د افغان صرافانو د وروستي پريکړې په اړه
زه اقتصاد پوه نه یم؛ خو د صرافانو او آزاد بازار د راکړي ورکړي او اقتصادي وضعیت نه ښه خبر یم؛ دومره درانه شرائط په اوس وخت کي غیر مناسب او پلې کول ئې ډېر مشکل بلکي ناممکن دي؛ په دې کار سره کاروباري خلک نور هم په مشکلاتو کي راځي؛ د افغانستان بانک سره د ضمانت پیسې ایښودل ښه خبره ده؛ دا ځکه ډېري داسي پېښي سته چي صرافانو له عامو خلکو د هغوی شتمنۍ تښتولي او يا ئې پټي کړیدي؛ دا چي داسي ضمانتونه به د دغو کسانو لپاره څومره مؤثر وي او د دغو متأثرو خلکو سره څومره مرسته کولی سي؛ جلا بحث دئ!
په هره څانگه کي اصلاحات راوستل هغه محال ممکن دي چي د خلکو وضعیت یو څه ښه سوی وي او یا منفي پېښي دومره ډېري سوي وي چي مخنیوی ئې په هر صورت لازم وي؛ د تېر نظام هم یوه ستره تېروتنه دا وه چي پر افغانانو ئې د اروپایانو شرائطو ته په کتلو سره قوانین وضع کول او هغوی ته ئې خدمات هیڅ نه وو وړاندي کړي؛ د دې نظام خو بیا د حساب ورځي تېري سوي دي؛ په اقتصادي شرائطو باید غور وسي؛ زه دا منم او په دې باور یم چي حواله او دومره زیاتي بې مهاره صرافۍ د اقتصاد لپاره ستره ضربه وي؛ خو د دې چاره هغه وخت ممکن ده چي دلته یو پراخ او د ډاډ وړ بانکي نظام وجود ولري؛ دا چي بانکونه د دیوالیه کېدو سره مخ وي؛ د هغوی د احیاء ضمانت څوک نسي کولی؛ بیا له صرافانو نه د تضمین غوښتنه څه معنیٰ لري؟!
دا تېر دوه کلونه چي کوم اقتصادي بحران راغلی؛ یا د کرونا د وباء په وجهه او یا د نړئـوالو جنگي بحرانونو له امله او یا هم د خارجیانو د وتلو او په بله معنیٰ د افغانانو د وضعیت د غیر عادي کېدلو او نوي مهاجرت و تخلیې له امله؛ شاید په دې دوو لسیزو کي خو افغانانو داسي څه نه وو لیدلي! خلک انتهايي ستړي دي؛ د ماښام پر گوله ډوډۍ حیران دي؛ د دوی سره باید زیات رعایت وسي؛ تاجرانو او کاروباریانو ته آسانتیاوي برابري سي؛ د دوی په دغو کمو پیسو نه خزانه ډکېدلی سي او نه دغه اقتصادي بحران مهار کېدلی سي؛ زه فکر کوم چي باید د اوس لپاره یو څه آسانه عملي گامونه واخیستل سي؛ خلک فرار او د پیسو خارج ته انتقال کولو ته مجبور نکړل سي...
