شرعي شِنګ
د ملاصیب پر خبرو غُصه او احساسات دواړه غالب وو، رېـږدېـدو او ستونی یې بند ، بند کېـدو ، پرټنډه یې د کاوړ ګارې پولې ، پولې ولاړې وې ، سامعین پوهېـدل چې « صیب » د غُصې پېـریانو نیولی ؛ ځکه خو یې په وینا کې نه وزن شته ، نه اغېـز ! خبرویې چاته خوند نه ورکاؤ ؛ خو کېناسته یې ناکام ؤ ! له ډېریو سره دا اندېښنه وه ؛ که د خبـرو په منځ کې ترې ووځي ، له شر سره به یې مخامخ شي ، او هسې نه په کومه توره فتوا يې ونمانځي ، یاغیان وباغیان یې وګڼي او د چا سزا ته یې برابرکړي!
ملاصیب د وینا په منځ ، منځ کې څو واره غاړه تازه کړه؛
اهه،اهه، اهه...
کتونکي پوهېدل هغه د غاړې په تازه کولو خپل احساسات کابوکوي ، بیا یې غاړه تازه کړه؛
اهه، اهه، اهه...
لاړې یې تېـرې کړې اوترلږ سا اخيستلو وروسته یې سامعین مخاطب کړل:
ــ عزیزانو! مرګی حق او پرټولو راتلونکی دی، نن دلته دا سړی مړ دی، سبا به موږ هم مرو ، د خدای له حساب وکتاب سره به مخ کېـږو، د ذرې، ذرې حساب به ورکوو ، تاسې دا سړی وګورئ ؛ ستاسې غوندې ځواني یې لرله، خواهشات یې لرل ؛ ښه ژوند ته یې زړه کېـدو ؛ خو نن به دحساب پریښتو له
سوال ــ ځواب سره مخامخ کېـږي...
ملاصیب له دې خبرې سره پرکټ پراته مړي ته ګوته ونیوله... بیا یې حاضرینوته تر مرګ وروسته غذابونه ور یاد کړل ؛ څوځله یې موټان کلک اوخلاص کړل ...د دواړو وروځوترمنځ یې پنډې ، پنډې پولې جوړې شوې...، وار په وار یې لهجه بدلېدله ، جلالیت پرې نوره هم غلبه وکړه ، د احساساتو څپان په سر واخیست ، موضوع ترې ګډه وډه شوه ، بیا یې موټ خولې ته ونیو او په ضربه ضربه ټوخلو یې لږ ځان په کابو کې راوست ؛ ویې ویل:
ــ عزیزانو !ٍ ثوابونو ته مخه کړئ ، د اجر کارونه وکړئ ؛ که د جنت تلوسه لرئ ؛ تورې له تېکي و باسئ او پرکفارو یې استعمال کړئ....
هغه کافران هم معرفي کړل ؛ هغه چاته یې ګوته ونیوله چې له سنګرونو یې د تکبیـرونو بروډکاست کېـده؛
اللهُ اکبر ، اللهُ اکبر
لا اله الاالله واللهُ اکبر
ملا صیب زیاته کړه:
ــ څوک چې دا خلک ووژنې غازي دی
ــ که يې په مقابل کې ومري شهيد دی اوځای یې جنت دی جنتتتت!
ملا صيب خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
ــ اې خلکو ! قيامت راتلونکی دی ؛ هوښیار به هغه وي چې د آخرت توښه برابره کړي ، هم غازي شي ، هم شهيد....
سامعین له یوې خوا د ملا صیب احساساتو حیران کړي ول ؛ له بلې خوا یې حیرانتیا په دې وه چې میاشت وړاندې هغه د یاد «کافرانو» (!)په ملګرتیا کې خلکو ته د جنت کلیانې ورکولې!
د ګڼ شمېرخلکو په ذهنونو کې بېلابېل سوالونه راپیدا شول:
ــ آیا ملاصیب لېونی شوی؟
ــ آیا د کوم کتاب په حاشیه کې یې څه لیدلي ؟
ــ آیا خپل مذهب یې بدل کړی او که...؟
آ خواته یو سپین ږیری ناست دی او د ملاصيب له خبرو سره د حيرانۍ په دود سر خوځوي ، پرتندي یې دغُصې علایم څرګند شي ، سور اوشین واوړي ؛خو له ناکامه یې خوله پټه نیولې!
ملا صيب نور هم جلالي شو ؛ خپلوخبـرو ته یې دوام ورکړ:
ــ عزیزانو! د خدای (ج) له کتابه خبرې کوم ؛ که تاسې د دې خلکو مقابله و نه کړئ ؛ دنیا اوآخرت به مو دواړه تباه شي،تباااااااااااه!
بیا یې هغوخلکو ته نغوته وکړه چې یوه میاشت وړاندې یې دی هم دو آتشه مدافع ؤ ! حاضروخلکو یوځل بیا پر خپلو ټنډو د حسرت ګارې څرګندې کړې، یو بل ته یې وکتل اوځینې یې پټ پت و پوسنېدل...ملاصیب دخلکوپه غبرګون پوه شو ؛ځکه یې تر یوڅو ژوولو خبرو وروسته خپله وینا نوره بس کړه.
کله چې ملا صيب خپلې خبرې خلاصې کړې او خلکو ته يې د خپلو خبرو د تعميل په صورت کې جنتونه او نعمتونه وځلول ، سپین ږيرې لاس پورته کړ ؛ يوې او بلې خوا ته يې وکتل ؛ بيا يې ملاصيب مخاطب کړ:
ــ مولوي صيب ! تا خو ښې خبرې وکړې ؛ خو ما سره يو سوال دی، که اجازه وي چې تا ته يې عرض کړم؟
ملا صيب په داسې حال کې چې د سوال کوونکي تېرو حرکاتو قارولی ؤ ؛ په نه زړه ځواب ورکړ:
ــ وايه ! څه وايې ؟
ــ صيب ! تا چې د کومو خلکو خلاف خلک پارول او په مرګ کې دې یې جنتونه وځلول ، هغوی خو پرون ستا په خوله جنتیان وو ؛ مسلمانان وو ؛ ته یې کلک ملګری وې ؛ که د سر امن وي ؛ نو زما سوال دا دی چې ستا پرونۍ فتوی شرعي وه ؛ که نننۍ ؟
ملا صيب ددې خبرې سره تک سور واوښت ؛ ټنډه يې تروه شوه ؛ شايد نه يې غوښتل ځواب ورکړي ؛ خو د حاضرينو بوڅو غوږونو مجبور کړ ؛ په ژوولي ډول ځواب ورکړي:
ــ جنابه ! دلته د ورځې ، ورځې خبره ده ؛ ما چې پرون څه ويل هغه د پرون خبره وه ؛ بلکې يو ضرورت ؤ ؛ د نن خبره مې د نن اړتیا ده ؛ او سبا به مې د سبا خبره وي ؛ خو ته بايد پوه شې چې زما د پرون او نن خبره یو شرعي «شِنګ» لري!.
«ما په ما وژني کافر هنر دی
هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم».
