محمد هاشم شاهين
د محمد هاشم شاهين لیکنی
اوس مهال له ملعون قام سره د ترکیې هر څه قطع شوي
د مصطفى کمال اتاترک او عصمت انونو له ترکیې بیا د نجم الدین اربکان او رجب طیب اردوغان تر ترکیې؛ د سیکولرزم له شناخت نه تر اسلامي تشخص پوري؛ بدلون څرگند دئ؛ اوس مهال له ملعون قام سره د ترکیې هر څه قطع سوي:
√ سفارتي اړیکي
√ اقتصادي اړیکي
√ رسنیزي اړیکي
√ تجارتي اړیکي (کلنی ۱۰-میلیارد ډالري)
√ فوځي/نظامي اړیکي
√ کلتوري اړیکي
√ سیاسي اړیکي
√ او فضائي اړیکي
دا ټولي اړیکي د ترکیې سیکولر اسټبلشمنټ په ډېره سپین سترگي له ملعون قام سره عیاري کړي وې؛ اسلامپالو په تدریجي توگه کار وکړ؛ دا آسانه کار نه...
نور ولوله
شیخ محمد الغزالي وپېژنئ! - څلورمه برخه
د اسلام پر لور دعوت:
شیخ محمد الغزالي د اسلام جزوي تصور نه خوښوی بلکي تل به ئې ټینگار کوی چي موږ باید د اسلام کُلي مفهوم غوره کړو؛ د ده په فکر تر ټولو وړاندي خوارج په کم عقلۍ او یا په فقي ناپوهۍ کي راگیر سول؛ خوارجو وویل: د علي کرم الله وجهه پر ضد وجنگېږئ او یا دي هغه له تحکیم نه برئ الذمه سي؛ د عمر بن عبدالعزیز پر ضد تر هغه وجنگېږئ تر څو هغه پر خپلو مشرانو یعني د بنو امیه پر خلفاؤ لعنت ونه وایي. دا فقهي نا پوهۍ د دې پایله وه چي فقهاء ځیرک فکر لري خو عابد زړونه نه لري؛ د صوفیانو بیا پاک جذبات وي خو د فقهاءو په څېر تېز عقلونه نه لري؛ د محدثینو د احادیثو متن یاد وي خو دوی دا احادیث د هغوی پر مناسب محل نسي وضع کولی او نه هم سم استنباط ترې کولی سي. اصحاب الرايي بیا مصلحت گوري خو له نصِ محفوظ څخه د ...
نور ولوله
شیخ محمد الغزالي وپېژنئ! - درېـیمه برخه
داعیانو ته د شیخ محمد الغزالي سپارښتني:
د الازهر تر زده کړو وروسته شیخ محمد الغزالي خپل ځان د دعوت و اصلاح د کار اهل جوړ کړی وو؛ قرآن خو ئې په ماشومتوب کي لا حفظ کړی وو او له همغه وخته به ئې په ډېر ذوق و شوق سره تلاوت کاوه؛ شیخ محمد الغزالي وایي:
”ما هر شی لوستلو؛ کوم ځانگړی علم پر ما غالب او دروند سوی نه دئ؛ ما به د تـلو راتـلو او حـتٰی د خوړلو پر وخت هم مطالعه کوله؛ مطالعه د داعي لپاره ډېره مهمه ده؛ مطالعه د هر فقیه او داعي لپاره قوي تکیه ده؛ په دیني امورو کي د بحث کوونکي لپاره کمزورې مطالعه یا نیمگړي زده کړي لوی عیب دئ. مطالعه یوازینی داسي شی دئ چي د دنیا او د هغه د کارونو او معاملاتو په اړه سـم فکر سړي ته ورکوي؛ مختلف مفاهیم په سمو درجه بندیو کي ږدي؛ د فقهاءو او مبلغین...
نور ولوله
شیخ محمد الغزالي وپېژنئ! - دوهمه برخه
له ناسم موقف څخه رجوع او توبه:
له خپلو ځینو څرگندونو څخه شیخ محمد الغزالي وروسته رجوع کړې وه؛ اصلاً دا د ډېرو اسلامپالو مفکرینو اخلاص دئ چي په ډېره مېړانه پر خپلو ځینو تېروتنو اعتراف وکړي او حق ته تر رسېدلو وروسته د ځینو مسائلو په تړاؤ له خپل پخواني موقف څخه پر شا سي؛ دا کار شهید سید قطب رحمه الله هم ترسره کړی دئ؛ د هغه تر شهادت وروسته ئې ورور مرحوم محمد قطب رحمه الله ځیني وضاحتونه ورکړي؛ او همدا ئې ثابته کړې چي سید مرحوم له خپلو داسي ناسمو رأیو څخه برائت اعلان کړی وو. د اسلامي نړۍ تاریخ له ډېرو ترخو پېښو څخه ډک دئ؛ د صحابه وو رضوان الله علیهم اجمعین په وخت کي چي کوم اختلافات را پورته سول او هر مشر ئې متفاوت نظر درلودی؛ نو پر دغو موضوعاتو ځینو لیکوالانو او مفکرینو تبصرې کړيدي؛ ځینو ئې د یوه صحا...
نور ولوله
مصــر له غــزې غلا شوی مال پــېـري!
د شهید محمد مرسي نظام به ولي له منځه نه تلی؟ په ۲۰۱۲ع کال کي چي کله د محمد مرسي د ولسمشرۍ د لوړې مراسم ترسره سول؛ په لومړنۍ نشر سوې وینا کي ئې وویل: تمر Tamar د فلسطین او لبنان مشترک مِلکیت دئ. تر دې وینا فقط یو کال وروسته پر محمد مرسي ناروا کودتا وسوه؛ د انتهائي وحشت په نتیجه کي بالاخر شپږ کاله وروسته له "ثورة" یعني عقرب زندان څخه د شهید محمد مرسي جنازه را وایستل سوه.
ټائمز آف اسرائیـل لیکي: مصر په بحیره روم کي د غزې له اوبو څخه را ایستل سوی قدرتي گاز له اسرائیل څخه رانیسي. د لیویاتن Leviathan په نوم دا مشهوره د گاز ساحه په ۲۰۱۰ع کي موندل سوې وه؛ چي د پیدا کولو د پیل چاري ئې امریکایي شرکت نوبل انرجي Noble Energy تر سره کړي؛ تر دې وروسته په ۲۰۲۰ع کال کي Chevron شرکت نوبل انرجي ش...
نور ولوله
الأزهر الشریف؛ د اسلامي امت ویاړلې تعلیمي اداره!
ما تېره ورځ د الازهر پوهنتون د مشر شیخ احمد طیب په اړه لیکنه کړې وه؛ هغه یو ځل د غزې سره د خواخوږۍ پیغام نشر کړ او دوه ساعته وروسته ئې همغه پیغام ړنگ کړ او یوه ورځ وروسته ئې بیا په وضاحت پاڼه کي وویل؛ ساده مفهوم: ”دا چي په مصر کي د غزې - اسرائیل د جگړي د متوقف کولو په تړاؤ مذاکرات شروع دي او داسي اعلامیې ممکن پر دغو مذاکراتو منفي تأثر خپور کړي نو ځکه مو خپله مخکینۍ د خواخوږۍ اعلامیه د اوس لپاره حذف کړه.“
دا چي ما نیوکه کړې وه چي د الأزهر د مشر د اعلامیې ړنگول نامناسب اقدام وو او د مذاکراتو پر ځای ئې په اسلامي نړۍ کي د ده په اړه منفي تأثر خپور کړ او یا نوموړي جرأت ونسو کولی خپل پر خبره ودرېږي او یوه دیکتاتور ته تسلیم سو؛ چي اوس هم پر خپل همدې موقف ولاړ یم؛ دلته ځینو وروڼو دا باور وکړ چي گواکي زه د ال...
نور ولوله
ایا امریکا به اخوان المسلمین ترهگریز سازمان اعلان کړي؟!
لیکوال: مهتاب عزیز صاحب
ژباړه: محمد هاشم شاهین
په امریکا کي د اخوان المسلمین د ترهگریز سازمان اعلانولو کمپاين؛ صهیونيستي فشار، عرب دیکتاتوران او امریکایي تذلذل.
څو ورځي وړاندي په امریکایي سناء مجلس کي د ريپبلکن گوند محافظه کار غړي "ټېډ کروز" یو ځل بیا د اخوان المسلمین د ترهگر گڼلو لایحه وړاندي کړه؛ بلکي په تېرو دوو لسیزو کي د مختلفو امریکايي رژیمونو او قانون جوړوونکو لخوا پر نړئواله سطح د اخوان المسلمین د ترهگریز سازمان اعلانولو هڅي ترسره سوي؛ خو هر ځل دا هڅي په یوه نه یوه توگه ناکامه سوي دي.
دا ځل هم ټېډ کروز دعوه کړې چي اخوان المسلمین د نړئوال تروریزم ریښه ده؛ او د هغه اثرات تر امریکايي زمکي پوري را رسېدلي دي؛ نو ځکه هم باید دا تنظیم د القاعده او د...
نور ولوله
مرگ تر هغه ډېر هوسا دئ چي موږ ئې زغمو!
مرگ تر هغه ډېر هوسا دئ چي موږ ئې زغمو!
(د مظلوم استاذ محمد البـ.لتاجي لیک)
مرگ تر هغه ډېر هوسا دئ چي موږ ئې زغمو!
زه محمد البلتاجي یم؛ د الازهر پوهنتون د طب پوهنځۍ پروفېسر او د پارلمان مخکنی غړی؛ زه له ۲۰۱۳ع کال څخه د خپلي سیاسي نظريې له وجهي نظر بنده یم او د خپلو ۵۷-ملگرو سره پرلپسې درې کاله د بـ.در-۳ زنـ.دان په ۲-سکتور کي ساتل سوی یم؛ موږ په غیرِ انساني او خورا سختو شرایطو کي ژوند کوو. ۸-اتــه کاله کیږي چي موږ د مصر په زندانـ.ونو کي لمر یا د اسمان رنگونه نه دي لیدلي.
دا اته کاله؛ یعني هره ورځ ئې پوره ۲۴-ساعتونه په تړلو اطاقونو کي تېر سوي؛ یوازي په ډېرو سختو شرایطو کي روغتون ته تللو ته پرېښودل سوي؛ دا هم فقط هغه وخت چي کله موږ ته (د ډاکټر لخوا ضروري سپارښتنه) اجاز...
نور ولوله
مکار ایران او دروغجني دعوې ئې
په اسلامي نړۍ کي د اموي او عباسي سلطنتونو سره دوو نظریو ډېر ترویج وکړ؛ پر اهل سنت او اهل تشیع باندي وېشل سوي اسلامي نړۍ په خپلمنځي اختلافاتو کي هغه ناخوالي تجربه کړې چي ممکن د دوی مخالفینو دوی ته هومره زیان کله هم نه وو رسولی؛ اصلاً اسلامي تاریخ د دوو ډېرو مظلومانه شهادتونو شاهد پاته سوی؛ یو د عثمان بن عفان رضي الله شهادت او بل د حسین بن علي رضي الله عنه شهادت؛ وروسته کیسه داسي سوه چي د عثمان بن عفان شهادت ناصبیانو د خپلو سیاسي اغراضو او اهدافو لپاره وکاروی؛ یعني له عمر بن عبدالعزیز رض نه پرته بنو امیة او د حسین رضي الله عنه شهادت بیا روافضو؛ د دغو دوو عظیمو انسانانو سپېڅلي شهادتونه نن هم د دغو دوو ډلو لخوا یرغمال ساتل سوي؛ دوی نن هم همدا شهادتونه په سیاسي او جذباتي توگه کېش کوي؛ پر دغو دواړو عظیمو شخصیتونو دغو دوو طبقو ...
نور ولوله
محمّد البلتاجي د نه خوړلو اعتصاب روغتون ته وړل سوی
د اسلامي نړۍ په ځانگړې توگه د خلیج ستونزي دومره ډېری دي چي پر هري یوې ئې بحث کول ډېر وخت غواړي؛ د مقدسي زمکي وضعیت او په مصر او تونس کي د اسلامي تحریکونو او د هغوی د مشرانو ځورونکي حالات؛ همداسي پر سوریې ناروا بریدونه او په اصطلاح د نویو "اسلامي نظامونو" ضعیف دفاعي وضعیت؛ پر کوم یوه باید بحث وسي؟!
نن بیا اوازه ده چي د مصر د اخوان المسلمین یو تن مشر "محمّد البلتاجي" د نه خوړلو اعتصاب په پایله کي د روغتیایي وضعیت د خرابېدلو په سبب روغتون ته وړل سوی؛ پر نوموړي د مصري معاصر فرعون لخوا د دروغجنو دوسیو پر مټ د ۱۲-کلونو زندان حکم صادر سوی دئ. مصر او تونس په وروستیو کي د اخواني نړئوال تنظیم پر ضد سازشي سیاستونو ته مخه کړې ده او د دې جمهوري گوند ډېری مشران ئې یا په مرموز ډول وژلي، زنداني کړي او یا ئې...
نور ولوله
هېره شوې غزه!
د ایران - اسرائیل دوولس ورځنۍ جگړه ودرول سوه؛ د جگړي کیفیت مجهول وو؛ لاسته راوني او دعوې متفاوتي دي؛ د سولي نوعیت ئې هم له نورو جنگونو نه مختلف وو؛ د کاغذ پر ځای په ټلیفوني وعدو اوربند ترسره سو؛ داسي ښکاري چي اسرائیل په خپل مأموریت (د ایران اټومي سلاوو له منځه وړلو) کي ناکام سو؛ ایران هم ځکه ډېره واویلا نه کوي چي غوره گڼي نړۍ همدا فکر وکړي چي ایران نسي اټومي کېدلی؛ په هر صورت ایران له اټوم څخه په هیڅ صورت نه لاس پر سر کېږي؛ اسرائیل له جگړي او تلفاتو څخه ځان ایستل غوښتل؛ دا چي ټرمپ (پلار) ئې تر شا ولاړ و نو ځکه ئې لکه ماشوم ږغ لوړ وو؛ خو سولي ته ئې تر بل هر طرف ډېره تلوسه وه.
په دې سناریو کي ځورونکې خبره دا ده چي غزه لا هم په سرو لمبـو کي قرار لري؛ هارورډ په خپل یوه څېړنیز راپور کي وویل چي ۳۷۷۰۰۰-درې لکه اوه اوی...
نور ولوله
له افغانانو سره ایراني چلن او د تاریخ ترخې خاطرې!
راځئ چي د تاریخ پاڼو ته مو بوځم: تر ۹/۱۱ وروسته چي کله امریکا پر افغانستان د یرغل چمتو والی کاوی؛ له سعودي څخه ئې د هوائي میدان کارولو غوښتنه وکړه؛ سعودي له دې شرمه چي پر ورلډ ټرېډ سنټر د ۱۷-تنه برید کوونکو له جملې څخه ئې ۱۵-تنه سعودیان ول مجبوراً خپل السلطان هوائي ډگر د هغوی خدمت ته وقف کړ؛ د یولسم سپتامبر تر پېښي وروسته بوش په خپله لومړۍ احساساتي وینا کي یوه تېروتنه کړې وه؛ هغه ویلي وو دا به یو کروسېډر وار (صلیبي جگړه) وي؛ دې توري ئې په ځانگړي توگه اسلامي نړۍ کي غوغا جوړه کړې وه؛ دا چي امریکا له سعودي څخه هوائي ډگر ترلاسه کړی وو؛ نو د بوش د هغې وینا د تأثر ختمولو په موخه ئې دا خبره رسنیزه کړه چي په دې جگړه کي د اسلامي نړۍ ستر مذهبي هېواد سعودي زموږ په څنگ کي ولاړ دئ او امریکا به له سعودي هوائي ډگر څخه پر افغانستان برید...
نور ولوله
