شیخ محمد الغزالي وپېژنئ! - دوهمه برخه
له ناسم موقف څخه رجوع او توبه:
له خپلو ځینو څرگندونو څخه شیخ محمد الغزالي وروسته رجوع کړې وه؛ اصلاً دا د ډېرو اسلامپالو مفکرینو اخلاص دئ چي په ډېره مېړانه پر خپلو ځینو تېروتنو اعتراف وکړي او حق ته تر رسېدلو وروسته د ځینو مسائلو په تړاؤ له خپل پخواني موقف څخه پر شا سي؛ دا کار شهید سید قطب رحمه الله هم ترسره کړی دئ؛ د هغه تر شهادت وروسته ئې ورور مرحوم محمد قطب رحمه الله ځیني وضاحتونه ورکړي؛ او همدا ئې ثابته کړې چي سید مرحوم له خپلو داسي ناسمو رأیو څخه برائت اعلان کړی وو. د اسلامي نړۍ تاریخ له ډېرو ترخو پېښو څخه ډک دئ؛ د صحابه وو رضوان الله علیهم اجمعین په وخت کي چي کوم اختلافات را پورته سول او هر مشر ئې متفاوت نظر درلودی؛ نو پر دغو موضوعاتو ځینو لیکوالانو او مفکرینو تبصرې کړيدي؛ ځینو ئې د یوه صحابي او ځینو ئې د بل د موقف ملاتړ کړی؛ بلکي د همدې ملاتړ پر وخت ئې د یوه د مخالف په تړاؤ ځیني گيلې او نا مناسبي څرگندوني ثبت کړي؛ پر دې حساسه موضوع له بحث وروسته اکثر وخت اختلافات پیدا سي؛ ځیني همدا اختلافات شاربـي او خپل مذهبي دکانونه پرې چلوي؛ مثلاً د سنیانو ځیني متشدد راویان چي یزید او حجاج بن یوسف الثقفي ته هم رحمه الله او رضي الله عنه لیکي او یا هم د شیعي ذاکرینو او علماءو ځیني متشدد ناولیسټان چي د کربلا پر کیسو کنسرټونه جوړوي، د صحابه وو رضوان الله علیهم اجمعین په شان کي گستاخۍ کوي او بیا پیسې ورباندي ټولوي...
خو شیخ محمد الغزالي د دغو دواړو له جملې څخه نه وو؛ هغه یو محقق عالم وو چي څنگه حق ورته څرگند سوی سمدستي ئې توبه کړې او له خپل تېر موقف څخه پر شا سوی؛ شیخ غزالي وایي: ”یوه ورځ زما ملگري علامه الباقوري خپل کورته ور وبللم؛ چي څنگه ورغلم او کښېنستم؛ هغه راته وویل: شیخه! ستا او د عمرو بن العاص رضي الله عنه تر منځ څه ستونزه ده؟! ما ورته کړه: زما او د هغه تر منځ داسي څه خبره نسته له دې پرته چي زه په عمرو بن العاص جامع جومات کي د جمعې لمونځ ورکوم. شیخ الباقوري وویل: ته دا خبره پرېږده او له ما مي خوب واوره؛ بیا د دې خوب تعبیر وکړه! ما خوب ولیده چي زه په دې کور کي یم؛ یو څوک په لوړ ږغ وایي؛ والي راغی، والي راغی. ما خلکو ته ویل: کوم والي؟! هغوی ویل: عمر بن العاص رضی الله عنه! په دې وخت کي هغه راغی؛ ما چي کله هغه ته وکتل ډېر ترې متأثر سوم. عمر بن العاص رضي الله عنه راته وفرمایل: شیخ غزالي ته ووایه چي هغه کوم انتقاد پر ما کوي؛ زما حیثیت کموي؛ ما هر څه ور وبخښل؛ ځکه هغه زما جومات آباد کړ.
شیخ غزالي وایي: چي کله مي دا خوب واورېدی ډېر زیات مي وژړل؛ زه پوه سوم چي په خوب کي د هغې خبري پر لور اشاره ده چي زما په زړه کي وه او ما به ئې کله کله یادونه هم کوله؛ یعني له هغو صحابه وو رضوان الله علیهم څخه زما گیله چي له علي کرم الله وجهه سره ئې جگړه وکړه او یا ئې د هغه مخالفت وکړ؛ ما په ځانگړې توگه له معاویه او عمر بن العاص رضي الله عنهم نه برملا گیلې کولې.
تر ډېري ژړا وروسته مي علامه الباقوري ته وویل؛ زه ستا په مخکي له خپل موقف څخه رجوع او د توبې اعلان کوم؛ د رسول الله صلي الله علیه وسلم د ناستي شرف چي چا ته ورپه برخه سوی؛ د هغوی ټولو معامله باید الله او د هغه رسول صلي الله علیه وسلم ته پرېښودل سي؛ همدا غوره او مناسبه ده. موږ باید د خپل وروسته پاته کېدلو او ناکامیو پـړه د هغوی پر غاړه وانه چوو؛ که عمرو بن العاص رضي الله عنه نه وای نو زه به څه وم؟! که هغه مصر نه وو فتح کړی نو آیا نن به زه مسلمان وم؟!”
د دیکتاتورانو پر ضد د رأیي اظهار:
شیخ محمد الغزالي مصري ټولنه او مصري فوځ کافي مشاهده کړی وو؛ ده ولیده چي فوځي ځوانانو په ډېره مېړانه مقابله وکړه او له قربانۍ څخه ئې تېښته ونکړه؛ د لومړنیو درېیو جگړو د مشرتابه په تړاؤ شیخ ځانگړی نظر درلود؛ هغه د ۱۹۶۷ع کال جگړه لویـه ماته گڼله؛ نوموړي د دې ماتي مسئول ”په نشو کي ډوب غافل“ مشران بلل.
ده مصري ملت او مصري فوځ ته له دې ماتي څخه برائت ورکاوه؛ پر هر میدان ئې د دوی ملاتړ وکړ؛ ده د دې ماتي مسئولیت د فوځ د مشرتابه پر جبر او ظلم او د شورٰئیت او جمهوریت له اساسي اوصولو څخه پر سرغړونه اچوی؛ همداسي ئې د ۱۹۷۳ع کال د روژې د ۱۰-مي د جگړي د بریا لومړنی سبب د مصري فوځ لوړ اسلامي مورال په گوته کاوه؛ په مسلح فوځ کي د الأزهر شریف د ۵۰-پنځوس تنو دیني علماءو موجودیت؛ چي دوی نو ډېر ستر علماء، داعیان او خطیبان ول؛ د دې مورال جوړېدلو باعث سول. د دغو علماءو مشران شیخ عبدالحلیم محمود او شیخ محمد الغزالي ول؛ دغو علماءو د مصري فوځ په افرادو کي داسي روحاني بدلونونه راوستل چي د ۱۹۷۳ع کال په جگړه کي دغو ځوانانو داسي کارنامې سرته ورسولې چي له صدرِ اسلام څخه بیا تر اوسه په تاریخ کي تل اتلانو ثبت کړیدي.
شیخ محمد الغزالي چي په الازهر، عمرو بن العاص جامع جومات، قاهرې او د نورو ښارونو په جوماتونو کي او د۱۹۷۳ع کال تر جگړي وړاندي چي ئې په مصري فوځ کي کومي ویناوي کړي وې، کوم لېکچرونه چي ئې ورکړي ول، په أم القریٰ پوهنتون او په الجزائر او نورو پوهنتونو کي چي ئې کوم لېکچرونه اورولي ول؛ دا ټول د امام حسن البناء شهید د درسونو لنـډیز وو. همداسي دا خطبې، تقریرونه او لېکچرونه د تېري پېړۍ د وروستیو او د دې پېړۍ د پیل اصلاحي تحریکونو د مشرانو د خطباتو اختصار هم وو چي شیخ د خپل علم او فضل زیاتونه پکې کړې وه؛ ځکه به اورېدونکي د ده له خطباتو څخه ډېر متأثر کېدل.
امام یوسف القرضاوي وایي: ”ما شیخ محمد الغزالي د یوه مصلح مبلغ په شکل کي ولیدی؛ دا ځانگړنه پر ده غالبه وه؛ د هغه ناسته پاسته، د هغه ورځني مصروفیات، د هغه د شپو خوب بلکي د هغه د ټول ژوند محور اسلام وو. د هغه ماضي، حال او راتلونکی؛ خلاصه تل به ئې د اسلام په اړه فکر کاوه، د همغه په اړه به ئې بحث کاوه، د همغه پر لور ئې دعوت کاوه او له همغه ئې مرسته غوښته؛ د ده ټولي هڅي د اسلام پر لور دعوت وو؛ ده خپل دین الله تعالیٰ ته خالص کړی وو او هغه هم دی د خپل دین لپاره غوره کړی وو.”
نور بیــا...
