ولې قامپرستان دوه گونې پالیسي مخته وړي
د جمهوریت دښمنان همدا قامپرستان دي؛ دوی جمهوریت د خپلي خوښي غلبې ته وايي؛ نه د اکثریت رأيي ته احترام لري او نه د جمهوریت اصولو ته ژمن دي؛ دا چي په تېرو ټاکنو کي تر دوه نیم میلیونه هم کمو افغانانو رأیه ورکړه؛ چي د هیواد نږدې د ټولي آبادۍ ۵%فیصد خلک څرگندوي؛ په دغو ۵%فیصدو کي تقریباً ۲.۵%فیصد افغانانو ولسمشر غني ته رأیه ورکړې؛ دا چي څومره تقلب او فساد شوی؛ هغه جلا بحث دئ؛ خو ایـــــمـل ولي خان دوه نیم فیصدي ولسمشر ته منتخب افغان صدر وايي؛ دوی ټولو پر همهغه غربي شړېدلي او فاسد جمهوریت چي اصلاً د استبداد سمبول وو ایمان راوړی وو؛ دوی ته نجیب هم د همدې عقدې او تشدد پر اساس اتل وو؛ دوی جمهوریت په جنگي مجرمینو پالي؛ د افغانستان د جمهوریت نه د دفاع په لار کي هر راز وحشت پر نورو روا بولي خو پاکستاني جمهوریت چي ۵۲.۵۸%فیصد رأیي ورکوونکي لري او نسبتاً تر افغان جمهوریت په کراتو غوره دئ؛ هغه بیا محکوموي؛ هره ورځ ئې سړکونه دوی تړلي وي او د مرده باد شعارونه ورکوي؛ دا دوه گوني معیارونه د منلو وړ نه دي؛ اشرف غني مستبد دیکتاتور وو چي د امریکایانو په زور ئې پر واک قبضه کړې وه؛ داسي چا ته منتخب ویل په جمهوریت ملنډي وهل دي!
عمران خان چي په تېرو ټاکنو کي ئې ۳۱.۸۲% فیصد رأيي ترلاسه کړې؛ د رأیو د شمېر په حساب ئې د ولسمشر غني ۸ برابره رأیي لاسته راوړي؛ د نورو پاکستاني گوندونو په اړه بحث نکوم خو نېشنلیستان هغه ټاکني مردودي او عمران خان تپـل شوی صدراعظم بولي؛ همدوی بیا د ۲.۵%فیصدي ولسمشر غني ملاتړ کوي؛ د افغانستان د تېرو دوو دورو بدنامي او فاسدي ټاکني شفافي او عادلانه بولي او نوموړي ته منتخب ولسمشر وايي؛ د امریکایانو لاسوهني نظر اندازه کوي...
زه د عمران خان او یا بل سیاستوال پر سیاست او سیاسي تگلاره بحث نکوم؛ البته غواړم دا روښانه کړم چي دغه دوه گونې پالیسي چي قامپرستان ئې مخته وړي؛ مردوده او شر اچوونکې تگلاره ده؛ دوی که رښتیا هم غواړي دا دوه ملتونه سره را نږدې کړي نو د سیاسي شخصیتونو له ملاتړ نه دي لاس واخلي؛ خپله ناکامه فلسفه(عدم تشدد) دي احیاء او مفیده ثابته کړي؛ دوی خو دومره سره پاشل شوي چي د راټولېدلو تصور ئې اوس محال ښکاري؛ د پاکستان تر ټولو زیات سیاسي گوندونه د پښتنو دي؛ بلکي ویلی شو تر افرادو ئې رهبران زیات دي؛ ځینو په کراچي کي پرلت کړی، ځیني په پي ډي اېم کي اتڼونه کوي؛ ځیني ئې آرام ناست دي او ننداره ئې کوي چي کوم گوند به بریالی کیږي تر څو په ورستیو شېبو کي ورگډ شي؛ ځیني ئې په پارلمان کي زبان درازي کوي او د ایمل ولي خان غوندي مشران ئې بیا د ماضي په مرداریو کي لرگي ښوروي...
