د محمد هاشم شاهين لیکنی

مولانا وحيد الدين د طالبانو او مجاهدينو په اړه تاريخ ليکنه کې بې انصافي کړې ده

د مولانا وحید الدین خان (هِـنـد-پــاک ډائـري) کتاب مي مطالعه کوی؛ مولانا د دې کتاب تر وروستي عنوان "د اسلام په نوم غیرِ اسلام" چي انگیزي عبارت ئې داسي لیکل شوی De-Islamising Islam----Taliban Style لاندي لیکي: "په افغانستان کي د کمونسټ روس د سیاسي غلبې په آخري وخت کي ما افغانستان ته سفر کړی وو؛ په دې سفر کي ما ولیدل چي د افغانستان مرکز کابل مکمل په امن کي دئ؛ خو د طالبانو د دعوې مطابق د دوی د اسلامي حکومت پر وخت د کابل لویه برخه وېـجاړ شوی دئ؛ نن چي افغانان له کومو مصیبتونو سره لاس و گرېـوان دي؛ دوی په خپل بشپـړ تاریخ کي له داسي مصیبتونو سره نه وو مخ شوي. طالبان روسي کمونیزم کفر بولي خو ځانونه د اسلام نمایـندگان ښیي؛ ع...
نور ولوله

واشنگتڼ: د ابوبکر صديق رض ټولي فیصلې خالص د اسلامي امت په گټه وې

دا پېــژندل شوی امریکایي لیـکوال او ادیب جناب واشنگټن ارونگ (Washington Irving) او د ده مشهور کتاب Mahomet and His Successors دئ. واشنگټن صاحب په همدې کتاب کي لیکي: "د أبوبـکر صدیق (رضي الله عنه) ټولي فیصلې له شخصي غوښتنو لوړي خالص د اسلامي امت په گټه وې؛ دنیـاوي (شخصي) گټي هغه ته هیڅ ارزښت نه درلودو؛ هغه د مال، شهرت، لالچ او عیاشانه ژوند نه بالکل لري وو؛ د خپلو خدماتو په بدل کي ئې هیڅ شی تر لاسه نکــړ؛ له بیت المال نه به ئې دومره وظیفه ترلاسه کوله چي په ډېـره سختۍ ئې گذاره پرې کولی شوه؛ که به ئې له وظیفې نه بالاخر د سختو محدودیتونو باوجود هم څه شی پاته شو نو د جمعې په ورځ به ئې هغه...
نور ولوله

سیاسي حرمونی هیڅ دین او ایمان نلري

دا نو یو پېـژندل شوی حقیقت دئ؛ چي سیاسي حرمونی هیڅ دین او ایمان نلري... معاش به له عمران خان نه ترلاسه کوي او ټاکني به د غني شفافي بولي؛ د پاکستان د پارلمان غړی به وي خو د افغانستان په نمایندگي به د خپل نظام سره سر پر سر وي؛ د افغانستان په چارو کي به د عمران خان؛ تر ده نسبتاً مثبته خبره هم د هغه مداخله بولي خو خپله به د همهغه هیواد حاکم نظام په غیرِ ډیپلوماتیک او فاحش انداز سره ښکنځـي؛ دلته به د لوی افغانستان چیغي وهي خو هلته به بیرته له باغي مقاومتي داعشیانو ملاتړ کوي؛ د موجوده نظام عمومي عفوه به لا هم وحشت بولي خو د غني بمباردونه به د مترقي افغانستان واک او اختیار؛ خپله به ئې د پښــــتو لیک/لوست نه وي زده نورو ته به د پښــــتو پالَـلــــو توصیې کوي؛ یو خوا به ئې ویل امریکا به طالب هیڅکل...
نور ولوله

دعوت خپل اصول لري؛ معیارونه مه گډوډ کوئ!

د ځینو څومره کمزوري معیارونه دي؛ داسي افراد چي پر فېسبـک لائیو او یا بل ورته کوم چېنل به راښکاره شول؛ خلک به ئې ښکنځل؛ له هر بې تربیې او بې تهذیبه سره به په جنگ اخته ول؛ نن د دې ځینو اتلان دي؛ په دغو فېسبــکي فیلسوفانو کي ئې د کښتي درجې وال قلمجار او د زیرو زیرو سېـــون مور غوندي بد دِماغه افراد دي او د لومړۍ درجې افراد ئې بیا ښکنځلــمار جنرالان او مارشالان او... دعوت خپل اصول لري؛ معیارونه مه گډوډ کوئ! هر هغه څوک چي د اسلام دفاع ته ژمن وي او دې مقدسې لاري ته راوزي هغه باید تر هر څه وړاندي د اعلیٰ اخلاقو څښتن شي؛ دا درانه القاب، اوږده نومونه او بې ځایه صفتونه له ډېــرو ځان ورک کړي... که له چا سره مینه لرئ! او ستاینه ئې کوئ! سم ووایاست چي فلان راباندي گران...
نور ولوله

امام الالحاد!

د وخت مشهور برطانوی فیلسوف اېنټوني فلېـو (۱۹۲۳م - ۲۰۱۰م) چي ټول عمر ملحد پاته شوی وو او د الحاد په حق او خالق د وجود په رد کي ئې په دَرزنونو کتابونه لیکلي وو؛ نوموړی به "د نړۍ بدنام ترین ملحد" بلل کېدو؛ خو تر مرگ دوه درې کلونه وړاندي د نوموړي ذهنیت بدل شو او الله تعالیٰ د وجود پر اثبات ئې کتاب ولیکی؛ د ده کتاب There is a God پر دغه ژوره موضوع ستر فلسفي/مستند کتاب دئ؛ د عمانويل کانټ او ډېــوډ هـيوم نه نیولې تر اوسنيو معاصرو مشهورو ملحدینو پوري د هر یوه د پوښتنو مدلل ځوابونه دې کتاب کي موجود دي؛ لکه څنگه چي دا کتاب داسي یو چا لیکلی چي په معاصر وخت کي د الحاد یو تر ټولو ستر امام بلل کېـدو؛ نو ځکه ئې هم ارزښت یو په دوه دئ. دا یادونه مهمه ده چي د اېنټوني فلېـو ...
نور ولوله

جنسي اړيکې ته قانوني آزادي ورکول؛ ناوړه پايلې چي کفري نړۍ ور سره مخ دی

په غربي بلکي په عموم کي اوس په بشپړه غیر اسلامي ټولنه کي یو بد ترین جرم د جنسي اړیکه کي اوسېدلو (Live in relationship) اصطلاح سرایت کړی؛ دې اړیکي ته د هند په شمول په ډېرو هیوادونو کي قانوني آزادي ورکول شوې ده؛ معنیٰ دا چي یوه جوړه نارینه او ښځه په یو ځای کي د خاوند او مېرمن په څېر گډ ژوند د نکاح او واده پرته سره تېرولی شي؛ تر څو دا امتحان کړي چي د دوی اختلاط او گډ اوسېدل عملي بڼه درلودلی شي او آیا دوی د واده په څېر ستري فیصلې ته چمتووالی نیولی شي او کنه؟! که ځواب مثبت وو کلونه وروسته به واده کوي او که څه نا څه فکري اختلاف رامنځ ته شو نو بیا به سره جلا  کیږي... په دغو لبـرالو ټولـنو کي واده ډېر وېروونکی انځور لري؛ د زوجیـنو بالخصوص د مېرمنو په ارتباط بې ځایه او ...
نور ولوله

حبیب الله کلکاني ته د غله، لوټمار او ورته نورو غیر مناسبو نومونو کارول به څومره مناسب وي؟!

آیا کلکاني تر شاه شجاع، تره کي، کارمل، امین، نجیب، کرزي او غني احمدزي بد وو؟! که چیري کلکاني همهغسي وو لکه برېن واشډ شویو او سیاسي ځیره خورو لیکوالانو چي انځور کړی؛ بیا به هم د خپل جرم په تناسب تر دغو نورو وطن پلرونکو با شرفه او کم مجرم وو، دا چي د نوموړي سره د غله توری یو ځای لیکل کیږي نو د نادر او د ده د وراره داؤد خان سره دي هم د غدر او خیانت توری اضافه شي، ځکه یوه پر قرآن ترسره شوی تعهد مات کړ او دوهم د خپل کاکازوی شاهي نظام په جمهوریت شاهي واړاوه او د کمونیستانو د پړسولو او حمایه کولو (ولو که ممکن په ناپوهۍ سره به هم وو) موجب شو... دا خبره ځکه کوم چي تر کلکاني وروسته هیواد نږدې نیمه پېـړۍ د دیکتاتورانو په لاس کي وو، څومره پروپاگند ئې پر خلاف وشو، هغوم...
نور ولوله

زه د تاریخ دوو پېښو ډېر متأثر کړی یم

حضرت عثمان د شهادت غمجنه پېښه وه؛ د صحابه وو رض د یو بل سره محبت؛ له مظلوم عثمان نه د حضرت علي کرم الله وجهه د اولادونو او نورو جلیل القدره صحابه وو بې سارې دفاع او د نوموړي د مقاومت یو عجیب کیفیت؛ دا چي د قدرت باوجود ئې د مدینې کوڅې له وینو تویېدلو وساتلې؛ او کله چي ئې باغیان کور ته ننوځي او په ډېره بې رحمي سره ئې په شهادت ورسوي او د همدې کلابندۍ نوري پیښې... ما یو ځل دا تاریخ لوستی باور وکړئ د بیا مطالعې همت ئې نشم کولی... د مشرانو لپاره ډېر ستر درس لري... او بــــــلــه د: حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه هغه واقعه ده چي کله ئې د محمد رسول الله صلي الله علیه وسلّم تر وفات وروسته د هغه لښکر چي له مدینې دباندي تلـلو ته چمتو ...
نور ولوله

هغه څه دئ چي دا شتمن هیوادونه له امریکا دومره وېروي؟!

ما د اقتصادي بندیزونو ماهیت نشو ارزولی، د هر څومره فکر په پای کي به حیران پاته شوم چي ترکیه، روسیه او چیـن ولي خپلمنځی تجارت په خپلو پیسو نکوي، له کلونو کلونو راهیسي یو کونج و بل کونج ته شي خو خبري ئې چندان نتیجه نه ورکوي، هغه څه دئ چي دا شتمن هیوادونه له امریکا دومره وېروي؟! اوس پوه شوم چي دا امریکایي بندیزونه Sanctions وو: • همدغو بندیزونو د خامنه اي سپــږمو ته قیضه اچولې • همدغو بندیزونو روسان او چینایان زهیــر کړي • همدغو بندیزونو له عــربانو وزې جوړي کړي او حتی اسرائیل ته هم لکۍ پرې ښوروي • د همدغو بندیزونو ویري له مُـشرف...
نور ولوله

د عدم تشدد (گاندهي گیري) متشدد لارویان

داوړ وايي د پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) تر منځ د مذاکراتو مخالف دئ، ښاغلی د افغان دولت او افغان طالبانو تر منځ هم د مذاکراتو مخالف وو؛ چي هغه نظام د ده د سرپرستانو او سپارنسرانو پر فرار او زوال منتج شو، دا سخت دریځي نېشنلیستان په هیڅ صورت د موجوده نظامونو مخالفینو ته د ژوند کولو مجال پرېښودلو طرفدار نه دي، دوی د عدمِ تشدد تر عنوان لاندي د وزو په جامه کي متشدد لېوان دي؛ چي د نورو کورنیو په له منځه وړلو او ړنگولو د انتقام خوندونه اخلي... دا واورئ! د نشنلیزم په قاموس کي رحم نسته، تاسي له نورو څنگه د رحم توقع کولی شئ؛ چي خپله مو دومره سخت زړونه دي او د بخښني پر ځای وحشي انتقام ته ترجیح ورکوئ! د طالبانو عمومي عفوه او ستاسي د حساب غوښتنه که سره پرتله کړل شي؛ کوم یو به غوره وي...
نور ولوله

د مصر اخوان المسلمين د يو شهيد او اسيرې کورنۍ د همت کيسه

مصرۍ روضه ایمن د خپلو وړو یتیمو خوېندو او ورور ساتنه کوي، د نوموړي نجلۍ پلار د أخوان د ملاتړ په جرم د رابعهٔ عدویه په ظالمانه عملیاتو کي په شهادت ورسول شو، د نوموړي پلار ایمن الزهیري په جنوبي سینا کي د اخوان مشر غړی وو، د نوموړې نجلۍ مور د جنرال سیسي په زندان کي شپې او ورځي تېروي، روضه د دغو ماشومانو لپاره د مور او پلار دواړو وظیفه اجراء کوي، ډوډۍ هم ورته پخوي او کالي ئې هم پرېولي، دباندي مزدوري هم کوي تر څو د دغو معصومو ماشومانو کفالت وکولی شي، د استخباراتو له ویري ئې څوک ښکاره مرسته هم نشي کولی، اخوانیان یو ځل بیا له سختو کړاوونو او امتحاناتو نه تیریږي، اقبال مرحوم ځکه فرمايي: یہ شہادت گہہِ الفت میں قدم رکھنا ہے لوگ آسان سمجھتے ہیں مسلماں ہونا خلکو ته رښتیــــا هم مس...
نور ولوله

مقاومتِ (بغاوتِ) سرکوب شده

په افغانستان کي نړۍ خپله شرمېدلې ماته ومنله، یوازي تاجیکستان او هندوستان د پروتي لغتي غورځوي، نن مي په تاجیکستان کي د نړۍ د فاسدترین دولت وروستي سفیر خبري واورېدې، نوموړی وايي صالح په پنجشیر کي دئ او مقاومت لا هم جریان لري، صالح هم د خپل څرگند مقاومت په وروستۍ ورځ ټویټ کړی وو چي دلته زموږ هر یوه مستعار نوم مقاومت دئ… نو جنابِ مقاومتِ مخفي ته دي وویل شي چي نه خو ته فیډرل کاسټرو یې او نه احمد مسعود چگوېرا دئ، په ملت کي ریښې نلرئ!!! خپل حیثیت او په ملت کي خپل محبوبیت ته په کتلو سره خبره کوئ، پر ټویټر د اېکټنګ پرېزیډنټ لیکل نو دا نه معنی چي رښتیا هم منصف ولسمشر وې او کودتا درباندي شوې او یا دي پر خلاف بغاوت شوی، ته په داسي حال کي دوهم تښتېدلی ولسمشر ئې چي لومړی ولسمشر دي لا هم ژوندی او...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک