د محمد هاشم شاهين لیکنی

امریکا په افغانستان کي د ښاري ښځو لپاره حقوق غوښتل خو پر کلیوالو ښځو ئې هوايي بریدونه کول

د نیویارکر په وینا چي د افغانستان تر ۷۰% فیصد ډېر اوسېدونکي د ښارونو پر ځای په کلیــو او بانډو کي ژوند کوي، هلته په کلیو کي د دوستانو سره د چای څیښلو او یا د خور په واده کي موټر چلول د خپل ژوند سره د لوبو مترادف عمل وو... نــویارکر بیا وایي: "امریکا په افغانستان کي د ښاري ښځو لپاره حقوق غوښتل خو پر کلیوالو ښځو ئې هوايي بریدونه کول." زه خو وایم دا پورتنۍ جمله ئې باید د سرو زرو په اوبو ولیکل شي، او یا هم د کابل پر دېوالونو، دا ځکه د مېرمنو د شل کلنو حقوقو لاسته راوړني، د دوی له لوري د هیواد د اسلامي او افغاني کلتور پر خلاف د مېرمنو روزل او نور ورته شرارتونه په دې جمله کي را خلاصه شويدي، موږ د مېرمنو د حقوقو مخالف نه یو البته هغوی ته د غربي حقوقو غ...
نور ولوله

نړيوال مقتدر هېوادونه د خپل نفوس زياتولو په هڅه کي دي

تاسي خبر یاست نن نړيوال مقتدر هیوادونه پر نورو هیوادونو د خپل اقتصادي وضعیت نه وروسته تر ټولو زیاته برتري افرادي قوت ته ورکوي، تېــره ورځ صهیونیستانو د خپل نسل د زیاتېدلو خوښي لمانځله، دا ځکه سږ کال په غاصب اسرائیل کي ۱۲۷،۳۵۰-یو لک اوه ویشت زره ماشومان زېږېدلي وو، پر دې سربېـره ۲۰،۰۰۰-شل زره ئې په لري پرتو هیوادونو کي زېږېدلي چي شمېر ئې تر یو لک اوه څلوېښت زرو تېــری کوي، په دې سره د اسرائیل نفوس تر ۹-نــه میلیونه تجاوز وکړ، دوی له همدې امله خوښ دي، دوی هغه مېـندو بلکي والدینو ته ډېر امتیازات ورکوي چي تر دوو ماشومانو زیات بچي زېږوي... اوس راځو اسلامي نړۍ ته دلته بیا هر څه بدل دي، د همدغو صهیونیستانو اېجنټان او لاسپوڅي مشران وايي ستره کورنۍ جوړول او تر دوو ماشومانو زیات زېږول له خپلو هیواد...
نور ولوله

انقلاب ضد قوتونه Counter-Revolutionary Forces

① احمدشاه مسعود چي د مجاهدینو د عظیم انقلاب د ګډوډ کولو تر ټولو ستر لوبغاړی ثابت شو، د کابل ورانولو مهم کرېــکټر، داسي فاشیست Fascist چي د خپل قوم د خدمت تر عنوان لاندي هر ډول شوم عمل ته لبیک ویلی شي، نوموړي پروټوکولي قوماندان د روسانو سره د هغوی د سالم وتلو پروټوکولونه لاسلیک کړي وو او ورته نورو جنایاتو په اړه ئې روسي ملګرو ډېر اعترافات کړي او اوس ئې زوی ② احمد مسعود د ډبل اېجنټ امر الله صالح او نورو فراري چارواکو په ملاتړ د نوي انقلاب په وړاندي د ودرېدلو او مقاومت کولو هڅي کوي، فرانسې او هند ته په چاپلوسۍ او د هغوی د مرستو ترلاسه کولو لپاره د خپل پلار په څېـر خیانتونه کوي... دوی دا ثابت کول غواړي چي دوی د دې ...
نور ولوله

سیــکولر او نېشنلیست پښتانه پر یوه خط روان دي

دا چي ارگ د یوې وړې متعصبي سیکولري طبقې له لاسه ووتی او تر اوسه ئې لا برخلیک څرگند شوی ندئ چي د راتلونکي نظام نوعیت او حالت به څنگه وي؟! څومره به اسلامي او یا الله مکړه د کوم بل نوي تحول په پایله کي څومره غیر اسلامي وي، په دې اړه د لر او بر د پښتانه نېشنلیستانو حالت د غور وړ دئ، د دوی غالب گمان دا دئ چي هلته به د طالبانو امارت حاکم کیږي، هغه که هر ډول نظام وي دوی به ئې اسلامي بولي او د همدې منسوب اسلامي نظام په اړه به خپلي عقدې او خوړینو زړونو بړاس د اسلامي شعائرو او عقائدو په تضحیک او مسخره کولو سره سړوي، د دوی متذلل افکار او سیاسي ایمان داسي بدلیــږي، لنډ مثال ئې: 1-اوونۍ وړاندي: امریکا به طالبانو ته پر کابل د قبضې اجازه ورنــکړي. 2-نــــن: طالبانو د امر...
نور ولوله

که چیري د جګړي ږغ وشي نو ما، زما وروڼه او زامن به د جنګ په میدان کي وګورئ - شاه فیصل

د آل سعود په کورنۍ کي د شاه فیصل غوندي شخصیت بل نه وو پیدا شوی، شاه فیصل د هغو عرب مشرانو له جملې نه یو وو چي د فلسطین او د هغه د اوسېدونکو سره ئې مینه درلودهد امریکا په وړاندي د ده جرأت د دې باعث شو چي په پای کي امریکا او اسرائیل د کورنیو اختلافاتو او سازشونو په اوبدلو سره د خپل وراره(د ورور زوی) په لاس د سعودي په دربار کي وواژه. نن د ده همهغه ورور او وراره د ډارنو یهودانو پر جنایاتو غلي دي... ...
نور ولوله

د ډارن مصلحت نتائج څه دي؟!

د لر او بر منډېلا! تا ته همدا شرم بس دئ چي خپله مورنۍ ژبه دي نده زده، ستا پښتو له اردو متأثره شوې، په پښتو لیکل نشې کولی، ستا داعیه، ستا سیاست او سیاسي تبصرې ستا پښتو ته ورته دي، همهغسي ګډوډي او بې معنی، د جملاتو د تشریح کولو لپاره دي باید تر څنګ کوم ژباړن ودرول شي چي ستا پښتو نورو پښتنو ته وژباړي... اې د پي ټي اېم نېلسن منډېلا! ته لا د سیاست نابالغه ځوان ئې خو د حکمتیار سینه د سیمي د سیاست د رازونو هدیره ده، تا ته د حکمتیار ځپلو مأموریت د کابل د ارګ او د غني همهغو پخوانیو کمونیستو او نني نېشنلیستو مأمورینو درکړی چي حتی پر سوشل میډیا لا د حکمتیار نوم او تصویر نشي زغملی، په دوی کي ډېری د همهغو کمونیستانو بچیان دي چي زموږ هیواد ئې له څو لسیزو راهیسي د جګړي په اور کي ساتلی او حکمتیار یو له ه...
نور ولوله

ايران لا هم سنيان د جومات جوړولو څخه محروم ساتلي

د څوارلس کلونو تر پرلپسې هڅو وروسته د یونان د مرکز "اېتــنز" مسلمانان په دې وتوانېدل چي لومړی جومات پرانیزي، تر ۱۸۲۱م را وروسته به د لومړي ځل لپاره په اېــتنز ښار کي د جمعې مبارکي لمونځ په جامع جومات کي ترسره شي، اوس نو د نړۍ یوازینی ښار داسي شـته چي هلته هیڅ یو جومات نشته، هغه د ایران مرکز تــــــهــــران دئ، بلې هو په تهران کي د سنیانو شمېـــر نږدې یو ملیون دئ، خو تر اوسه له جومات جوړولو محروم ساتل شوي، د تهران په بونک سیمه کي یو جومات موجود وو چي په ۲۰۱۵م کي د ایراني اخندي منفور رژیم لخوا په شهادت ورسول شو، د ایراني پارلمان غړی ډاکټر جلیل رحیمي جهان آبادي وايي د ټاکنو په کمپائن کي حسن روحاني زموږ سره د خپلي بریا په صورت کي په تهران کي د جومات جوړلو وعده کړې وه، خو تر بریالي کېدلو وروسته ئې وعده هېره شوه...
نور ولوله

اعــــــــــــــــــــــتــــــــــراف

په ماشومتوب کي مو لوستي وه چي د مقدونیې سکندر(الِگزاندر) په شل کلنۍ کي پاچا شو، په درویشت کلنۍ کي د مقدونیـې نه راووتی، تر هر څه مخکي ئې مکمل یونان فتح کړ، بیا ترکیې ته ورداخل شو، د هغه وروسته ئې د ایران سلطنت ړنګ کړ، سوریې ته ولاړ، د هغه وروسته یروشلم او بابل ته ورسیدو، مصر او ورپسې هندوستان ته، په هندوستان کي ئې د پورس سره جگړه وکړه، د خپل ګران آس په یاد کی ئې د پالیه ښار آباد کړ، د مکران نه ئې د واپسۍ سفر پیل کړ، په لار کي د ټایفایډ(زیړۍ/زردي) په مرض اخته شو او ۳۲۳ق از مسیح کي په ۳۳کلنۍ کي د بخت نصر په عالیشانه ماڼۍ کي ومړ. نړۍ ته تر ننه پوري دا ښودل کیږي چي هغه د انساني تاریخ یو عظیم جنرال، فاتح او پاچا وو، او تاریخ د هغه کارنامو له کبله ده ته د الګزاندر د ګریټ(ستر سکندر) نوم ورکړ، مو...
نور ولوله

د عربي نړۍ مشهور کارتونيست عماد حجاج د محمد بن زايد د تصوير پر کارتون ونيول شو

د عربي نړۍ مشهور ترین اُردني کارتونیست (عماد حجاج) پر یوه کارتون ونیول شو، سیمه اییزو چارواکو دغه کارتون د متحد عربي اماراتو سپکاوی وباله، نوموړي کارتونیست په دغه کارتون کي د اماراتو د ولي عهد محمد بن زايـــد تصویر انځور کړی، د هغه په لاس کي ئې د سولي یوه داسي کوتره ترسیم کړې چي د اسرائیل بیرغ ورباندي لگول شوی، د آل نهیان گمراه شهزاده کوتري ته په مینه کتلي او هغې بیا د نوموړي پر مخ لاړي تُـــف کړي چي نښي ئې د ده پر څېـره له ورایه ښکاري... کاتونیست دې ته اشاره کړې چي امارات د اسرائیل سره څومره د میني اظهار کوي، هغه ئې په رسمیت وپېژانده خو اسرائیل ئې په مقابل کي دوی ته د F-35 طیارو د ورسپارلو مخالفت وکړ، که چیري تاسي د کوتري لاړو ته ځیر شئ نو وبه گورئ چي په لاړو کي ئې...
نور ولوله

غربي انصاف: امريکايي محکمو کې تور پوستانو ته پر معمولي جرائمو د کلونو کلونو سزا ورکول کيږي

د سي ان ان تلويزيون د راپور له مخې په امریکايي محکمو کي تور پوستانو ته پر معمولي جرائمو د کلونو کلونو سزا ورکول کیږي، تور پوستی روني لونگ ئې ژوندی مثال دئ، ځکه هم نژاد پالونکي محکمې او فاشیست قاضي پر نوموړي لگېدلي تورونه ثابت شوي جرائم وبلل او د زندان قفس ته ئې واچاوه... پر نوموړي دا تور لگېدلی وو چي ده یوه سپین پوستې مېرمن ځورولې ده او قاضي ئې هم د تفتیش ډېر ضرورت احساس نکړ او سمدستي ئې د ۸۰-کلن حبس سزا ورته واوروله... روني چي زندان ته ننوتی ۲۰-کـلن ځوان وو، تېره ورځ تر ۴۴ کلن حبس وروسته آزاد کړل شو، وېښتان ئې سپین شوي وو، په ۲۰۰۵م کي ئې تر DNA معائنات وروسته حالت معلوم شوی وو چي کوم تور چي ورباندي لگول شوی وو دروغ وو خو د دې باوجود هم آزاد نشو. اوس ئې هم تر ډېري س...
نور ولوله

خلک لیکني ولي کوي؟

ژباړه: محمد هاشم شاهین   د ځینو خلکو لپاره لیکني د ذات اظهار وي، د دوی د ضمیرونو شدیدي غوښتني، دوی دا ګمان کوي که لیکل ونکړي ژوندي نشي پاتي کېدلای. د ځينو لپاره لیکل د شهرت او داد د ترلاسه کولو ذریعه، واه واه، ډیر ښه، اعلی، محترم استاد، مړه ئې کړو ظالم... دا ټولي جملې او الفاظ د دوی لپاره د آکسیجن په څېر لازمي او حتمي وي. ځیني خلک بس د روزۍ او درآمد د ترلاسه کولو په موخه لیکل کوي، پر هر پیرېګراف باندي پیسې ترلاسه کوي، ځینو ته د صحافت له لاري، ځینو  ته د سیاست له بازاره(د بازار له توري دي د فحاشۍ د بازارونو مطلب نه اخیستل کیږي)، او ځیني نور بیا دي چي د لیکنو ئې کوم هدف معلوم نه ...
نور ولوله

د ليبيا قوي او بانفوذه قذاذفه قبيله د جنرال حفتر څخه خپله لاره جلا کړه

د اگست پر ۲۱-مـه د لیبیا د کورنیو جګړو مخالفو طرفونو (ملي وفاق حکومت او د باغي جنرال حفتــر طبرق پارلمان) په خپل منځ کي اوربند اعلان کړ، که څه هم دوی په پرلپسې ډول پر یو بل دا تورونه ولګول چي ګواکي مخالفین ئې اوربند نه مراعاتوي او لا هم دا تورونه جاري دي. د اگست پر ۲۷-مه په لیبیا کي یو نوی بدلون راغی، هغه داسي چي د لیبیا د مشهوري قذاذفه قبیلې عمومي شوریٰ اعلان وکړ چي د جنرال حفتر جنګیالي په سرت ښار کي د القذاذفه قبیلې د کورونو د حریم د سپکاوي مرتکب شوي دي، دوی هلته د عامو خلکو کورونو ته داخل شوي او بې ګناه قذافیان ئې ځورولي دي، القذاذفه قبیلې خپلو ټولو جنګیالیو ته امر وکړ چي د حفتر له ملېــشو نه را ووځي. القذاذفه د پخواني لیبیايي دیکتاتور ډگروال معمر القذا...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک