No-IMG

حزب التحرير په تېرو ۷۰ کلونو کي د امت باور ترلاسه نکړی شو

سبزي فروش ته ئې مشتري مسلسل انتظار کوی او ده پر بادرنگو اوبه پاشلې؛ مشتري چي ستړی سو؛ گاډۍ وان ته ئې وویل:

"وروره! چي بادرنگ دي را په سد سول؛ دوه کیلو را وتَـلـه!"

............................................

په تېرو ۷۰-اویـا کلونو کي حزب التحریر د امت باور تر لاسه نکړی سو او که ئې چیري ترلاسه کړی هم وي؛ د هغوی لپاره ئې هیڅ ډول مثبت او عملي اقدام نه دی کړی؛ بلې هو! نه سیاسي اقدام او نه نظامي؛ نه په پوره معنیٰ تربیتي اقدام او نه پر اصولو ولاړ دعوتي اقدام.

حزب د اوسنیو سیاسي اسلامپالو لار غندي؛ جمهوریتـــپال مردود بولي؛ جهاد نکوي بلکي د اسلامي نړۍ له بې واکه فوځونه نه د جهاد غوښتنه کوي؛ همهغه فوځونه چي د تجهیـزاتو ډېـره برخه پیسې ئې د خپلو هیوادونو د GDP پر ځای له نړئــوال بانک او IMF نه د دراندو سودونو په ذریعه ترلاسه کیږي؛ دوی مجاهدین نه ساتي؛ د هغوی پر سیاست باور نـلري؛ د فلسطین په جهادي ماحول کي هم د مرده باد او زنده باد شعارونه زمزمه کوي او برطانیه کي هم همدا کوي؛ د حربي کافر او سیاسي مفسد سره یوه معامله کوي؛ دوی د اسلام تر شعار لاندي له عدم تشدد نه کار اخلي؛ بلکي قامپرستان تر دوی په یوه لحاظ ځکه بریالي او مېړني دي چي د هغوی دعوې د حقائقو سره څه نا څه اړخ لگوي؛ میدان ئې معلوم دئ؛ دوی په اویـا کلونو کي یو ملت راغونډ نکړی شو نو د امت د راغونډولو او متحد کولو تگلار خو ډېـره ستره قرباني او ډېـر وخت ترې غواړي!

مخکیني دولت د دوی پر فعالیتونو بندیز لگولی وو؛ د اوسني نظام هم فکر کوم ورسره جوړه نه ده!

دا بې سده کارکوونکي څوک ول چي د دوی په غونډه کي ئې گډون کړی او د څه لپاره؟!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک