د ۳۶۵ ورځو د تاریخ قضاوت په ۵۰ ورځني نامکمل تاریخ کول
"که چیري زه د خپل ژوند څلوېښت کلونه د ۳۶۵-ورځو له قراره حساب کړم او بیا د ژوند مهمو پېـښو ته په ترتیب سره د کتابي شکل ورکولو هڅه وکړم نو داسي پېښي به تر ۳۰-دېـرشو ورځو زیاتي نشي؛ نه اضافه به ئې ووایم چي ۵۰-ورځو ته به ورسیږي؛ او چي کله نړۍ زما ژوند (بیوگرافي) لـولي نو دوی به یوازي له همدغو ۵۰-پنځوسو ورځو نه خبر شي.
خو زما د ژوند چي کومي ۳۱۵-درې سوه پنځلس ورځي پاته شوې؛ له هغوی به دوی بې خبره وي او هیڅوک به ئې په اړه فکر نکوي؛ په داسي حال کي چي همهغه زما اصل ژوند دئ چي را بانــدي تېـر شو.
همدا د تاریخ لیکونکو ستره تېروتنه ده!
موږ چي کله د عبـاسیـانو، امـویـانو تاریخ مرتب کوو نو د دغه دوران همهغه ۵۰-پنځوس ورځي په لاس راشي چي له ظلم، جبر، قتل او چور نه ډکي دي؛ البته هغه ۳۱۵-درې سوه پنځلس ورځي چي رازونه پکې پټ ول؛ له مدینې د پیل شوي سلطنت سرحدات تر افریقا او اروپا پوري ورسېدل؛ دا خلک هغه نه ویني.
همدا حالت د هندوستان د تاریخ دئ او هم د عثماني سلطنت!
د 'قانوني پېړۍ' سریال چي د سلیمان القانوني د حرم پر سازشونو، حرص او هوس جوړه شوې ډرامه ده؛ موږ تــرې خبر شوي یو؛ خو دا چي عظیم سلطان کومو شیانو د قانوني په ستر لقب ونازاوه؛ له هغه بې خبره یو. ممکن ډېـر کم خلک به خبر وي چي د همدې سریال د نا سم انځور شوي کرېـکټر یعني حقیقي اتل سلطان سلیمان القانوني سلطنت په خپل وخت کي د زمکي پر مخ تر ټولو ستر، مضبوط او مقتدر دولت بلل کېدو؛ دا چي د ده تر شا کوم رازونه ول هغه هم په دغو ۳۱۵-ورځو کي رانه ورک شوي...
تاریخ موږ ته د یخي کُندې سر tip of the iceberg راښيي او زموږ ذهني مغلــوب او له غرب نه متأثر شوي ځوانان همدغه وړې ټوټې ته تاریخ وایي او بیا همداسي نیمگړي قضاوتونه کوي؛ همدا د ډېـرو تاریخ لیکونکو ستره تېروتنه ده..."
