د تعليم په اړه زمونږ د ټولنې افراط
په اوس وخت کي هم زموږ په ټولنه کي داسي بې شمېره ناپوهان سته چي له ډاکټرۍ/طبابت نه هم انکار کوي؛ د هغوی د زرگونو بریالیو مثالونو تر وړاندي کېدلو وروسته هم دا خلک منکر دي؛ سائنس خو کفر ورته ښکاري؛ دوی د ماشومانو په څېر دي چي د خطر پر وخت پر سترگو لاسونه ونیسي او گمان کوي چي نړۍ د یوې شېبې لپاره یا فناء سوه او یا تم سوه؛ دا چي اسلامي امارت د نجونو تعلیم د دوی په وینا د موقت وخت لپاره او یا هم د ځینو ضرورتونو پر اساس بند کړی؛ ځیني لگیا وي او د تعلیم بندولو پروسه د هر ډول مثبت دلیل پرته ستايي او غواړي تعلیمي ادارې د تل لپاره همداسي وتړل سي؛ دا د عقل دښمنان عجیب افراطي ذهنیتونه لري.
زما ډېر داسي افراطیان په یاد دي چي څو کلونه وړاندي به ئې خپلو فکري مخالفینو ته د انتقام گوتي څنډلې؛ اخطارونه به ئې ورکول او... دا چي د اسلامي امارت د عمومي عفوي مقدس اقدام دا رواني ناروغان مهار کړل؛ کنه وو د نورو عصبیتونو تر څنگ به دغو معاصرو چنگېزیانو ډېر انسانان تر تېغ تېر کړي وای؛ زه د شخصي دښمنیو خبره نکوم بلکي یوازي هغه څه یادوم چي ځینو به حتیٰ پر یوه کمنټ د بل مرگ ته اراده جوړوله... دا چي د پولیو او ورته نورو ضروري واکسینونو په ارتباط دوی څومره حساس دي هغه بیا جلا داستان دئ.
د کووېډ د واکسین نه خو حتیٰ په غرب کي هم ځیني په دې وېره تښتي چي هسي نه د امرودو په تول کي ولاړ نسي...
