شارلوټ بيلیز خپله کیسه ولې رسنیـزه کړه؟
یوه لیکي وايي: "نیوزيلېــنډ ځکه دغي حاملې خبریالي ته هیواد ته د ورتگ اجازه نه ورکوي؛ بلکي هغې ته دا سزا ورکوي چي د امریکایان په هغو بدو شپو او ورځو کي چي نه ئې سرونه په امان ول او نه ئې... دا ته په کومه دنده لگیــا وې چي حمل دي هم له هغه هیواده راوړ؛ بې شرمي ښځي.
په هر صورت چي کله "شارلوټ بيلیـز" خپله کیسه رسنیـزه کړه او دا ئې وویل چي طالبانو ئې د پناه اخیستلو وړاندیر ته لبیک ویلی نو دوی چي هغوی د ښځو د حقوقو په پایمال کولو متهم کوي؛ سمدستي ئې فیصله وکړه چي هسي هغوی ته ورنشې؛ موږ به تا ته په ځانگړي استثناء سره هیواد ته د راتللو اجازه درکړو...
غرب چي د مېرمنو د حقوقو په اړه ځانگړي تعریفونه لري؛ یعني د شرقي مېرمنو په ارتباط یو تعریف او د غربي مېرمنو لپاره بل تعریف؛ دوی د افغان دولت په رسمیت پېژندلو لپاره یو اساسي شرط د مېرمنو حقوقو نه د هغوی سرغړونه بولي خو برعکس بیا د خپلو مېرمنو لپاره هغه ټولنه نشي جوړولی چي هلته دي د هغوی عزت او وقار خوندي شي؛ د دوی راپورونه تاسي وگورئ چي هلته حتی په څو محدودو سانیو کي هره شېبه د مېرمنو د جنسي ځوروني او تېري قصې پېښيږي او دوی ئې د مخنیوي لپاره کوم اقدامات کوي او بالاخر د داسي مجرمینو لپاره کومي سزاوي لري؟!...
