په روژه کي تر نفلي عباداتو او اذکارو را وروسته تر ټولو ښه مشغله د کتاب مطالعه ده
په روژه کي تر نفلي عباداتو او اذکارو را وروسته تر ټولو ښه مشغله د کتاب مطالعه ده؛ یو خوا سړی له غیبته خوندي وي او بلـخوا د فېسبک او ورته نورو مبتذلو شیانو له شره په امان وي؛ د دوو سترو نړئـوالو جگړو تاریخ گورم؛ د جگړي پر اسبابو او نورو مسائلو بحث نکوم؛ یوازي غواړم د لومړۍ نړئـوالي جگړي په پای کي د جرمني پر حالاتو او ناورین یو څه رڼا درته واچوم؛ دا چي جرمني په دې جگړه کي بدترینه ماته وخوړله؛ حتیٰ د داسي حالاتو سره مخ سو چي ممکن وه اتحادیان ئې د زمکي له سره فناء کړي؛ ډېري زمکي، ښارونه او سرحدات ئې متحدینو ته د تاوان تر واپس کولو پوري د هغوی تر تسلط لاندي پاته سول؛ غواړم د هغه وخت حالات مختصر درسره شریک کړم تر څو پوه سو چي اروپایانو په څنگه خواریو ځانونه تر دې ځایه را رسولي دي:
د لومړۍ نړئوالي جگړي د تلفاتو مختصر حساب:
• وژل سوی عسکر = یو سل او دېرش لکه
• وژل سوي عام انسانان = یو سل او دېرش لکه
• ټپیـــان = دوه سوه لکه
• بندیان = دېرش لکه
• یتیـــمان سوي ماشومان = نوي لکه
• کونډي سوي ښځي = پنځوس لکه
• کډوال سوي = سل لکه
د مالي تاوان په اړه به ئې دومره ووایم چي تر دې وړاندي د بشر په تاریخ کي نه دومره پیسې مصرف سوي وې او نه دومره مالي او ځاني تاوان پېښ سوی وو.
د جرمني اقتصادي او سیاسي ناورین:
مزدورانو ته د ۱۸ یا ۱۶ ساعتونو مسلسل کار باوجود هم خوراک پر مناسب وخت نه ورکول کېدو؛ کله چي ئې اعتراض وکړ؛ دولت ئې د انتهايي زیاتو اقتصادي مشکلاتو پر اساس دوی په زور کار کولو ته اړ کړل؛ د متحدینو لخوا داسي شدید اقتصادي بندیزونه او بې ساري درانه پورونه ورباندي تحمیل سول چي تر دې وړاندي چا نه وو لیدلي؛ تر جگړي وړاندي لا د جرمني د کرنسۍ(مارک) ارزښت کم سوی وو؛ که به پخوا د یوه پاؤنډ ارزښت زر مارک وو؛ نو وروسته یو پاؤنډ د لس لکه او بلاخر د سل میلیونه په ارزښت سره تبادله کېدی؛ زموږ هیوادوال او دولت د دې مصیبت تصور هم نسي کولی؛ هغه دولتي کارمندان چي تر تقاعد وروسته به د دولت معاش ته منتظر ول؛ د هغوی د یوې میاشتي په معاش د یوه وخت ډوډۍ برابرول هم ستونزمن کار وو؛ مزدور ته چي به مُزد ورکول سو نو سمدستي به ئې پیسې مصرف کړې؛ له دې وېري چي هسي نه سبا ئې ارزښت تر دې هم کم نسي؛ د جرمني لخوا متحدینو ته پر وخت د تاوان د نه ورکولو پر خلاف متحدینو اخطار ورکړ که چيري جرمني د ۱۹۱۹م د جون د ۲۳-مي تر ماښامني ۷ بجو پوري د دوی درانده شرائط ونه مني نو د متحدینو ستر لښکر به جرمني ته ننوزي او دا هیواد به د زمکي له مخه فناء کړي. (شرائط ئې ډېر تفصیل ته اړتیا لري خو دومره سخت دي چي تصور ئې په اوس وخت کي ممکن نه برېښي؛ د دغو جگړو تاریخ باید وکتل سي.)
لنډه دا چي د جرمني صدراعظم د جون پر ۱۹-مه مجبوراً استعفیٰ ورکړه او تړون ئې لاسلیک نکړ؛ نوی صدراعظم راغی او د جون د ۲۳-مي په مازدیگر (۰۵:۲۰ بجې) د تړون د لاسلیک کولو مثبت پیغام ورکړ؛ وروسته د جرمني نمایندگانو په لندو سترگو او سلگیـو تړون لاسلیک کړ. دا چي په دغو بدترینو حالاتو کي پر جرمنیانو څه تېر سوي؛ د دوی پر زمکه د متحدینو فوځونو څومره وحشتونه ترسره کړي؟! او دوی ئې څنگه همدلته غلام ساتلي ول؟! دوی څنگه او په څومره موده کي د چا په مرسته او تعاون یو ځل بیا د ژوند کولو مجال تر لاسه کړ؟! هټلر څنگه راپورته سو او له یهودانو ئې ولي نفرت وو؟! د دوهمي نړئوالي جگړي تفصیل او یا تبصره دلته ممکن نده؛ باید تاریخ وکتل سي!!!
دا یادونه ضرور کوم چي د جرمني د هغه وخت د حالاتو یادونه په دې موخه نکوم چي له چا دفاع وکړم او یا بل طرف په نښه کړم؛ دا مي هم هدف نه دئ چي د اوسني حاکمو او یا تښتېدلیو چارواکو یا د دوی ړندو پلویانو ته دي حجت په لاس ورکړم؛ یا هغو ځوانانو ته چي د هري پوښتني خودساخته ځواب ورسره وي؛ بلکي د جرمني د دولت او ملت بې کچې خوارۍ او زحمتونه د ستایلو وړ دي؛ پر هغوی تر موږ ډېر سخت جنگ تپل سوی وو؛ د جنگ جذباتي ځوانان دي بالکل د مقایسې هڅه نکوي؛ اصلاحات مهم دي؛ امن او اقتصاد بدیل نلري؛ سیاسي حالات که نرم وي او که سخت؛ مخالفین، سیاسي قائدین او مؤیدین که خوشاله وي او که خفه؛ ډېـر فرق نکوي؛ ملت باید خوشاله وساتل سي؛ که په هر صورت وي؛ د چا چي شعار ستر وي؛ دعوه ئې لوړه وي؛ د هغوی وضائف او مکلفیتونه هم تر بل هر چا مهم دي؛ پر نورو په نقد سره د دوی پر اعمالو سترگي نسي پټېدلی!
مطالعه
