شیخ محمد الغزالي وپېژنئ! - درېـیمه برخه
داعیانو ته د شیخ محمد الغزالي سپارښتني:
د الازهر تر زده کړو وروسته شیخ محمد الغزالي خپل ځان د دعوت و اصلاح د کار اهل جوړ کړی وو؛ قرآن خو ئې په ماشومتوب کي لا حفظ کړی وو او له همغه وخته به ئې په ډېر ذوق و شوق سره تلاوت کاوه؛ شیخ محمد الغزالي وایي:
”ما هر شی لوستلو؛ کوم ځانگړی علم پر ما غالب او دروند سوی نه دئ؛ ما به د تـلو راتـلو او حـتٰی د خوړلو پر وخت هم مطالعه کوله؛ مطالعه د داعي لپاره ډېره مهمه ده؛ مطالعه د هر فقیه او داعي لپاره قوي تکیه ده؛ په دیني امورو کي د بحث کوونکي لپاره کمزورې مطالعه یا نیمگړي زده کړي لوی عیب دئ. مطالعه یوازینی داسي شی دئ چي د دنیا او د هغه د کارونو او معاملاتو په اړه سـم فکر سړي ته ورکوي؛ مختلف مفاهیم په سمو درجه بندیو کي ږدي؛ د فقهاءو او مبلغینو د نیمگړي پوهي لوی سبب د هغوی د زده کړو کمښت وي؛ د داعي لپاره مهمه ده چي هر څه ولولي؛ د عقائدو کتابونه ولولي، د الحاد کتابونه ولولي، د احادیثو کتابونه مطالعه کړي، فلسفه ولولي او لنډه دا چي داعي باید د هر انساني فکر مطالعه وکړي؛ تر څو دی د ژوند او د هغه له ډول ډول اړخونو سره اشنا سي.“
د سیاسي زورواکۍ په مقابل کي او د حقیقي آزادۍ په اړه غزالي څه فکر لري؟!
شیخ محمد الغزالي د اسلامي جمهوریت داعي وو؛ د سالم انسان رأیي ته ئې اعتناء ډېره مهمه بلله؛ مرحوم د هغو خلکو له رأیي سره شدید اختلاف کاوه چي واکمن ته د وېټـو (رَد کولو کامل) اختیار ورکوي؛ ده به دا کار د اسلامي شورائیت ضد بلی؛ د ده په وینا که دا شوریٰ ده نو بیا زورواکي څه ده؟! نوموړي به ویل زموږ قانوني فقه باید د حجاج بن یوسف الثقفي، عبیدالله بن زیاد، بنو عباس او آلِ عثمان د ځینو پاچایانو له اثراتو څخه خوندي پاته وي. د دولتي ادارو او د هغوی د اوصولو او قوانینو د اصلاح لپاره ذهین او متقي فقهاءو ته اړتیا سته؛ د ده په قول زموږ د وروسته پاته کېدلو سبب د آزادۍ ضایع کول او زورواکۍ غلبه ده.
د مېرمنو او کورنیو (خاندان) د آزادۍ په اړه د غزالي نظر:
د بشري ژوند د جوړولو لپاره د مېرمن او نارینه؛ دواړو جنسونو وجود مهم دئ. تر اسلام وړاندي په هر دور او ټولنه کي له مېرمنو سره ظلم زیاتی کېدی؛ اسلام په خپل راتلو سره دې ظلم ته د پای ټکی کېښود. د مېرمنو په اړه پر قرآني او نبوي لارښوونو سربېره؛ مسلمانانو د خپل کلتوري او تمدني زوال او وروسته پاتې کېدلو پر وخت پر هغې ظلم جاري وساتی او د هغې ډېری حقوق ئې ترې سلب کړل؛ هغه ئې د کور بندیوانه کړه؛ هغه له دین او دنیا بېـخبره پاته سوه. د مسلماني مېرمني د دې پست حالت د بدلولو په موخه شیخ محمد الغزالي ډېري هڅي وکړې؛ ده د اسلامي تمدن د انحطاط په دوران کي د زېږېدلیو موروثي رسمونو او د امپراتوریو د کلتوري یرغل په نتیجه کي د پیدا سویو ناسمو رسمونو څخه د مېرمنو د غاړي خلاصولو هڅي وکړې.
ممکن دا پر ځینو جنابانو گرانه تمامه سي؛ خو همدا حقیقت دئ چي شیخ محمد الغزالي د کور په چار دېوالي کي د مېرمنو د مقید کولو خلاف وو؛ همدا نظر د یوسف القرضاوي او ممکن د الازهر او عربي نړۍ د غوڅ اکثریت د علماء کرامو وي؛ دوی د وقرن في بیوتکن... آیت فقط د الله د رسول مېرمنو ته الهي امر گڼي؛ غزالي د یوه مصلح داعي، مفسر او فقیه په صفت د مېرمنو د حقوقو ملاتړی او ساتونکی دئ؛ د ده په قول چي مسلمانانو د خپل زوال او پستۍ پر وخت پر مېرمنو ظلم وکړ؛ حتیٰ هغوی ئې جومات ته له تللو څخه منع کړې. په داسي حال کي چي با جماعته لمونځ د انسان پر ټولنیز ژوند ژوره اغېزه لري؛ په جوماتونو کي ترسره کېدونکی وعظ و نصیحت ځانته اثرات لري.
له جوماتونو څخه د مېرمنو د منع کولو تگلاره د صحابه وو رضوان الله علیهم له وخته پیل سوې وه؛ عبدالله بن عمر رضي الله عنه چي کله دا حدیث وړاندي کړ چي: ”لا تمنعوا امآء الله مساجد الله“
یعني د الله بندگانې؛ د الله له جوماتونو څخه مه منع کوئ!
(متفق علیه حدیث دئ او راوي ئې ابن عمر دئ لکه اللئولئو والمرجان فیما اتفق علیه الشیخان نمبر ۲۵۴ کي دئ.)
دلته نو د ده یو زوی وویل: والله نمنعهن انهن یتخذنه دخلا. په الله قسم موږ به ئې حتماً منع کوو؛ دوی دا د وتلو او زینت څرگندولو یوه پلمه گرځولې ده. پر دې خبره ئې پلار وویل: زه وایم چي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل او ته وایې موږ به ئې حتماً منع کوو؛ په الله قسم زه به له تاسره هیڅکله خبره ونکړم. تر دې وروسته عبدالله بن عمر رضي الله عنه ټول عمر له خپل دغه زوی سره خبره ونکړه. (محمد الغزالي - الحق المرء - ټوک:۲ پاڼه: ۱۱۸-۱۱۹) دلته محمد الغزالي ډېر جالب دلیل وایي چي مسلمانانو د یوه فقیه صحابي پلار روایت ترک کړ او د یوه عاق او جاهل زوی په رأیي پسې ولاړل.
د الله رسول صلي الله علیه وسلم د مېرمنو لپاره د مسجد نبوي یوه دروازه ځانگړې کړې وه؛ هغه به دوی ته په وروستیو صفونو کي د پاته کېدلو سپارښتنه کوله؛ د مېرمنو صفونه په مسجد نبوي کي پاته ول؛ په نبوي پېـر او د خلفاوو په زمانه کي هم؛ مېرمني به له سهاره بیا تر ماښامه جوماتونو ته تلې راتلې؛ د اخترونو او جمعې ورځو په لمونځونو او خطبو اورېدلو کي د مېرمنو گډون کول؛ د اسلامي شعائرو له جملې دي. خو له بده مرغه چي اسلام چي په مېرمنو کي کوم انقلاب را پورته کړی وو هغه په تدریجي توگه وځپل سو؛ حتیٰ مېرمني له زده کړو د منع کولو او هغوی د نالوستو پرېښودلو په پار دا حدیث جوړ کړل سو چي د مېرمنو لپاره ”لیک“ کول منع دي؛ خو دوی دا فکر ونکړ چي د دې جهالت اثرات به پر چا پرېوځي؟! که د یوه ملت نیم نفوس جاهل پاته وی نو د راتلونکو نسلو به کوم حالت وي؟!
له جوماتونو څخه د مېرمنو د منع کولو په موخه په صحیحینو کي هیڅ شی نه دئ روایت سوی؛ د کوم ضعیف روایت په مټ د بل کوم مشهور او متواتر سنت عمل محالفت جهالت دئ. جوماتونو ته د مېرمنو په راتلو سره فتنه نه پیدا کېږي بلکي په تقویٰ او علم کې زیاتوب راځي؛ مېرمني باید په عامو ساده جامو کي جوماتونو ته لاړي سي؛ که احیاناً ځیني مېرمني زینت و سینگار او عطرو او خوشبویي سره جوماتونو ته ورځي نو هغوی باید وپوهول سي یا باید ترې منع سي؛ خو پر ټولو مېرمنو جومات ته تگ منع کول اسلام نه دئ.
نور بیــا...
