No-IMG

د امریکا او برطانیې چي پیسو او تجارت ته شوق وسي؛ عربان وېروي

د امریکا او برطانیې چي پیسو او تجارت ته شوق وسي؛ عربان وېروي؛ په ځانگړي ډول آل سعود؛ کله د خاشقچي دوسیه ورته تازه کړي او کله د یمن جنایات! کله ئې د بشري جرائمو یادونه کوي او کله ئې بیا د سخت دریځۍ!

له تېرو دوو اونیو راهیسي اوازه وه چي م بن سلمان د بائیډن ټلیفون ته ځواب نه وایي؛ نن جانسن وايي په سعودي کي به د بشري حقونو موضوع راپورته کوي؛ بن سلمان دي اخطارونه نه نظر انداز کوي؛ کنه وو د صدام او قذافي کانـــې به په وکړي؛ پښتانه وايي؛ یا مېړه شه یا د مېړه لمن ونیسه! آل سعود په یمن کي له ایرانه ښه سمه ماته وخوړله؛ عراق او سوریه خو ئې ډېـر وړاندي لا د هغوی غېږي ته غورځولي ول؛ د سوریې وهابي تروریستانو ئې د ایران او اسد په مقابل کي هیڅ ونکړل بلکي سوري مجاهدین ئې وټکول؛ په اسلامي نړۍ کي ئې هیڅ مسلمان په ځانگړې توگه خپل عربان خوشاله نه دي پرې ایښي؛ په سیمه کي منزوي شوی؛ دا چي ډېـر ژر به په نړئـوال بازار کي د تیلو ضرورت او ارزښت کم شي بیا به د امریکا نوی ښکار سعودي او تيلو پړسولي عربان وي...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک