No-IMG

اوس مهال له ملعون قام سره د ترکیې هر څه قطع شوي

 

د مصطفى کمال اتاترک او عصمت انونو له ترکیې بیا د نجم الدین اربکان او رجب طیب اردوغان تر ترکیې؛ د سیکولرزم له شناخت نه تر اسلامي تشخص پوري؛ بدلون څرگند دئ؛ اوس مهال له ملعون قام سره د ترکیې هر څه قطع سوي:

√    سفارتي اړیکي
√    اقتصادي اړیکي
√    رسنیزي اړیکي
√    تجارتي اړیکي (کلنی ۱۰-میلیارد ډالري)
√    فوځي/نظامي اړیکي
√    کلتوري اړیکي
√    سیاسي اړیکي
√    او فضائي اړیکي

دا ټولي اړیکي د ترکیې سیکولر اسټبلشمنټ په ډېره سپین سترگي له ملعون قام سره عیاري کړي وې؛ اسلامپالو په تدریجي توگه کار وکړ؛ دا آسانه کار نه وو؛ دا ټول تحولات تر ډېرو ستونزو او قربانیو وروسته راغلي؛ پر دغو بدلونونو د لومړي وزیر تر کچي سړي اعدام سوي او یا د اقتدار له کرسۍ سیده زندان ته لېږل سوي دي.

نن ترکیه د اسلامي نړۍ په هغو هېوادونو کي چي ملعون قام ئې په رسمیت پېژندلی لومړنی هېواد دئ چي له هغوی سره په دې توگه اړیکي قطع کوي؛ دا بدلون په یوه ورځ او یوه فرمان اصلاً ممکن نه وو؛ له فريډم فلوټېلا نیولې بیا تر ننه دوی د ملعون قام ستري گټي ننگولي دي.

لاندینی کتاب (رجب طیب اردوغان) یوازي د ولسمشر اردوغان بیوگرافي نه ده بلکي د معاصري ترکیې د بدلون او نوي تحول د جریان کیسه ده؛ دا چي دا نظم په څومره مهارت سره حاکم او تر اوسه دائم پاته سوی؛ دا هم تاریخ دئ او د تاریخ زده کوونکو ته درس؛ یاد کتاب ډاکټر راغب السرجاني لیکلی؛ زه په دې باور یم چي دې کتاب ته نامناسب عنوان (قصة اردوجان) ورکول سوی؛ یقیناً دا د یوه انقلاب کیسه ده؛ د یوه نوي بدلون. مطالعه کول ئې ځکه مهم دي چي یوازي د یوه شخصیت توصیف نه دئ پکي بیان سوی بلکي د هغه مبارزې سناریو لیکل سوې چي تر پنځوسو کلونو ئې زیات په ترک سیاست کي زور وهلی او بالاخر ئې میدان گټلی.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک