No-IMG

د دوبی چارواکو کلونه پس د څه لپاره بشار الاسد سره وليدل؟

له دې خبري به ممکن ډېر کم خلک خبر وي چي محمد مرسي د اسلامي نړۍ لومړی ولسمشر وو چي د سوريې د جهاد په اړه ئې اسلامي کانفرانس جوړ کړ؛ د نړيوالو اسلامي علماوو په واسطه ئې د جهاد عمومي او دولتي فتویٰ صادره کړه؛ دا یادونه هم مهمه ده چي په دغه غونډه کي د حرمینو پخوانی متقي امام شیخ الطریفي هم ګډون کړی وو؛ چي د همدې ګناه په سبب آلِ سعود زندان ته غورځولی؛ نوموړي د مصري فوځ یوه برخه سلاح د سوریې د مجاهدینو لپاره وقف کړه؛ پر همدې کار ئې ایران سخت په غصه شو او د مرسي دا کړنه ئې په شدیدو الفاظو وغندله؛ ایران تر دې وړاندي هم مرسي ته د فاطمیونو د مقاماتو د هغوی د خوښي مطابق د نه جوړولو او نه عام کولو پر سر په غصه وو؛ د ایران د رافضي دولت په اړه د نوموړي (مرسي) د پوهي ډک موقف او په مصر کي د شیعیزم د مخنیوي په اړه د ده جرأت د ستایلو وړ وو....

دا چي آلِ نهیان بیا څنگه د مصري فوځي افسرانو رانیولو ته مخه کړه؟ ډېر تفصیلي بحث دئ؛ دوی څنگه د سوریې انقلاب او مقدس جهاد ټکنی کړ او هلته ئې د آل سعود په ملاتړ څنگه سلفي تنظیم جوړ کړ چي د اسدي ځواکونو پر خلاف ئې د مقاومت پر ځای د سوري مجاهدینو وژلو ته اولویت ورکړ؟! وهابي تروریزم په سیمه کي څنگه او د چا په مالي ملاتړ سرایت وکړ؟! (په دې اړه 'له آزادۍ تېښته' کتاب وگورئ!)

دا چي دوی دا کوچنی زخم (سوري انقلاب) په ناسور بدل کړ او هغه ئې د تجارت ذریعه وگرځوی؛ د ایران سره په بالواسطه سازشونو کي شریک شول؛ اسرائيل ئې په رسمیت وپېژندی؛ د پېړۍ تر ټولو ستره سودا (د قدس پلورل) ئې د امریکا په وساطت سرته ورسوله؛ د اسلامي نړۍ هر خائن، تښتېدلی او سفاک سیاستوال تر تېښتي سمدستي وروسته د خپلو پیسو سره اوس د سویس پر ځای دوی ته ځان ور رسوي؛ دوی ئې ساتي او سیاسي پناه ورکوي؛ د تېـري پېړۍ دا بېخبره چوپانان(آل نهیان او آل سعود) نن مادیاتو دومره پر سر اخیستي چي هیڅ معیار او اصول په نظر کي نه ساتي؛ دوی ته اسد اوس بیا محترم دئ؛ دا ځکه هغه سوریه لوټي لوټي کړه او د دوی به ئې د بیا ترمیم او رغوني تر عنوان لاندي نوي تجارتي بازار ته لاره پیدا کړي...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

نورالرحمن جاذب

مهم دوی ته فقط او فقط مفادات دی,نه نظریات

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک