No-IMG

مُرتجع

 

له يوې کړسنده خندا سره يې وويل :
د کمونيستي اقتدار لومړۍ ورځې وې ، شعارونه نوي شوو ، اکټونو تر کهکشانه ليکه وکړه ، کارګر په پرولتر واوښت ، 
دين پالی مرتجع و بلل شو ، او دين پلور او وطن پلور مترقي او روشن فکر !! کمونيست ته به دا ښه ښکارېده چې په خپل آئين ملنډې ووهي ، او خپل کُلتور په لغته ووهي !
زما يو کمونيست ټولګي وال هم  تازه په بازار راغلی ؤ ، که څه هم په ځِګر کې يې الِف نه ؤ ؛ خو ځان يې تر بل هر چا لوړ او روڼ اندی باله !!  روڼ اندي صيب  د روښن خيالۍ يوه نښه دا بلله چې څوک له اسلام نه منکر او له خدای سره په جنګ اخته شي ؛ ځکه خو يې ځانته «  بې خدا » تخلص انتخاب کړ !! 
حکمت الله يې نوم ؤ ؛ خو په دې سخت خفه کېدو چې له نوم سره يې الله ذکر شي ! هغه به ويل : 
« ماته حکمت الله نه ؛ بلکې حکمت بې خدا واياست » !!
دا يوازې د هغه نه ؛ بلکې د هر کمونيست دريځ ؤ چې د نوم له ترکيب نه د الله نوم حذف کړي !  د « افغانها در افغانستان          » کتاب ليکوال جنرال (عزيز احمد عزيز   ) پخپل کتاب کې کاږي چې ډاکتر نجيب هم له خپل نوم نه د الله نوم حذف کړ او خلک يې له دې نه منع کړل چې نجيب الله ورته ووايي !
وايي چې د کنړ د کرهالې دوولس سوه شهيدانو قاتل هم پر ځان « بې خدا » تخلص ايښی ؤ !! 
 « اور » ، « تندر » ، « توپان » ، « انگار » ، « سېلاب »  ، او دېته ورته نومونه هم اکثراً کمونيستانو په ځانونو ايښي وو ؛ دوی ځکه دا ډول نومونه انتخابول چې ځانونه « انقلابي » و ښيي او له کمونيستو مشرانو کرېديت واخلي ! 
له بده مرغه دا ډول خلک د امريکا په اوږو راغلي جمهوريت کې هم په لوړو لوړو رتبو و نازول شول ! د جمهوريتيانو په آند 
« اور » او « تندر » پر مخالفينو توپان نازلولی شوای ؛ خو خبر نه ؤ چې د جنګ په میدان کې د تندرونو په ځای دوړې ترې ولاړېدلې !
د فساد جنګ ما به کولو
د وطن جنګ دی ما په نېشت ګڼه مينه
حکمت بې خدا هم همداسې يو څوک ؤ ، کمونيستو مشرانو ته يې له خداي سره ددښمنۍ ثبوت ور کاؤ ، له مقدساتو سره په جنګ کې اور ؤ ؛ پر مسلمانو محصلينو ، يې غضبونه نازلول ؛ خو د غيرت په اصلي جګړه کې به دوړې ترې ولاړېدلې !
يوه ورځ خبر شوو چې پلار يې مړ شوی ، پلار يې متدين سړی ؤ ؛ ځکه مو اړينه و بلله چې دعا ته يې ورشو او له بې خدا صیب سره غمرازي وکړو ...
پر ټغر يې کېناستو ، د معمول په څېر مو د دعا په پار لاسونه لپه کړل :
خدای دې و بښي 
الله تعالی دې يې په خپلو نعمتونو و نازوي ...
مو ږ لا پر شونډو د دعا توري ګرځول چې بې خدا صيب تر مننې وروسته را غبرګه کړه :
« پلار خو وهلي کلا وي ، کور پرې خوندي وي ، او اولادونه پرې را ټول وي ؛ خو زه په يو لحاظ پرې خوشاله یم چې خوشی 
« مرتجع » ؤ ، او په بل لحاظ خفه يم چې مُفت مزدور مې له لاسه  ورکړ !! » 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک