No-IMG

د ښځو حقوق څه دي؟!

د دوی مدافعي فعالاني او وکیلاني ولي د نارینه وو پېښې کوي؟! لکه سیما ثمر او د دې په څېـر نوري بېـکټریاوي چي ځانونه د افغان ښځو د حقوقو مدافع بولي؛ د مېرمنو په ډول رفتار او څېـرې باندي ولي شرمیږي؟!

دا چي دوی د نارینه وو په څېـر وېښتان جوړوي؛ د هغوی په څېـر جامې اغوندي؛ آیا له نارینه وو نه دومره متأثري ښځي کولی شي د ښځو د مسلّمو حقوقو د دفاع ږغ اوچت کړي؟! نن چي په غرب کي هم کومي مېرمني دفترونو ته ځي د پروفېشنلیـزم تر شوق لاندي د نارینه وو کاپي کوي؛ د هغوی په څېـر جامې (کوټ او پتلون) اغوندي؟! دوی ولي په خپلو جامو شرم احساسوي؟! آیا دوی په داسي کارونو د ښځو له معیاره نه دي غورځېدلي؟!

آیا د ښځو حقوق یوازي د کورني نظام ړنگول او بهر ته راویستل دي؛ همهغه چي غرب ورکړي او که ښځه ځان ته مجسم او منظم وجود لري؟! بلې هو! همهغه وجود ئې د ټولني نیمه او حتیٰ تر هغې زیاته برخه تشکیلوي؛ دوی حقوق لري؛ هیڅ با شعوره ټولنه د دوی له حقوقو انکار نکوي! خبره یوازي د دوی د حقوقو د تسلیـمولو نده! بلکي خبره دا ده چي دوی کوم حقوق غواړي؟! د حقوقو تعریف ئې څه دئ؟! شهوت ځپلی غرب کوم حقوق ورکوي؟! جهالت ځپلی شرق د دوی لپاره څه غواړي؟! مذاهب د دوی لپاره کوم حقوق لري؟!  هندویزم او عیسائیت څه وايي؟! یهودان څه نظر لري؟! قرآن کوم حقوق ورکوي؟! کوم ډول حقوق د هغوی د مادي او معنوي؛ دنیاوي او اخروي ارزښتونو ساتنه کولی شي؟!

که فرضاً د غربي جمهوریت اصولو ته ژمن سو؛ بیا هم د افغان مېرمنو اکثریت د اسلامي حقوقو غوښتنه کوي! دوی د اتم نمبر فرمان پر واردوونکي هم لعنت وايي او هم د غربي فېمینیزم پر پیروانو! د دوی آئیډیاله نه اناهیتا راتب زاد ده او نه سیما ثمر! دوی د عظیمو صحابیاتو (رض) په څېر حقوق غواړي؛ د ملالي میوندۍ قصیدې وايي! همهغه چي دوی ته د ننگ او د جنگ دواړه میدانونه خلاصوي! نه هغه چي له دوی نه سېکس سمپل جوړول او بازار ته عرضه کول غواړي!!!

۸ مارچ ۲۰۲۲

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک