No-IMG

کمزوری داعي او جاهل مدافع د یوې نظریې د بدنامولو سبب جوړېدلی شي

مشتري له گاډۍ وان څخه پوښتنه وکړه: وروره! تر تشناب وروسته لاسونه ښه پاک پرېولې کنه؟!

گاډۍ وان: موږ خو د مَسالو او مرچو کاروبار کوو؛ وروسته که مو پرېولل او کنه خو تر حاجت وړاندي ئې ښه پاک پرېــمنځو!

دلته هم چي د چا څخه پوښتنه وکړې چي پر فلان مسلمان ولي بهتان وايې؟ د دې پر ځای چي معقول ځواب درکړي؛ مناسب دلیل ووايي او یا د کوم کتاب حواله درکړي؛ بې ځایه او بې مورده بحث به درسره پیل کړي؛ یو خوا بل خواته زورونه شروع کړي؛ له کومي موضوع چي بېخبره ئې نو چا مجبور کړې چي حتماً به تبصره ورباندي کوې؟ پروند هم یوه ورور په ډېر ټینګار وویل محمد مرسي سیکولر وو!

چي د سیکولرزم په اړه مي پوښتني ترې وکړې:

سیکولرزم څه ته وايي؟!

سیکولران څوک دي؟!

تا سیکولرزم مطالعه کړی او که پر فېسبکي تعریف ئې استناد کوې(د دین او سیاست بېلتون)؛ غوښتني ئې څه دي؟!

آیا محمد مرسي رښتیا هم سیکولر وو؟! که سیکولر وو نو د سیسي د هغه سره مخالفت پر څه وو؟! د اخوان او د سیکولر فوځ د اختلاف محور څه شی دئ؟!

وايي که غواړې چي د سیکولرزم په اړه پوه سې؛ نو هغه کتابونه مطالعه کړه چي زما شاگردانو ورباندي لیکلي؛ وروسته فرمايي: دواړه د یوه خــــ... غوږونه دي؛ د مرسي او سیسي اختلاف د واک پر سر وو؛ نوري ئې تر دې هم جالبي او خندوونکي سپارښتني او تبصرې وکړې! ما ویل چي ته دومره باخبره ئې نو له شاگردانو دي امان!!!

زه ځکه هم په کمنټونو کي سر خوږی نه خوښوم؛ د کمنټ ځواب ته زړه نه ښه کوم؛ ځکه فېسبک د بحث ځای او مناسب محل نه دئ؛ ما په دې لسو کلونو کي دلته دوه کسان داسي ونه لیدل چي په کمنټونو حتیٰ مېسجونو کي دې یو بل ته قناعت ورکړی وي؛ د دعوت لپاره تر ټولو بې پروا پلېټ فارم فېسبک دئ؛ دلته ځیرک سړی هغه دئ چي خپله خبره ئې وکړه او د بل خبري ته ئې غوږ ونه نیوی او تر تېر سي...

دلته ډېری دا ستونزه لري چي له نظریاتو او مفکورو مطلق بېـخبره وي؛ بس سطحي روان وي؛ مثلاً سیکولرزم نه پېژني؛ او یا ئې ډېر محدود تعریف ورته کوي؛ هر بې ږیري او پتلون اغوستی انسان سیکولر بولي؛ له اسلامه ئې باغي شمېري؛ او یا هم د جمهوریت په اړه چي زموږ د ټولني اکثریت بېـخبره او جاهل دئ؛ دوی جمهوریت یا د داؤد خان جمهوریت شاهي ته وايي؛ یا د اصلي جمهوریت څېـره د کرزي او غني په مستبدو او غیر جمهوري دولتونو کي لټوي؛ جمهوریت ډېر ستر نظام لري؛ جامع تعریف لري؛ بریالي رول ماډلونه ئې موجود دي؛ په داسي بدنامو نظامونو د هغه پېژندل او تعریفول ممکن نه دي؛ البته دا خبره جلا ده چي دلته څنگه سیکولرزم راوړل سوی او پر کوم معیار جمهوریت حاکم سوی...

یو څوک چي د یوې دعوې نه د دفاع لپاره میدان ته راوزي؛ حداقل باید د هغې دعوې له اساساتو او بنیادي غوښتنو خو باخبر وي؛ یا دي نو چپ پاته سي او څه دي نه وایي؛ دا ځکه کمزوری داعي او جاهل مدافع د یوې نظریې د بدنامولو سبب جوړېدلی سي نه د خپرولو...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک