د محمد هاشم شاهين لیکنی

د مجاهدینو د وخت غلطي د يو فرد پر اوږو غورځول د تاريخ ستره نامردي ده

دا چي ځیني د مجاهدینو د وخت ټوله مرداري د یوه فرد پر اوږو ور غورځوي؛ دا نو د تاریخ سره تر ټولو ستره نامردي ده؛ د دغي بدي صحنې لوبغاړی یو فرد نه وو؛ هر گاونډي مو جلا خوني لوبغاړي درلودل؛ که احیاناً دا ټول حوادث بیا هم د یوه سړي پر سر تپل کیږي؛ هغه شخصیت باید سردار محمد داؤد وي؛ دا ځکه د نړۍ بدنامترین جمهوریت(جمهوریت شاهي) د ده لخوا حاکم سو؛ چي نه ئې د واک موده او د اقتدار څرنگوالی معلوم وو او نه ئې اساسي ستونزو ته د ورسېدلو صلاحیت درلودو؛ همده مخالفین له هیواده وشړل او کمونیستان ئې وپړسول؛ که څه هم زه په دې باور یم چي نوموړي دا هر څه په ناپوهۍ کي وکړل؛ د مجاهدینو جرائم هم د ناپوهۍ له وجهي ول او هم د مجبورۍ! زه د مجاهدینو تېروتني نه توجیه کوم؛ خو دا په صراحت سره وایم چي هغوی ناپوه ول؛ مغرور...
نور ولوله

ایران د شیطان ځاله ده؛ د مجوسي کِسریٰ ځای ناستی رافضي خامنه اي ئې سر لاری دئ

ایران د شیطان ځاله ده؛ د مجوسي کِسریٰ ځای ناستی رافضي خامنه اي ئې سر لاری دئ؛ د ایران تور تاریخ پر دې شاهد دئ چي دوی تر انقلاب وروسته خپل ټول مخالفین د پهلوي د صدراعظم په شمول ترور کړل؛ دوی د حذف سیاست پر مخ بوتلو؛ نن په ټول ایران کي دوست نلري؛ ملت نفرت ترې کوي؛ بار بار ئې د بغاوت هڅي کړیدي؛ یوازي هغه مخالفین ئې پاته ول چي په سوریه او نورو ځینو هیوادونو کي ئې پناه اخیستې وه؛ خو بالاخر ئې هغوی هم له صحنې لري کړل... د خامنه اي سره پر جزئیاتو هم مخالفت کوونکي بیا اقتدار ته لار نسي موندلی چي احمدي نژاد ئې ښه مثال دئ؛ دوی د ایراني سنیانو سره غدر وکړ؛ کردان ئې وځپل او ایراني عربان خو هره ورځ د دوی وحشتونه پر خپلو کورنیو په سترگو ویني؛ د هغوی حقوق ئې پایمال کړل؛ هغوی ته د جومات جوړولو اجازه نه ورکوي خو په کابل، بغداد، دمشق، صنع...
نور ولوله

د افغان صرافانو د وروستي پريکړې په اړه

زه اقتصاد پوه نه یم؛ خو د صرافانو او آزاد بازار د راکړي ورکړي او اقتصادي وضعیت نه ښه خبر یم؛ دومره درانه شرائط په اوس وخت کي غیر مناسب او پلې کول ئې ډېر مشکل بلکي ناممکن دي؛ په دې کار سره کاروباري خلک نور هم په مشکلاتو کي راځي؛ د افغانستان بانک سره د ضمانت پیسې ایښودل ښه خبره ده؛ دا ځکه ډېري داسي پېښي سته چي صرافانو له عامو خلکو د هغوی شتمنۍ تښتولي او يا ئې پټي کړیدي؛ دا چي داسي ضمانتونه به د دغو کسانو لپاره څومره مؤثر وي او د دغو متأثرو خلکو سره څومره مرسته کولی سي؛ جلا بحث دئ! په هره څانگه کي اصلاحات راوستل هغه محال ممکن دي چي د خلکو وضعیت یو څه ښه سوی وي او یا منفي پېښي دومره ډېري سوي وي چي مخنیوی ئې په هر صورت لازم وي؛ د تېر نظام هم یوه ستره تېروتنه دا وه چي پر افغانانو ئې د اروپایانو...
نور ولوله

په روژه کي تر نفلي عباداتو او اذکارو را وروسته تر ټولو ښه مشغله د کتاب مطالعه ده

په روژه کي تر نفلي عباداتو او اذکارو را وروسته تر ټولو ښه مشغله د کتاب مطالعه ده؛ یو خوا سړی له غیبته خوندي وي او بلـخوا د فېسبک او ورته نورو مبتذلو شیانو له شره په امان وي؛ د دوو سترو نړئـوالو جگړو تاریخ گورم؛ د جگړي پر اسبابو او نورو مسائلو بحث نکوم؛ یوازي غواړم د لومړۍ نړئـوالي جگړي په پای کي د جرمني پر حالاتو او ناورین یو څه رڼا درته واچوم؛ دا چي جرمني په دې جگړه کي بدترینه ماته وخوړله؛ حتیٰ د داسي حالاتو سره مخ سو چي ممکن وه اتحادیان ئې د زمکي له سره فناء کړي؛ ډېري زمکي، ښارونه او سرحدات ئې متحدینو ته د تاوان تر واپس کولو پوري د هغوی تر تسلط لاندي پاته سول؛ غواړم د هغه وخت حالات مختصر درسره شریک کړم تر څو پوه سو چي اروپایانو په څنگه خواریو ځانونه تر دې ځایه را رسولي دي: د لومړۍ نړئوالي جگړي د تلفاتو مختصر ...
نور ولوله

حزب التحرير په تېرو ۷۰ کلونو کي د امت باور ترلاسه نکړی شو

سبزي فروش ته ئې مشتري مسلسل انتظار کوی او ده پر بادرنگو اوبه پاشلې؛ مشتري چي ستړی سو؛ گاډۍ وان ته ئې وویل: "وروره! چي بادرنگ دي را په سد سول؛ دوه کیلو را وتَـلـه!" ............................................ په تېرو ۷۰-اویـا کلونو کي حزب التحریر د امت باور تر لاسه نکړی سو او که ئې چیري ترلاسه کړی هم وي؛ د هغوی لپاره ئې هیڅ ډول مثبت او عملي اقدام نه دی کړی؛ بلې هو! نه سیاسي اقدام او نه نظامي؛ نه په پوره معنیٰ تربیتي اقدام او نه پر اصولو ولاړ دعوتي اقدام. حزب د اوسنیو سیاسي اسلامپالو لار غندي؛ جمهوریتـــپال مردود بولي؛ جهاد نکوي بلکي د اسلامي نړۍ له بې واکه فوځونه نه د جهاد غوښتنه ک...
نور ولوله

د اسلامي نړۍ ازلي دښمن ایران

ایران له افغانستان نه ډېر ناهیلی سوی؛ ما ئې نږدې درې میاشتي وړاندي د بهرنیو چارو د وزیر خبري واورېدې چي پارلمان ته په ډېر صراحت سره وايي؛ موږ اوس په افغانستان کي د انتخاب هیڅ آپشن نلرو؛ هلته د اسلامي امارت یوازينی دښمن داعش موجود دئ چي موږ ته تر هغوی هم زیات خطرناک دئ؛ ځکه د هغوی ملاتړ نسو کولی؛ نور چي مو څه پړسولي ول هغوی ټول له هیواده وتلي؛ مجبوراً به گذاره کوو... پر اوبــو خو ډېر وړاندي خفه وو؛ نشه يي توکي او انساني قاچاق په دې وروستیو کي اوج ته رسېدلی؛ دوی چي د عربانو پوزه په خاورو سپېـره کړه او د هغوی څلور ستر مراکز(بغداد، دمشق، بیروت او صنعاء) ئې اشغال کړي؛ ډېر مغرور سوي خو دا چي کابل ئې په ډېر کم قیمت د اوس لپاره له لاسه وتلی؛ د کلونو کلونو پانگوني او په بوجیو بوجیو ډالر ئې ضایع سو...
نور ولوله

د افغانانو خلع سلاح کول مناسب اقدام نه دئ

خدای دي وکړي چي همداسي وي! پروند مي همدا وېره څرگنده کړېـوه؛ که نن نه وي سبا به الله مکړه داسي کیږي؛ امریکا په هیڅ صورت دلته پرمختللي سلاوي نسي زغملی... غوره اقدام په کار دئ او تر یو وخته نباید له ملتــه سلاح ټوله سي... پرونۍ خبره: (زه هم په دې باور یم چي امریکا به بیا داسي حماقت ونکړي؛ د فوځونو پر را لېږلو به سل ځله غور کوي؛ البته په وروسته پاته هیواد کي د دومره نظامي تجهیزاتو منل نسي هضمولی؛ حدِاقل د میزائل وار ډېر ورته آسانه دئ؛ تر دې وړاندي ئې زموږ او نورو سره همداسي کړیدي... د احتیاط په مراعات سره ویلی سم چي افغانان خلع سلاح کول مناسب اقدام نه دئ؛ افغان ملت مسلمان ملت دئ؛ دلته د ځان وژني او د نورو ډله ییزو قتلونو تصور...
نور ولوله

د سلاوو په اړه اوس هم وخت تېر نه دئ! باید په دې اړه غور وشي

زه هم په دې باور یم چي امریکا به بیا داسي حماقت ونکړي؛ د فوځونو پر را لېږلو به سل ځله غور کوي؛ البته په وروسته پاته هیواد کي د دومره نظامي تجهیزاتو منل نسي هضمولی؛ حدِاقل د میزائل وار ډېر ورته آسانه دئ؛ تر دې وړاندي ئې زموږ او نورو سره همداسي کړیدي... د احتیاط په مراعات سره ویلی سم چي افغانان خلع سلاح کول مناسب اقدام نه دئ؛ افغان ملت مسلمان ملت دئ؛ دلته د ځان وژني او د نورو ډله ییزو قتلونو تصور نسته. الحمد لله! غرب په دې شرم او امتحان کي راگیر دئ... دا چي سلاوي جمع کیږي؛ سلاکوټونه او ډېپوگان او نور د سلاوو ذخائر او قول اردوگاني پرې ډکیږي؛ داسي کار یوازي هغه وخت مناسب دئ چي افغانان پر پښو ودريږي؛ داسي یو نظام حاکم سي چي هم اقتصادي او دفاعي وړتیا ولري او هم ...
نور ولوله

د تعليم په اړه زمونږ د ټولنې افراط

په اوس وخت کي هم زموږ په ټولنه کي داسي بې شمېره ناپوهان سته چي له ډاکټرۍ/طبابت نه هم انکار کوي؛ د هغوی د زرگونو بریالیو مثالونو تر وړاندي کېدلو وروسته هم دا خلک منکر دي؛ سائنس خو کفر ورته ښکاري؛ دوی د ماشومانو په څېر دي چي د خطر پر وخت پر سترگو لاسونه ونیسي او گمان کوي چي نړۍ د یوې شېبې لپاره یا فناء سوه او یا تم سوه؛ دا چي اسلامي امارت د نجونو تعلیم د دوی په وینا د موقت وخت لپاره او یا هم د ځینو ضرورتونو پر اساس بند کړی؛ ځیني لگیا وي او د تعلیم بندولو پروسه د هر ډول مثبت دلیل پرته ستايي او غواړي تعلیمي ادارې د تل لپاره همداسي وتړل سي؛ دا د عقل دښمنان عجیب افراطي ذهنیتونه لري. زما ډېر داسي افراطیان په یاد دي چي څو کلونه وړاندي به ئې خپلو فکري مخالفینو ته د انتقام گوتي څنډلې؛ اخطارونه به ئ...
نور ولوله

کمزوری داعي او جاهل مدافع د یوې نظریې د بدنامولو سبب جوړېدلی شي

مشتري له گاډۍ وان څخه پوښتنه وکړه: وروره! تر تشناب وروسته لاسونه ښه پاک پرېولې کنه؟! گاډۍ وان: موږ خو د مَسالو او مرچو کاروبار کوو؛ وروسته که مو پرېولل او کنه خو تر حاجت وړاندي ئې ښه پاک پرېــمنځو! دلته هم چي د چا څخه پوښتنه وکړې چي پر فلان مسلمان ولي بهتان وايې؟ د دې پر ځای چي معقول ځواب درکړي؛ مناسب دلیل ووايي او یا د کوم کتاب حواله درکړي؛ بې ځایه او بې مورده بحث به درسره پیل کړي؛ یو خوا بل خواته زورونه شروع کړي؛ له کومي موضوع چي بېخبره ئې نو چا مجبور کړې چي حتماً به تبصره ورباندي کوې؟ پروند هم یوه ورور په ډېر ټینګار وویل محمد مرسي سیکولر وو! چي د سیکولرزم په اړه مي پوښتني ترې وکړې: سیکو...
نور ولوله

د دوبی چارواکو کلونه پس د څه لپاره بشار الاسد سره وليدل؟

له دې خبري به ممکن ډېر کم خلک خبر وي چي محمد مرسي د اسلامي نړۍ لومړی ولسمشر وو چي د سوريې د جهاد په اړه ئې اسلامي کانفرانس جوړ کړ؛ د نړيوالو اسلامي علماوو په واسطه ئې د جهاد عمومي او دولتي فتویٰ صادره کړه؛ دا یادونه هم مهمه ده چي په دغه غونډه کي د حرمینو پخوانی متقي امام شیخ الطریفي هم ګډون کړی وو؛ چي د همدې ګناه په سبب آلِ سعود زندان ته غورځولی؛ نوموړي د مصري فوځ یوه برخه سلاح د سوریې د مجاهدینو لپاره وقف کړه؛ پر همدې کار ئې ایران سخت په غصه شو او د مرسي دا کړنه ئې په شدیدو الفاظو وغندله؛ ایران تر دې وړاندي هم مرسي ته د فاطمیونو د مقاماتو د هغوی د خوښي مطابق د نه جوړولو او نه عام کولو پر سر په غصه وو؛ د ایران د رافضي دولت په اړه د نوموړي (مرسي) د پوهي ډک موقف او په مصر کي د شیعیزم د مخنیوي په اړه د ده جرأت د ستایلو وړ و...
نور ولوله

د امریکا او برطانیې چي پیسو او تجارت ته شوق وسي؛ عربان وېروي

د امریکا او برطانیې چي پیسو او تجارت ته شوق وسي؛ عربان وېروي؛ په ځانگړي ډول آل سعود؛ کله د خاشقچي دوسیه ورته تازه کړي او کله د یمن جنایات! کله ئې د بشري جرائمو یادونه کوي او کله ئې بیا د سخت دریځۍ! له تېرو دوو اونیو راهیسي اوازه وه چي م بن سلمان د بائیډن ټلیفون ته ځواب نه وایي؛ نن جانسن وايي په سعودي کي به د بشري حقونو موضوع راپورته کوي؛ بن سلمان دي اخطارونه نه نظر انداز کوي؛ کنه وو د صدام او قذافي کانـــې به په وکړي؛ پښتانه وايي؛ یا مېړه شه یا د مېړه لمن ونیسه! آل سعود په یمن کي له ایرانه ښه سمه ماته وخوړله؛ عراق او سوریه خو ئې ډېـر وړاندي لا د هغوی غېږي ته غورځولي ول؛ د سوریې وهابي تروریستانو ئې د ایران او اسد په مقابل کي هیڅ ونکړل بلکي سوري مجاهدین ئې وټکول؛ په اسلامي نړۍ کي ئې هیڅ مسل...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک