No-IMG

د مجاهدینو د وخت غلطي د يو فرد پر اوږو غورځول د تاريخ ستره نامردي ده

دا چي ځیني د مجاهدینو د وخت ټوله مرداري د یوه فرد پر اوږو ور غورځوي؛ دا نو د تاریخ سره تر ټولو ستره نامردي ده؛ د دغي بدي صحنې لوبغاړی یو فرد نه وو؛ هر گاونډي مو جلا خوني لوبغاړي درلودل؛ که احیاناً دا ټول حوادث بیا هم د یوه سړي پر سر تپل کیږي؛ هغه شخصیت باید سردار محمد داؤد وي؛ دا ځکه د نړۍ بدنامترین جمهوریت(جمهوریت شاهي) د ده لخوا حاکم سو؛ چي نه ئې د واک موده او د اقتدار څرنگوالی معلوم وو او نه ئې اساسي ستونزو ته د ورسېدلو صلاحیت درلودو؛ همده مخالفین له هیواده وشړل او کمونیستان ئې وپړسول؛ که څه هم زه په دې باور یم چي نوموړي دا هر څه په ناپوهۍ کي وکړل؛ د مجاهدینو جرائم هم د ناپوهۍ له وجهي ول او هم د مجبورۍ!

زه د مجاهدینو تېروتني نه توجیه کوم؛ خو دا په صراحت سره وایم چي هغوی ناپوه ول؛ مغرور ول؛ غیر مسلکي، غیر سیاسي او غیر نظامي خلک ول؛ حالاتو او ناپوهانو سیاسيون کړل، نظامیان سول، مشران سول، ورانکاران سول، د دوی مغرورانه ناپوهي د تباهۍ باعث سوه؛ ډیپلوماتیک انداز ئې تاسي هلته ښه کتلی سئ چي کله د رباني صاحب رېږدېدلي پونډۍ د رونالډ رېگن په حضور کي ووینۍ!

په هر صورت وختونه تېر سول؛ ښه او بد ملت ته معلوم سول؛ تاریخ هر څه ثبت کړل او تاریخ یوازي هغه نه دئ چي د ځینو متعصبو انسانانو له لوري لیکل کیږي؛ تاریخ یوه شفافه هنداره ده؛ هر څه له ورایه پکې ښکاري؛ دا چي د نظار شوریٰ لیکوالان خپل مجاهدین اتلان او شېران بولي، خو د پروټوکولونو په اړه خاموش تېریږي؛ وروستي ټلویزیوني کارپوهان بیا اتلان هغه بولي چي د اقتدار څوکۍ ته ئې ډډه وهلې او د نږدې تاریخ ټول مشران په دې گناه مجرم بولي چي ولي تر دوی وروسته نه دي زېږېدلي؛ په اصطلاح د غربي روشن فکرانو د جهاني په شمول چي محمود غزنوي غوندي بت شکن ته ځیني کمزوري افعال منسوبوي؛ خو تاریخ د ده په څېر دروغجن راویان مردود کړي؛ د غزنوي پر مېړانه او مسلمانۍ د اهل هنود پرته د سیمي ټول مسلمان ملتونه ویاړي...

نو ځکه وایو چي تاریخ یوازي هغه نه دئ چي ولیکل سو؛ بلکي تاریخ هغه دئ چي حوادث ئې تحریف نسول؛ کرېکټرونه ئې تبدیل نسول؛ لیکوالان ئې مطلق بې طرفه ول؛ خو داسي افراد چیري دي؟!

تاریخ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک