No-IMG

۱۲ فروري د امام حسن البناء رحمه الله د شهادت ورځ

برايي ماښام مي د اخوان المسلمین په اړه د ډاکټر عبیدالله فهد فلاحي صاحب کتاب(اخوان المسلمون-تزکیه، ادب، شهادت) مطالعه کوی؛ د ۴۳-کلن امام ژوند ډېر مختصر وو خو په همدغه مختصر وخت کي د أخوان تأسیس، نــړئـوال کېدل او د فلسطین مقدس جهاد ئې ستري لاسته راوړني وې؛ د امام پر صفت او نورو لاسته راوړنو څه نه لیکم؛ ځکه هغه د یوې وړې تبصرې په متن کي نشي ځای کېدلی؛ بس دومره وایم چي شهید امام داسي ستوري وروزل چي په ورستیو دوو پېـړیو کي ئې مثال نشو موندلی؛ زما په فکر خو همدا نوملــړ د نوموړي هغه ستره لاسته راوړنه ده چي اسلامي انقلاب ته ئې لار هواره کړه؛ زه یوازي همهغه یو  څو نومونه یادوم چي زموږ عام خلک ئې هم پېژني:

شیخ حسن بن اسماعیل الهضیبي رح (دویم مرشد)

سید عمر تلمساني رح (درېیم مرشد)

استاذ محمد حامد ابوالنصر رح (څلورم مرشد)

استاذ مصطفیٰ مشهور (پنځم مرشد)

المسشار محمد مأمون الهضیبي رح (شپږم مرشد)

استاذ محمد مهدي عاکف شهید (اووم مرشد)

ډاکټر محمد البدیع حفظه الله (اتم مرشد)

شهید سید قطب رح

عبدالقادر عوده رح

فتحي یکن

سعید رمضان رح

محمد قطب رح

محمد الغزالي رح

مصطفیٰ السباعي رح

په مېرمنو کي بیا زینب الغزالي رح؛ چي د (أیام من حیاتي) کتاب مطالعه ئې ډېـر جرأت غواړي؛ وروستیو انقلابي مېرمنو کي ئې اسماء البلتاجي شهیده؛ لنډه دا چي د اخوان وروستي انقلابیون او علماء ئې تر حساب تېر دي؛ لکه ډاکټر یوسف القرضاوي چي د اسلامي نړۍ منل شوی عالم دئ؛ په سیاسي مبارزینو او انقلابیونو خو ئې مصري زندانونه ډک دي؛ د دغو معاصرو انقلابیونو سرلاری او د شهید سید قطب لاروی شهید محمد المرسي چي مرگ ئې ومنی خو باطل ته تسلیم نشو؛ د امام شهید لارویان به بیا هم روان وي؛ مبارزه به ئې جاري وي تر څو اسلامي امت د یوه بل عظیم اسلامي انقلاب شاهد واوسي؛ الله تعالیٰ دي جنتونه ورکړي...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک