د محمد هاشم شاهين لیکنی
مصر کې د اخوان المسلمين سرپرست مرشد عزت ابراهيم د سيسي حکومت لخوا ونيول شو
د مصر د کورنیـو چارو وزارت په خپلــو عملیاتو کي په قاهره کي د أخوان المسلمین سرپرست مرشد عام (مشر) عزت ابراهیم نیولی دئ.
محترم عزت ابراهیم د ۲۰۱۳م د اگست میاشتي راهیسي د نوموړي اسلامپال گوند د مرشد عام ډاکټــر محمد بدیع (حفظه الله) تر نیول کېدلو وروسته د هغه ځای ناستی عام مرشد ټاکل شوی دئ، نوموړی د خپلو مخفي فعالیتــونو او پټ اوسېـدلو له امله ډېر ماهر او مشهور دئ، د ده د همدې مهارت په سبب د اسرائیلو د استخباراتي ادارو په مخفي فائلونو کي نوموړي ته د "مسټــر اېـکس" کود کارول کیږي.
دا چي عزت ابراهیم له دومره مودې راهیسي په قاهره کي د مصري استخباراتي ادارې له سترگو څنگه پټ پاته شوی د ده دغه کار چي یو خوا د ده پر قابلیت او استعداد دلالت کوي هملته د مص...
نور ولوله
تاریخی خُطبه
په تصویرونو کی د آیا صوفیه جومات په ممبر باندی ناست د ترکیی د مذهبی چارو وزیر (ډاکټر علی ارباش) لېدلاﺉ شۍ چې پرون یې په آیا صوفیه جومات کی د جمعة المبارک د لمانځه خطبه اوویله؛
د خطبی پر مهال یې هغه تاریخي توره هم په لاس کې وه په کومه توره چی سلطان محمد الفاتح 567 کاله مخکی قسطنطنیه یعنی (اوسنۍ ترکیه) فتحه کړه، ددغه تاریخی خطبې په متن کی د ترک مذهبي چارو وزیر وویل:
ان شاءالله العزیز موږ به نړۍ له ظلم څخه داسي ژغورو لکه څرنګه چې اسلام موږ ته حکم کړﺉ دی.
...
نور ولوله
د یهودانو د حقیقت په اړه ئې درسره وګورئ!
د یهودانو په اړه د یوه مسلمان مقرر نه بلکي د یهوادنو د یوه مشهـور یهودي عالم "ربي یارون ریون" Rabbi Yaron Reuven وینا واورئ، نوموړی د هټــلر لخوا د یهودانو د وژلو دوه اصلي عوامل په ګوته کړيــدي، زموږ عام ځوانان خو څه چي ډېری پوهان هم له دغو وجوهاتو بې خبره دي، دوی هټــلر هم د نورو نړئـوالو مشرانو په څېـر یوازي د یهــودي میډیا په واسطه پېژندلی دئ، زه د هټـلر ظلمونه نه توجیه کوم خو د یارون په قول د هټــلر ظلم او وحشت د یهودانو په تړاؤ دوه عمده عوامل درلودل:
۱- د زنا، همجنسبازۍ، پورنــگرافۍ او فحاشۍ بې سده عامول:
هټلـر غوښتل جرمني له فحاشیــو، عریانیــو، همجنسبــازیو او بدکاریو وژغوري، نوموړی وایي برلېـــن په لومړیو درېی...
نور ولوله
د امريکا پاڅون او مظلوم اسلامي هېوادونه
دا راسره ومنئ چي تر غربي ملتونو جاهل، ناپوهه، بېـخبر او احمق ملتونه د زمکي پر مخ نشته، ځیني به سمدستي د دوی لخوا سپوږمۍ ته د پرواز او اټوم د زره کولو شهکار په ګوته کړي خو دا نه معنیٰ چي عاقل سړی دي د نړۍ په عُــرف او د انسانانو د طبیعت په ټولو رمزونو پوه وي، دوی تر بل هر چا ویده او بېـــخبر ساتل شوي، میډیا د دوی سترګي او غوږونه دي، هغوی که څوک سپین وبلل دوی چکچکي ورته کوي او که ئې څوک تور وبلل پر خپلو سکرینونو لاړي تُـف کړي، تاسي وګورئ! په امریکا کي د یوه تور پوستي د زنکدن د آخري شېبې وروستۍ جمله I Can't Breath (زه ساه نشم اخیستی) نن د بدلون راوستلو لپاره شعار وګرځېدله، دوی له دې بېـخبره دي چي د "زه ساه نشم اخیستی" جمله هره ورځ د دوی د بچیانو له لاسه په فلسطین، عراق، سوریه او افغانستا...
نور ولوله
