د افغانانو خلع سلاح کول مناسب اقدام نه دئ
خدای دي وکړي چي همداسي وي! پروند مي همدا وېره څرگنده کړېـوه؛ که نن نه وي سبا به الله مکړه داسي کیږي؛ امریکا په هیڅ صورت دلته پرمختللي سلاوي نسي زغملی...
غوره اقدام په کار دئ او تر یو وخته نباید له ملتــه سلاح ټوله سي...
پرونۍ خبره: (زه هم په دې باور یم چي امریکا به بیا داسي حماقت ونکړي؛ د فوځونو پر را لېږلو به سل ځله غور کوي؛ البته په وروسته پاته هیواد کي د دومره نظامي تجهیزاتو منل نسي هضمولی؛ حدِاقل د میزائل وار ډېر ورته آسانه دئ؛ تر دې وړاندي ئې زموږ او نورو سره همداسي کړیدي...
د احتیاط په مراعات سره ویلی سم چي افغانان خلع سلاح کول مناسب اقدام نه دئ؛ افغان ملت مسلمان ملت دئ؛ دلته د ځان وژني او د نورو ډله ییزو قتلونو تصور نسته. الحمد لله! غرب په دې شرم او امتحان کي راگیر دئ...
دا چي سلاوي جمع کیږي؛ سلاکوټونه او ډېپوگان او نور د سلاوو ذخائر او قول اردوگاني پرې ډکیږي؛ داسي کار یوازي هغه وخت مناسب دئ چي افغانان پر پښو ودريږي؛ داسي یو نظام حاکم سي چي هم اقتصادي او دفاعي وړتیا ولري او هم نړئـوالو ته د منلو وړ وي؛ هره ورځ ئې پر خلاف په سپین سترگي نوي سازشونه او طوطئې نه جوړیږي؛ لکه د ۲۰۰۱م سازش چي بشپړي نړۍ زموږ پر خلاف جنگي جنایات وکړل او یا ځینو مجرمانه سکوت غوره کړ؛ دا چي ډېری مجاهدین د خپل جهاد کیسې کوي او تل ئې شکایت دا وي چي سلاح مو نه درلوده؛ نو په دې قضیه کي هر هغه دولت ملامت دئ چي له افغانانو ئې سلاح ټوله کړې وي؛ او یا ځان اسلامي دولت بولي او د هیواد له مسائلو هم باخبر وي او بیا هم داسي کار وکړي؛ دا وضاحت باید وسي چي د غیر مسئولو وسله والو او هغو کسانو تر منځ د زمکي او آسمان هومره فرق دئ چي سلاح ئې یا غنیمت کړې وه او یا به ئې د شوق او یا هم حفاظت او ښکار په موخه ځان سره ساتلې وه؛ سلاح درلودل سنت دي... له رسول الله صلي الله علیه وسلم نه په میراث کي مال و دولت نه وو پاته سوی؛ بلکي توري او زغري ترې پاته سوې! په مکمل پنجاب (هند و پاکستان دواړو کي) سیکھ دا اجازه لري چي له ځان سره د افتخار په توگه توره وگرځوي؛ دوی ئې خپل کلتور بولي او پرې ویاړي او په دې بد هم نه ایسي...
اوس هم وخت تېر نه دئ! باید په دې اړه غور وسي... )
فکرش
