
حکمتیار: د اندېښنې وړ تازه انكشافات
ر
بيجنگ كي د چين، پاكستان او افغانستان د خارجه وزيرانو ناسته او پر دې توافق چي افغانستان د چين اقتصادي دهليز كي شاملېږي؛ له همدې سره متصل د امريكا د خارجه وزارت له لوري دا اعلان چي د تروريستانو په فهرست كي د طالبانو په شاملولو بحث روان دئ، ورپسې د روسيې خارجه وزير وويل: مسكو تيار دئ د افغانستان په اړه له امريكا سره خبري وكړي، دا خبري تر 2022 پوري رواني وې؛ يعني چي مسكو غواړي دا خبري دي بېرته پيل شي، هممهاله د افغانستان لپاره د پوتين خاص استازي ضمير كابلوف هم وويل: بگرام موږ ته خاص اهميت نه لري، تر دې وړاندي پوتين ويلي وو: په افغانستان كي د امريكايي وسلو شتون؛ د سيمي امنيت ته گواښ دئ؛ د پاكستان دفاع وزير هم دې ته ورته خبره كړې وه؛ هندي چارواكو وويل: پر سيلانيانو بريد كي امريكايي وسلې كارول شوې؛ له دغو اظهاراتو څو خبري په څرگنده توگه معلومېږي:
1- مسكو تيار دئ يو ځل بيا د افغانستان په ارتباط له واشنگټن سره معامله وكړي، معامله به ئې دا ځل د اوكراين پر سر وي؛ د اوكراين په ارتباط د ټرامپ دريځ، تگلاره او اظهارات او په سپيني ماڼۍ كي له خپل مېلمه زيلينسكي سره د مطبوعاتو په وړاندي د ده چلن او له سپكاوي، تحقير او اهانت ډكه معامله؛ جوتوي چي غواړي اوكراين مسكو ته ډالۍ كړي؛ خو په بدل كي ئې افغانستان او بگرام ترې غواړي؛ په همدې ارتباط د روسي چارواكو اظهارات ښيي چي مسكو داسي معاملې ته كاملاً تيار دئ.
2- د چين په اقتصادي دهليز كي د طالبانو د شاملېدو په وړاندي به د امريكا، هند او ايران غبرگون تر ډېره حده سره ورته وي، دا د ايران او هند پر گډي پروژې چاه بهار هم خپل ژور اغېز لري؛ د امريكا خارجه وزير توند او فوري غبرگون ښيي چي دا د امريكا د انتظار او انگېرني خلاف انكشاف وو؛ گمان ئې كولو چي طالبان به د امريكا له رقيبانو سره په دا راز تړونونو كي له شاملېدو ډډه كوي؛ وبه گورو چي د تهران او ډهلي غبرگون او د دوى د پلويانو تبصرې او تحليلونه به څنگه وي.
3- د بگرام او په افغانستان كي د امريكا د پاته وسلو بېرته تر لاسه كولو په اړه د ټرامپ اصرار او داسي مسلسل تكرار چي له انتخاباتي كمپاين نيولې تر ننه هره اونۍ ئې لږ تر لږه يو ځل تكرار كړې؛ په دې اړه به مسكو، اسلام آباد، ډهلى او حتى تهران؛ د امريكا همغسي ملاتړ او ملگرتيا كوي لكه چي د افغانستان په اشغال كي ئې د امريكا او ناټو ملگرتيا وكړه!!
دا ټول ښيي چي افغانان د انكشافاتو او آزموينو د يوه بل بهير په درشل كي دي؛ آيا له دغو څرگندو نښو د گواښونو څرنگوالى، جهت او استقامت درك كولى شو كه نه؛ كه د مخكي په څير به هغه وخت پرې پوهېږو چي په فضا او زمكه ئې په خپلو سترگو وگورو؛ گواښونه واقعي دي نه خيالي او له واهمو زېږېدلي، مخكي شوي بيا تكرارېدى شي؛ مهمه دا ده چي آيا موږ ئې د مقابلې لپاره كوم چمتو والي لرو؟! آيا كولى شو ټول ملت، ټول اسلامپال، مجاهدين، اسلام او هېواد ته ژمن افغانان داسي راغونډ كړو چي د گواښونو په وړاندي گډ دريځ او تكلاره ولري، داسي نه چي سبا او د پېښو په وخت كي ځيني تسليمېږي، ځيني غرونو ته خېژي او ځيني تښتي؛ له تېرو تجربو مو بايد ډېر څه زده كړي وي.