
شیخ محمد الغزالي وپېژنئ! - څلورمه برخه
د اسلام پر لور دعوت:
شیخ محمد الغزالي د اسلام جزوي تصور نه خوښوی بلکي تل به ئې ټینگار کوی چي موږ باید د اسلام کُلي مفهوم غوره کړو؛ د ده په فکر تر ټولو وړاندي خوارج په کم عقلۍ او یا په فقي ناپوهۍ کي راگیر سول؛ خوارجو وویل: د علي کرم الله وجهه پر ضد وجنگېږئ او یا دي هغه له تحکیم نه برئ الذمه سي؛ د عمر بن عبدالعزیز پر ضد تر هغه وجنگېږئ تر څو هغه پر خپلو مشرانو یعني د بنو امیه پر خلفاؤ لعنت ونه وایي. دا فقهي نا پوهۍ د دې پایله وه چي فقهاء ځیرک فکر لري خو عابد زړونه نه لري؛ د صوفیانو بیا پاک جذبات وي خو د فقهاءو په څېر تېز عقلونه نه لري؛ د محدثینو د احادیثو متن یاد وي خو دوی دا احادیث د هغوی پر مناسب محل نسي وضع کولی او نه هم سم استنباط ترې کولی سي. اصحاب الرايي بیا مصلحت گوري خو له نصِ محفوظ څخه د یو شي لپاره د تائید له راوړلو عاجز دي؛ د واکمنانو دنده د ملت لپاره او د هغوی د گټو لپاره کار کول دي خو په تقویٰ کي د دوی لاسونه تنگ دي؛ عوام په انفـرادي عباداتو کي لگیا دي خو چي کله د نصیحت، امر و نهي او د واکمنانو د غیض و غضب د برداشت کولو وخت راسي نو دوی سکوت غوره کړي. لمونځ یوه مسلمان ته نظم (ډسپلین) او نظافت ور زده کوي خو مسلمانان نا منظم او پاشلي دي؛ د حج سفر زړونه آباد کوي او د سکون او رحمت درس ورکوي اما خلک د حج اداء کولو پر وخت او تر هغه وروسته د سخت زړيتوب او بد اخلاقۍ څرگندونه کوي.
همداسي غزالي د هغو مذهبي ډلو په تړاؤ جالبه سپارښتنه کوي چي له پېړیو راهیسي د اسلام پر زمکه مېشت دي، ځانونه مسلمانان گڼي خو بیا هم له مسلمانانو پرې سوي پاته دي. نوموړی د اسلامي امت د پرې سویو فرقو په اړه وایي:
”په اسلامي امت کي اوس هم داسي ډېري فرقې او ډلي سته چي موږ ته د باطني مذاهبو او د هغوی د داخلي فتنو یادونه تازه کوي. دا خلک نږدې له زرو کلونو راهیسي همداسي را روان دي؛ لکه نصیریه، دوروز، اسماعیلیان (آغاخانیان) او د دوی په څېر نوري کوچنۍ کوچنۍ فرقې چي اسلام ته منسوبي دي. دوی ځانونه شیعي مسلمانان گڼي خو ټولو شیعه گانو له دوی څخه پرېکون اعلان کړی. دا اصلاً باطني کورنۍ دي چي د اسلام چپـني ئې اغوستي او دوی په یو څو بې سنده افکارو پوري نښتي دي. زه په دې باور یم چي دا د دولتونو او امت دواړو د بې پرواهۍ او هغوی ته د توجه نه کولو پایله ده؟ څه دلیل دئ چي دا خلک له پېـړیو را وروسته هم په اسلامي نړۍ کي داسي جلا ژوند تېروي؟! تر زرو کلونو ډېر وخت تېر سوی چي کوم اسلامي دولت د دوی د زړونو د سیده کولو او له ځان سره د یو ځای کولو لپاره کار ونکړ؟ دوی نه د امت سره یو ځای دي او نه د هغوی دښمنان. دا باطنــیان د عوامو او دولتونو تر منځ د پیدا سوي خلاء په پایله کي را منځــته سويدي؛ د علماءو یو لوی شمېر د باطني فکر د ورکولو او د هغوی د خرافاتو د څرگند کولو ډېري هڅي کړي؛ د عوامو اکثریت ئې له دوی بـېل کړی؛ په دې توگه ئې د دوی سیاسي قوت له منځه یووړ. مسلمانو واکمنانو؛ چي اکثریت ئې مطلق جاهل او جابر ول؛ د خپل فکري لا أُبــالۍ له سبـبه د مجاهدو علماءو دا پیل کړي کارونو د هغوی تر پایلو ونه رسول. په زړه پوري خبره دا ده چي دغو فرقو ته ئې منسوب نوي نسلونه اوس له خپـلو پخوانیو سرچیـنو پرې سويدي؛ نو ځکه هم اوس د اسلام پر لور د دوی میلان ډېر قوي دئ. اسلامي امت باید پرلپسې هڅي وکړي تر څو په زده کړو او مثبتو پروپاگندو سره دغه فرقې د کتاب او سنت تر سایوان لاندي د را غونډولو هڅي وکړي او په پراخه ملي دائره کي د دوی د افرادو د راغونډولو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.”
نور بیــا...