No-IMG

د اسلامي نړۍ ازلي دښمن ایران

ایران له افغانستان نه ډېر ناهیلی سوی؛ ما ئې نږدې درې میاشتي وړاندي د بهرنیو چارو د وزیر خبري واورېدې چي پارلمان ته په ډېر صراحت سره وايي؛ موږ اوس په افغانستان کي د انتخاب هیڅ آپشن نلرو؛ هلته د اسلامي امارت یوازينی دښمن داعش موجود دئ چي موږ ته تر هغوی هم زیات خطرناک دئ؛ ځکه د هغوی ملاتړ نسو کولی؛ نور چي مو څه پړسولي ول هغوی ټول له هیواده وتلي؛ مجبوراً به گذاره کوو...

پر اوبــو خو ډېر وړاندي خفه وو؛ نشه يي توکي او انساني قاچاق په دې وروستیو کي اوج ته رسېدلی؛ دوی چي د عربانو پوزه په خاورو سپېـره کړه او د هغوی څلور ستر مراکز(بغداد، دمشق، بیروت او صنعاء) ئې اشغال کړي؛ ډېر مغرور سوي خو دا چي کابل ئې په ډېر کم قیمت د اوس لپاره له لاسه وتلی؛ د کلونو کلونو پانگوني او په بوجیو بوجیو ډالر ئې ضایع سوي؛ په کابل کي د عبدالله او کرزي موجودیت هیڅ گټه نسي ور رسولی؛ حیران دي څه وکړي؛ اوس ئې لکه یهودان دغسي وحشتونو ته ملا تړلې ده؛ نه ماشوم گوري او نه ځوان؛ مهاجرین ځوروي او انساني کرامت ئې پایمال کوي؛ عرب مشرانو خو د مېړاني جوهر هسي هم له لاسه ورکړی وو او په سیمه کي دوهم اسرائیل ورځ تر بلي قوي کیږي او ډېر ژر به د غرب سره اټومي هوکړي ته هم ورسیږي...

عربان چي د یهودانو سره اړیکو ټینگولو ته رپیږي؛ تر دې غوره دا وه چي له ترکانو سره ئې په گډه د ایران پر خلاف اتحاد ترسره کړی وای؛ ایراني عربان او کردان ئې مسلح کړي او بغاوت ته هڅولي وای؛ په ایران کي ئې نیابتي جگړه پیل کړې وای؛ همهغسي لکه ایران چي ئې په خپلو همدغو دوو اقلیتونو په ترکیه او عربي نړۍ کي ترسره کوي؛ دا چي عربان د یمن پر جگړه څومره مصارف کوي؛ د هغه نیم مصارف که ئي په سوریه کي پر ایران/اسد مخالفو ځواکونو کړي وای نن به سوریه د عربانو وه؛ خو سعودي د تل په څېر په سوریه کي هم د جهاد پر ځای هلته پر سلفیزم/وهابیزم پانگونه وکړه؛ او نن بیا امارات د بشار الاسد سره داسي اړیکي پالي لکه هیڅ پېښه چي نه وه سوې؛ لبنان خو ئې ډېر وړاندي ور سپارلی وو؛ عراق امریکا ایران ته ډالۍ کړ؛ که اټومي هوکړي ته ورسیږي له غرب سره به د ایران یارانه ښه وځلیږي؛ امریکا به د عربانو پر دبرو رېگـمال راکش کي؛ هغوی به مجبوراً اسرائیل ته تسلمیږي...

په افغانستان کي هم د امریکا/غرب او ایران اهداف مشترک دي؛ اقلیتونه یا واک ته رسول او یا حداقل لکه سوریې او یمن ته ورته گډوډی جوړول؛ هیواد کي کورنۍ جگړي ته همدا اوس دواړه دریه وهي؛ بهانې لټوي؛ اسلامي امارت باید محتاط اوسي او دوی ته په ځانگړي ډول غرب ته د بندیزونو د لگولو فرصت په لاس ورنکړي؛ دا به اقتصادي وضعیت لا کړکېجن کړي؛ هغوی لېبیا او نور ځیني عرب هیوادونه په همدغو بندیزونو دغسي حالت ته را ورسول؛ چي معمولي خوځښت د نظامونو د نسکورېدلو لامل سو؛ همدې واړه باد ته ئې د عربو د سپرلي نوم ورکړ؛ وږی ملت بیا عقیدې او کلتور و تهذیب ته نه گوري؛ ولو که د هغوی او زموږ حالات سره مختلف هم دي او دا پرتله ډېر تفصیلي بحث ته اړتیا لري؛ همدا اوس روسان د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کي ستونزه نلري خو د ایران او تاجکستان لپاره ډېر ورو ورو روان دئ؛ کنه وو د غرب پر خلاف د دوی رسميت پېژندنه یو ضروري امر وو چي باید مخکی لا ترسره سوی وای؛ او همدا ئې مناسب وخت وو...

د ایران مذهبي کِسریٰ؛ معیوب او معذور خامنه اي چي د سیمي د ستر شیطان رول ور دغاړي دئ؛ د اسلامي نړۍ د سترو فتنو مؤسس او باني؛ د ملینونو مظلومو مسلمانو انسانانو سفاک قاتل؛ د منافقینو د سالار جانشین او د مجوسیانو عقده اي بچی؛ چي امت ئې ټوټه ټوټه کړ او هومره بدترین جرائم ئې ترسره کړي چي شیطان به گوته په غاښ ورته ناست وي؛ د خپل د اقتدار د لومړۍ ورځي راهیسي د اسرائیل د تباه کولو لافي وهي خو تر اوسه ئې حتیٰ یوه مرمۍ د هغوی پر طرف فئیر نکړه؛ بلکي اسرائيل ئې لا ستر سائنس پوه ووژی؛ مهم اسناد ئې ترې یووړل او خپل جاسوسان ئې هم خوندي وایستل؛ او دوی تر اوسه همداسي ټیټ سرونه گرځي؛ د هغه د ویني بدل به شاید له افغاني او یمني ماشومانو نه اخلي... الله تعالی دي ایران د سوریې او یمن په برخلیک اخته کړي... آمین

#مرگ_بر_ایران

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک