ایران د شیطان ځاله ده؛ د مجوسي کِسریٰ ځای ناستی رافضي خامنه اي ئې سر لاری دئ
ایران د شیطان ځاله ده؛ د مجوسي کِسریٰ ځای ناستی رافضي خامنه اي ئې سر لاری دئ؛ د ایران تور تاریخ پر دې شاهد دئ چي دوی تر انقلاب وروسته خپل ټول مخالفین د پهلوي د صدراعظم په شمول ترور کړل؛ دوی د حذف سیاست پر مخ بوتلو؛ نن په ټول ایران کي دوست نلري؛ ملت نفرت ترې کوي؛ بار بار ئې د بغاوت هڅي کړیدي؛ یوازي هغه مخالفین ئې پاته ول چي په سوریه او نورو ځینو هیوادونو کي ئې پناه اخیستې وه؛ خو بالاخر ئې هغوی هم له صحنې لري کړل... د خامنه اي سره پر جزئیاتو هم مخالفت کوونکي بیا اقتدار ته لار نسي موندلی چي احمدي نژاد ئې ښه مثال دئ؛ دوی د ایراني سنیانو سره غدر وکړ؛ کردان ئې وځپل او ایراني عربان خو هره ورځ د دوی وحشتونه پر خپلو کورنیو په سترگو ویني؛ د هغوی حقوق ئې پایمال کړل؛ هغوی ته د جومات جوړولو اجازه نه ورکوي خو په کابل، بغداد، دمشق، صنعاء او بیروت کي بیا جعفریانو ته مال و دولت ورکوي؛ زمکي ورته رانیسي؛ د حزب الله په څېر نظامي لښکري(زینبیون/فاطمیون) ورته جوړوي؛ دوی د شیعه وو غم نکوي بلکي یو ستر نړئوال شیعي/رافضي انقلاب ته لار هواروي؛ که دوی د شیعه گانو غم کولی نو د آذربائیجان شیعه گان چي ارمنیانو وژل؛ دوی به ئې ملاتړ او مرسته کړې وه؛ هلته خو دوی د روسانو د موقف ملاتړ وکړ...
په زور او جبر یوازي پر ظاهري وجود واکمني ممکن ده؛ ایراني اخندان او د دوی په څېر سعودي وهابیان د خپلو ملتونو پر ظاهره حکومت کوي؛ په حجاب پوښلي ایرانۍ مېرمني تر چادریو لاندي داسي جامې اغوندي چي حتیٰ شریف النفسه اروپایان ئې هم په اغوستلو شرمیږي؛ هر کال په زرگونو ایرانیان او سعودیان له اسلامه مرتد کیږي؛ دوی د رافضي اخندانو او متشددو وهابیانو نیمگړتیاوي اسلام ته منسوبوي او بیا له همدې مقدس دین نه بېـزاره کیږي؛ احمد علم الهدی باید په دې پوه سي چي که چیري د کابل حکومت په رښتیا هم د دوی تجربې تکرار کړي؛ دلته بیا د شیعه وو ژوند کول مشکل سي؛ بیا دوی حق لري چي همهغه څه ورسره وکړي چي ایران ئې له مظلومو سنیانو سره کوي؛ خو لله الحمد په افغانستان کي فرقه اي تشدد نسته؛ دلته ستاسي د کوششونو باوجود هم شیعه او سني نه سره وژني؛ سیاسي وژني نور عوامل لري؛ او الحمد لله دا د افغانانو کار نه دئ؛ مشوره مو د ځان سره وساتئ! تاسي په سیمه کي فاشیزم ته کار کړی؛ بې ساري وحشتونه مو ترسره کړي؛ الله مکړه بل اسلامي هیواد ستاسي پر پل قدم کښېږدي؛ کنه وو د قتل او وژنو یو نوی باب به پرانیستل سي او امت به په نورو ټوټو تقسیم سي!!!
