لار غوره كولى شو؟د ټولو ملي قضاياوو په اړه داسي گډ او ملت شمول دريځ او تگلاره چي د ملت غوڅ اكثريت ئې تر شا وي؟ كه دا ظرفيت او وړتيا په ځان كي راپيدا كړو نو كېدى شي د رڼا په لور لاړ شو او الله تعالى مو د گواښونو په وړاندي مرسته وكړي.