مهم ترين های امروز يکشنبه

 

✒️: د کابل اوسېدونکی سید موسی د سید داوود سادات زوی د ۳۵۶.۵۷ نمرو په ترلاسه کولو سره د روان ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې اول نمره اعلان شو. سید موسی کابل کې له پامیر نوین خصوصي عالي لېسې فارغ دی او د کابل طبي پوهنتون ته یې لار موندلې ده.
✒️: ‏محمد نذیر د غلام ظاهر زوی، چې د کابل ولایت اوسېدونکی دی د ۳۵۶.۵۷ نمرو په ترلاسه کولو سره په دویمه نمره او همزه د عبداللطیف زوی چې د کابل ولایت اوسېدونکی دی د ۳۵۳.۵۳ نمرو په تر لاسه کولوسره درېیمه نمره، عظمت الله د بسم الله زوی چې د کابل ولایت اوسېدونکی دی ۳۵۳.۲۸ نمرو په ترلاسه کولو سره څلورمه نمره د کابل طبي پوهنتون ته بریالي شوي او واکمن د امیرالله زوی چې د کابل ولایت اوسېدونکی دی د ۳۵۳.۲۸ نمرو په ترلاسه کولو سره پنځمه نمره د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځۍ ته بریالی شوی دي.
✒️: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی محمد صادق نن (یکشنبه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته را ورسېدل.
د عبدالمتین قانع په خبره، د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال محمد نبي عمري د دغه پاکستاني پلاوي هرکلي لپاره هوایي ډګر ته ورغلی دی.
✒️: ‏د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا غزه کې د "اسراییلي صهیونستیانو ظلم، د لوږې فشار او محاصره، د ملکیانو ځپنه او د مرستو له وېشه د ښځو او ماشومانو د بمبارۍ لپاره کار اخیستل" غندلي ده.
اسلامي امارت په یوې اعلامیه کې له ټول اسلامي امت، اسلامي هېوادونو او اغېزمنو بنسټونو غوښتي چې ژر تر ژره د غزې مظلومو ښځو او ماشومانو ته د بشري مرستو د لېږد لارې برابرې کړي او دغه تړانګه کې روان ظلم ته د پای ټکی کېږدي.
✒️: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د پاکستان له کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره کتنه کې ویلي، هره ستونزوه د باور په رامنځته کېدو سره حل کیږي او په خبره یې، "موږ د ښه تعامل د بنسټ لپاره ډېر دلایل لرو." د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې، سرپرست وزیر دغه راز پاکستان کې له افغان کډوالو او بندیانو سره پر ښه چلن ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کتنه کې محسن نقوي د امنیت او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې دوه اړخیزه همکاري اړینه بللې او د دغې همکارۍ ژمنه یې کړې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې سوداګرو او عامو خلکو ته به لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او د ستونزو د حل په برخه کې به په ګډه کار وکړي.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ډانلډ ټرمپ ادعاو ته په غبرګون کې ویلي، د بګرام هوایي اډې په ګډون په ټول افغانستان کې یو بهرنی پوځي هم حضور نه لري.
متقي دغه خبرې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ له نویو فارغ شویو ډیپلوماټانو سره غونډه کې کړي دي.
✒️: ‏د کور او ښار جوړولو وزارت د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یو کلنې لاسته راوړنې د پروګرام پر مهال ویلي، څه باندې ۸۷ زره راستنیو شویو کورنیو ته یې د ځمکو د ویش لړۍ پیل کړې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې د څه باندې ۳ زرو خپل سرو ودانیزو فعالیتونو مخه نیول شوې ده.
دغه وزارت وايي، د قطر پروژې دویم فاز پیل شوی، نیله باغ کې د استوګنې د پروژې چارې بشپړې شوي او د کډوالو لپاره د ۲۱ ښارګوټو د جوړولو تفصیلي پلانونه هم ترتیب شوي دي.
✒️: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، غزني، خوست، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د تېز باران، تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې.
یادې ادارې همداراز  سویل ختیځو، ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو اټکل کړی دی.
✒️: روابط عمومی ارتش ایران اعلام کرد که رزمایش مرکب امداد و نجات دریایی 2025 دریای خزر (CASAREX 2025)، با حضور شناورهای نیروهای دریایی این کشور و فدراتیو روسیه از فردا به میزبانی ناوگان شمال نیروی دریایی ارتش ایران برگزار می‌شود.
رزمایش مرکب امداد و نجات دریایی 2025 با شعار؛ «با هم برای دریای خزری ایمن و امن»، با حضور نیروهای دریایی ارتش و سپاه، فرماندهی انتظامی، نیروی دریای فدراتیو روسیه و با حضور ناظرانی از کشورهای حاشیه دریای خزر برگزار خواهد شد.
هدف از برگزاری این رزمایش، ارتقای ایمنی و امنیت دریایی و همچنین افزایش تعاملات دریایی نیروهای دریایی کشورهای حاشیه دریای خزر اعلام شد.
✒️: یک مقام اسرائیلی که در مذاکرات آتش‌بس با حماس حضور داشته به «هاآرتص» گفت: مذاکرات در دوحه کاملا با مذاکرات قبلی متفاوت بود، چرا که این بار بر پایان دائمی حملات اسرائیل متمرکز بود.
این مقام اسرائیلی افزود: دولت تل‌آویو از طریق کشورهای میانجی در حال مذاکره با حماس است؛ در حالی که توافق‌های قبلی درباره آزادی متقابل اسرا بود، این توافق به موضوع پایان دادن به جنگ می‌پردازد؛ بنابراین همه چیز به هم پیوسته است. این یک توافق بسیار پیچیده است.
این مقام اسرائیلی خاطرنشان کرد که طبق پیش‌نویس توافق‌نامه‌ای که در دوحه مورد مذاکره قرار گرفته، مذاکرات فشرده‌ای برای پایان کامل حملات اسرائیل در طول دوره آتش‌بس 60 روزه انجام خواهد شد.
او همچنین مدعی شد که هیئت اسرائیلی «قدرت مانور و انعطاف‌پذیری کافی برای تضمین امکان دستیابی به توافق بدون به خطر انداختن نیازهای امنیتی تل‌آویو» را دارد.
✒️: ‏برقراری آرامش در ‎سویدا؛ نیروهای امنیتی ‎سوریه در اطراف مرکز شهر مستقر شدند.
در استان سویدای سوریه درگیری‌ها که بین گروه‌های محلی آغاز و گسترش یافته بود، با وساطت دولت دمشق و کشورهای میانجی به آتش‌بس منجر شد و در نتیجه درگیری‌ها متوقف شد؛ اکنون نیروهای ‎پلیس در محدوده اطراف شهر مستقر می‌شوند.
درگیری‌هایی که از 13 ژوئیه در این منطقه آغاز شد و روز گذشته با وجود تلاش‌های آتش‌بس به شدیدترین مرحله خود رسید، زمانی متوقف شد که نیروهای دولتی دمشق که به‌دلیل حملات اسرائیل از سویدا عقب‌نشینی کرده بودند، پس از هفت روز بازگشت خود به منطقه را آغاز کردند
✒️: ‏شمار قربانیان حملات ‎اسرائیل اشغالگر به ‎غزه به 58 هزار و 895 نفر رسید.
وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد که طی 24 ساعت گذشته، 495 زخمی و جسد 130 فلسطینی دیگر به بیمارستان‌ها منتقل شده است.
بر اساس این بیانیه، شمار قربانیان حملات اسرائیل به نوار غزه به 58 هزار و 895 نفر و شمار مجروحان نیز به 140 هزار و 980 نفر افزایش یافته است.
✒️: مارکو روبیو، وزیر امور خارجه آمریکا با انتشار بیانیه‌ای در حساب کاربری خود در شبکه اجتماعی ایکس از دولت سوریه خواست با بهره‌گیری از نیروهای امنیتی، به درگیری‌های جاری در استان سویدا در جنوب این کشور پایان دهد.
روبیو با تأکید بر لزوم پایان دادن به کشتارها علیه افراد بی‌گناه، تصریح کرد که دولت سوریه باید همه عاملان این جنایات، از جمله کسانی که در صفوف خود دارد، را مسئول بداند و آنان را به دست عدالت بسپارد.
روبیو گفت: «مقامات دمشق، اگر می‌خواهند شانس دستیابی به سوریه‌ای متحد، فراگیر، صلح‌آمیز و عاری از نفوذ داعش و ایران را حفظ کنند، باید با استفاده از نیروهای امنیتی مانع ورود داعش و دیگر گروه‌های جهادی تندرو به منطقه و ارتکاب کشتار توسط آن‌ها شوند و به این فاجعه پایان دهند».
✒️: ‏د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د بهرنیو اړیکو مسووله ډومېنیک هایډ وايي چې افغانستان ته د روان کال له پیله نږدې ۱.۹ میلیونه افغانان راستانه شوي دي.
هایډ یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې چې د مرستو بندېدو له دغو راستنېدونکو سره پر ملاتړ هم اغېز کړی او هغوی ته دومره پیسې نه رسیږي چې ان خواړه پرې وپېري.
✒️: ‏شیخ تمیم بن حمد آل ثانی امیر قطر، در تماس تلیفونی با فریدریش مرتس نخست‌وزیر آلمان، درباره‌ی آخرین تحولات منطقه‌ای و بین‌المللی گفت‌وگو کرده است. دولت قطر در خبرنامه‌ای می‌گوید که در این گفت‌وگو، نخست‌وزیر آلمان از کمک‌های قطر در تسهیل بازگشت گروهی از شهروندان افغان از آلمان به کشورشان قدردانی کرده است.
✒️: ‏رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په سوريه کې د دروزیانو په اکثریت مېشته سیمه سوېدا کې د شنبې په ورځ ډله ییزې نښتې شدیدې شوې دي. د څو ورځو له خونړي تاوتریخوالي وروسته، د احمد الشرع تر مشرۍ لاندې حکومت د اوربند د ټینګېدو هڅه کوي خو جګړه لا نه ده درېدلې.
د رویټرز خبریالانو ویلي چې د سوېدا ښار له منځه یې د درنو وسلو ډزې اورېدلي او د هاوان ګولۍ یې د شاوخوا کلیو پر لور د توغول کېدو په حال کې ولیدې. تر اوسه د تلفاتو په اړه کومه کره شمېره نشته.
✒️: ‏د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د بهرنیو اړیکو مسووله، دومېنیک هایډ وايي، افغانستان ته د روان زیږیز کال له پیله نږدې ۱.۹ میلیونه افغانان راستانه شوي او یا له ګاونډیو هېوادونو را اړول شوي دي.
هایډ زیاتوي چې د مرستو بندېدو له دغو راستنېدونکو سره پر ملاتړ هم اغېز کړی او هغوی ته دومره پیسې نه رسیږي چې ان خواړه پرې وپېري.
هغې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د مرستو کمېدو او بودجې کمښت له امله، تر ۱۱.۶ میلیونه کډوال له دې ګواښ سره مخ دي چې له بشري مرستو بې‌برخې شي او دا شمېر شاوخوا یوه پر دریمه برخه له هغو کډوالو دی چې معمولاً د ملګرو ملتونو له خوا یې ملاتړ کېږي.
✒️: ‏نړۍوالو رسنیو د یوه نادولتي سازمان، مرسي کورپس د راپور لمخې ویلي، ښايي کابل د نړۍ لومړنۍ پلازمېنه شي چې د اوبو له سخت کمښت سره مخ او بشپړه وچه شي او دا کړکېچ کولای شي اقتصادي ځوړ هم رامنځته کړي.
دغو راپورونو زیاته کړې، کابل درې لسیزې وړاندې تر ۲ میلیونو کم نفوس درلود خو اوس د نفوس او اړتیاو له زیاتېدو سره د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی. ویل کیږي چې تېرو کلونو کې د ناسمو مدیریت له امله د ځمکې لاندې اوبو کچه تر ۳۰ مترو ټیټه شوې ده.
✒️: ‏په خراسان رضوي ولایت کې د ایران بهرنیو چارو وزارت استازي، احمد معصومي‌فر اعلان کړی چې د افغان کډوالو د قانوني استوګنې موده دوه میاشتې نوره هم غځول شوې ده. ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دې پرېکړې لمخې، د وږي له ۱۵مې وروسته، افغان کډوال اړ دي چې د خپلې استوګنې د قانوني ضرب الاجل له ختمېدو سره جریمه ورکړي.
اخوا راپورونه وايي، د هرات والي د ایران خراسان رضوي ولایت ته رسمي سفر کړی او له ایراني چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
دا خبر داسې مهال خپرېږي چې ایران په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک