د محمد هاشم شاهين لیکنی
د داسي جنوني کسانو ځای به کوم وي؟!
والدین دي پر خپلو بچیانو پام کوي؛ دا زموږ د ټولني لېوني عناصر چي په مکاتبو، مدارسو او مساجدو کي د ماشومانو سره 3rd degree torcher کاروي؛ د داسي کسانو ځای باید یا زندان او یا لېونتون وي... دا به د ماشوم پر روحیاتو څومره خطرناکه اغېزه لري؟! والدین که اکثر بې تعلیمه وي او دا ستونزي نسي درک کولی د مدارسو او مکاتبو ناظمان خو باید د دغسي وحشتونو مخه ونیسي... له بده مرغه چي هلته هم اوبه خړي دي...
د ژوند به څومره ترخې او خوږې تجربې راباندي راغلي وي؟! په وار وار الله تعالیٰ له داسي حالاتو ژغورلی یم چي د ژوند مي هیڅ ظاهري احتمال موجود نه وو؛ خو باور وکړئ نن مي هم ترخه خاطره مدرسې/مکتب ته تلل وو؛ اوس به د معلم یو څو چلاخي خود څه تأثیر ونلري خو د هغه وخت یوه چلاخه چي یو ځل ئې ح...
نور ولوله
حکمتيار صاحب نږدې نیمه پېړۍ جهاد او دعوت وکړ او په هر میدان کي د بریا لوړو مدارجو ته ورسېدی
د هغه وروڼو مخ ته دي دېوال وي چي د بې طرفۍ تر عنوان لاندي ټول نقدوي؛ نه خپله مثبت اوسېدلی سي او نه د نورو مثبت څه لیدلی سي؛ دوی اکثر هغه دي چي د خبرو او غصې پیل ئې په دې الفاظو وي چي: "ته پوهېږې چي زه نه سیاسي یم او نه د کوم سیاسي گوند پلوی یم خو دا چي ستا خبري مي په تول برابري ونه موندلې نو طاقت مي ونسو او ټول نزاکتونه مي تر پښو لاندي کړل او ستا د اصلاح..."
دغسي خلک داسي نه چي بېـطرفه دي بلکي دوی نظریه نلري، د تحلیل ظرفیت نلري او د ارزوني لپاره وخت او یا هم کافي مطالعه نلري؛ دوست او دښمن ته ئې ښکاره تعریف نه وي موجود؛ یوه ورځ یو ستايــي بله ورځ بل؛ یوه ورځ ئې یو اتل وي بله ورځ بـل؛ د دوی سره بحث د وخت ضیاع او د سر درد باعث وي.
په هر صورت راځم د...
نور ولوله
لعیب
د عربي (قطري) عمامې په شکل جوړ سوي معلق Pendant نوم لعیب دئ؛ دا د فیفا د کمېټې لخوا تر اته ځله بدلون وروسته منل سوی او د قطر نړئوال کپ دولتي سمبول ټاکل سوی دئ؛ د قطر امیر شیخ تمیم هم دغه معلق د لوگو په صفت منظور کړی دئ.
دا نانځکه چي عرب د "تعویذ" نوم ورکوي د چین د گوانزهو ښار د یوې سیمي په یوه کارخانه کي جوړه سوېده؛ له ۲۰۲۰م نیولې بیا نږدې د لوبو تر پیلېدو پوري ئې په ډېزائن کي اته ځله بدلون راوستل سوی؛ تر هغه وروسته ومنل سوه.
د کارخانې مشر "شن لي کانگ" ویل؛ د دغه ظاهراً ساده نانځکي پر جوړولو دوی د نړۍ تر ټولو غوره ټکنالوجي کارولې او بلاخر ئې تر انجامه رسولې ده.
...
نور ولوله
د دواړو خواوو پښتنو ته د هغوی نصاب په خپله مورنۍ ژبه وړاندي شي
غیرِ عربو ته چي عرب عجم (گونگیان) وايي؛ دا د عجمو لپاره ډېر مناسب توری دئ؛ ځکه له عربي پرته اکثر ژبي اساسي نیمگړتیاوي لري؛ الفاظ ئې نامکمل وي او کوم الفاظ چي د دغو ژبو کاروونکي په خپلو ژبو او اصطلاحاتو کي د مترادف پر ځای کارولي؛ هغه پوره مطلب نسي افاده کولی؛ د انگرېزي، فارسي او اردو په ارتباط څه نه وایم ځکه زما موضوع نده؛ که څه هم هغوی هم د ورته ستونزو سره مخ دي؛ خو د پښتو په اړه دومره ویلی سم چي اکثر الفاظ ئې د مطلب واضح کولو لپاره کفایت نکوي؛ ډېر ځلي داسي توري وکارول سي چي د ایکسپرېشن او په جمله کي د مناسب استعمال باوجود هم مخاطب نسي پوه کولی؛ مجبوراً باید وضاحتونه ورسره ورکول سي؛ دا شی په لیکنه کي ستونزه ډېروي؛ متن اوږدوي او د کیسې پېیلیتوب متأثر کوي.
د پښتو ژبي د غني کولو او خودکفاء ...
نور ولوله
هغه خلک چی قطریان ظالمان معرفي کوي ظالمان معرفي کوي
او د دوی دا اقدام بد بولي هغوی دي خپلو گرېوانونو ته سرونه کښته کړي؛ د دوی وجود د اسلام او مسلمان لپاره څومره گټور تمام سوی؟! د دوی تشدد اسلام او مسلمانان څومره ټکولي او د هغوی ظاهري څېره ئې د نړئوالو په اذهانو کي څومره داغداره کړې ده؟! د ۲۰۲۲م ورلډ کپ په یوه اسلامي هیواد کي په مناسبو شرائطو لوبول کېږي؛ داسي چي هم دې هېواد ته اقتصادي وده ورکوي او هم کلتوري شهرت او هم نړئوال (دیني) تعارف.
دا حقیقت دئ چي قطر په فټبال نه بلکي د اسلام پر ضد د غرب په خپاره سوي جال باندي لوبه کوي؛ ظاهراً دا فټبال لوبه ده خو تر شا ئې د قطر خوندوره لوبه جریان لري؛ د اسلام د دعوت ښه سمه آزادي خو پر شرابو پابندي؛ آذان آزاد خو LGBT بنده؛ د اسلام داعیان، عربي کلتور او د اودس و لمونځ لپاره مناسب ...
نور ولوله
پښتون د ځان دښمن دئ!
قاتل پښتون، مقتول پښتون، د دواړو خواوو د محافظینو اکثریت پښتون، لغړی پښتون، لاروی پښتون، گاډۍ وان پښتون، موټروان پښتون! آخر د پښتون دښمن څوک دئ؟! پنجابی او پنجشېری او که ئې خپل مرور عقل، نا مناسب عمل او لا اُباله ژوند(چي بې اسنادو پر پولو داسي اوښتل غواړي لکه په ۱۸-مه پېړۍ کي چي ژوند کوي)؛ نن چي د ډېورنډ پلورونکی امیر عبدالرحمٰن خان هم ژوندی وای والله که ئې پر دې فرضي کرښه د داسي اوښتلو جسارت او جرأت کړی وای لکه څنگه چي ئې مجبور افغانان کوي؛ پښتون ولي دا نه درک کوي چي د استعمار کرښو د وطني بُت حیثیت غوره کړی؛ چي څوک ئې نه مني پر کور دي کښېني کنه تر دې به هم بدي ورځي ویني؟!
پښتون چي له وطنه لري سو؛ کورنی مسئولیت ترې ساقط سو؛ بې پروايي ئې څو چنده زیاته سي! دا د تجربې خبره کوم؛ عربان تر پښتو...
نور ولوله
د ژوند او اسلام ښائست اعتدال دئ
د ژوند او اسلام ښائست اعتدال دئ؛ هر نا معتدل شی د یوه فرد انفرادي ذوق کېدلی سي خو په اجتماعي ډول اکثر وخت داسي شی مردود او رټل سوی وي؛ له بده مرغه چي زموږ په مطلق جاهلي ټولنه کي ځینو په بې ځایه احتیاط او خپل سريو سره د دې عظیم دین ښائست داغدار کړی دئ؛ بلې هو! د جذباتي او احساساتي حاکمانو، بېـخبره داعیانو او بې پروا (لااُباله) مشرانو له خوا په شکلیاتو کي د را حصار دین د دعوت (دین) هغه تگلاره ټکنۍ سوې ده چي خلک به په ډلو ډلو ور ننوتل.
زموږ ټولنه له بنیاده یوه فکري او کلتوري انقلاب ته اړتیا لري؛ موږ پرلپسې څلور لسیزي له کلتوري او فکري انحطاط سره مخ وو؛ نه مو ځوان نسل وروزلی سو او نه مو د ژوند بنیادي ضروریات ور پوره کړل؛ بلکي برعکس مو پر هغوی هغه څه تپلي چي موږ اسلام ته منسوب کړي او د اسلام ...
نور ولوله
د ژوند او اسلام ښائست اعتدال دئ
د ژوند او اسلام ښائست اعتدال دئ؛ هر نا معتدل شی د یوه فرد انفرادي ذوق کېدلی سي خو په اجتماعي ډول اکثر وخت داسي شی مردود او رټل سوی وي؛ له بده مرغه چي زموږ په مطلق جاهلي ټولنه کي ځینو په بې ځایه احتیاط او خپل سريو سره د دې عظیم دین ښائست داغدار کړی دئ؛ بلې هو! د جذباتي او احساساتي حاکمانو، بېـخبره داعیانو او بې پروا (لااُباله) مشرانو له خوا په شکلیاتو کي د را حصار دین د دعوت (دین) هغه تگلاره ټکنۍ سوې ده چي خلک به په ډلو ډلو ور ننوتل.
زموږ ټولنه له بنیاده یوه فکري او کلتوري انقلاب ته اړتیا لري؛ موږ پرلپسې څلور لسیزي له کلتوري او فکري انحطاط سره مخ وو؛ نه مو ځوان نسل وروزلی سو او نه مو د ژوند بنیادي ضروریات ور پوره کړل؛ بلکي برعکس مو پر هغوی هغه څه تپلي چي موږ اسلام ته منسوب کړي او د اسلام س...
نور ولوله
آیا دوی رښتیا هم د مېرمنو د حقوقو سرخېل دي؟!
په ویډیو کي هغه تعذیبي آله ښيي چي غربیانو به خپلو "ښځو" ته د درس ورکولو په موخه کاروله؛ د مېرمنو د حقوقو د ټېکدارانو کړني وگورئ!
لږ وخت وړاندي ئې ښځي داسي تعذیبولې او داسي سلوک ئې وروسره کاوه چي سالم انسان خو ئې د لیدلو حوصله هم نلري؛ ډېر ورسته ئې درک چي ښځي هم حقوق لري او را ووتل نورو ته د انسانیت د درس ورکولو لپاره!
وایي ضرورت د اختراع مور ده؛ چيري چي ضرورت وي اختراع هملته ممکن ده. نو ځکه ویلی سو چي فېمنیزم په غرب کي ځکه را وټوکېدی چي د ښځو سره تبعیض او ناوړه چلند Exploitition په همهغه ټولنه کي شروع وو؛ نن دوی له ازله تر ابده د انساني تاریخ ستر تهذیب (اسلامي تهذیب) ته د درس ورکولو په موخه راوتلي....
نور ولوله
پر ټولنیزو رسنیو د مباحثو لپاره همداسي مثبت، مسلکي او اصولي کار مؤثر دئ
"زه ملحد یم؛ هندوان ټول ملحدین دي. زه ځکه ملحد یم چي په خپلو فیصلو کي خپلواک یم. بې حیایي په ځنگل کي روا ده." د یوه هندو پنډت ځواب او د قیصر احمد راجا صاحب جالب بحث
قیصر احمد راجا صاحب مي فالو کړی؛ اکثره ئې تبصرې گورم؛ الله تعالی ډېر ښه فصاحت ورکړی او تر دې هم زیات د انتهائي درنو اخلاقو مالک دئ؛ د یوه داعي ډېر ښه صفات پکې سته؛ مثلاً ښه زغم لري، د مخالف خبره اوري، وخت ورکوي او بیا ئې ځواب هم په احسنه طریقه ورکوي... نوموړی په معاصرو مسائلو ډېر ښه خبر دئ او د مخالفینو لپاره ډېر معقول دلائل لري او د هغه د بیان لپاره ئې ډېره خوندوره تگلار غوره کړېده!
پر ټولنیزو رسنیو د مباحثو لپاره همداسي مثبت، مسلکي او اصولي کار مؤثر دئ؛ هغه ځوانان چي الله تعالی فصا...
نور ولوله
شيخ غزالي او احساساتي ځوان
پر دا ځینو نه پوهېږم څه ټکه لوېدلې وي؛ په ساده خبرو ئې سر نه خلاصیږي؛ بې ځایه خبري او اعتراضات به کوي؛ ځیني شنه خو ئې لا ښکنځلو ته هم ملا وتړي؛ مثلاً دلته کله ویل سوي چي پر لوبه به نه ژاړئ! یا مه غصه کېږئ!
بلکي وايي که پر ټولنیزو، صنعتي او تمدني شکستونو نسئ ژړلی او پښېماني نسئ ښوولی نو پر لوبه ژړل مو هسي بې معنیٰ کار دئ؛ خو که په دغو ټولو میدانونو کي هڅي کوئ چي بریالی سئ؛ په ماتېدلو ئې ځورېږئ بیا مو پر لوبه ژړا هم د سالم شخصیت ښکارندویي کوي؛ اما که لومړی صورت وي بیا نو هسي احساساتیان یاست!!! ژړا مو هسي ځان غولونه ده...
څو ورځي وړاندي مي د شیخ محمد الغزالي مرحوم یو ځواب شېئر کړی وو چي د ږیري په ارتباط ئې د یوه احساساتي فرد بې مورده پوښتني ته مختصر ځواب ویلی...
نور ولوله
د ډرون بريدونه بندول غوښتنه د افغان ملت غوښتنه ده؛ باید ئې ملاتړ وسي...
ځیني دومره برېن واش سوي چي د حُریت احساس ئې بایللی؛ دومره بې ضمیره دي چي آزادۍ ته تعریف نلري؛ مادیاتو دومره متأثر کړي چي هیڅ د خپلواکۍ خبره ئې نه خوښیږي؛ افسانوي کردارونه ستایي؛ له حقائقو تېښته کوي؛ د مجاهد په لاندینۍ خبره کي د خندا څه شی سته چي په زرگونو احمقانو د خندا ایموجي ورته ایښې؟!
د نوموړي سره او یا ئې د گوند سره اختلاف د هر افغان حق دئ؛ امّا د دوی پر مشروعو غوښتنو خندل د افغان دښمنۍ لومړی گام دئ؛ هغه چي اختلافات نسي درجه بندي کولی او بیا هم د سیاست لوبولو لپاره پر ټولنیزو رسنیو یو شور جوړوي هغوی د ملت مجرمین دي؛ د مقاومت سپي چي له نړئوالي ټولني د بندیزونو غوښتنه کوي د هغوی منفي اثرات سمدستي پر ملت ښکاره کيږي؛ هر وطندوست افغان چي د اسلامي امارت سره دښمني/اختلاف لري د هغوی سره دي م...
نور ولوله
