شعر و ادب

نوري ژبي څنګه ژر زده کړو؟

علي الله متوکل   په څو ژبو پوهېدل کمال دئ. د ژبو په مټ ژوند اسانه او رنګین کیږي. که ستاسو یوه ژبه زده وي، ګواکي تاسو یو انسان یاست، که مو دوې ژبي زده وي، نو دوه انسانان؛ هغه داسي، چي د هري ژبي په زده کولو تاسو د هغو خلکو کلتور، عادات او د ژوند ډول پېژنی. د هغوی د علم، کتابونو او تاریخ څخه ګټه اخیستلای سئ. چي څومره ژبي زده کوئ هغومره مو کارونه اسانه کیږي او علمي بصیرت او پوهه مو لوړیږي. ژبپوهانو، د ژبو استادانو او د پوهنتون پروفیسورانو په بېلا بېلو کتابونو، لیکنو او ویډیوګانو کي د ژبي د ژر زده کړي لپاره ځیني لارښووني وړاندي کړي. راسئ، وې لولو: یو: د ژبي زده کولو سبب: ولي ژبه زده کوئ؟ سبب مو معلوم کړئ. د کار لپاره، تعلیم لپاره او که یا هسي...
نور ولوله

غزل – پير محمد کاروان

سولې ګل آندامې، شېبې هېرې تُرابانې کړه راشه زمانې راته په مینه مهربانې کړه زړونه وران باغونه دي، ګلونه کړه موسکي په کې پرخې پرخې اوښکې مو در ټولې غریبانې کړه دا په غبار پټ ماشومان و مینځه چې ستوري شي دا سپوږمۍ سپوږمۍ جینکې نورې هم تابانې کړه پېغلې د افغان دې ساتندویې وي د مور وطن هم یې په حکمت په علم پوهې طالبانې کړه دا ښکلي ځوانان دې بلبلان وي د عرفان د باغ هیلې یې رنځور وطن ته روغې طبیبانې کړه ستا نغمې کاروانه په غورځنګ په څپو خوند کوي څه یې ګلبشرې لره او څه یې ګل خوبانې کړه ۲۲ سرطان ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ ...
نور ولوله

د مور وطن اوښکو ته

پر فېسبوک مې د وطن د بچو د یوې غمجنې مور تصویر ولید، چې د ټیکري په پېڅکه خپلې اوښکې پاکوي، له زړه یې ودردولم، رحمان پروردګار دې پر افغان وطن د مینې او عزت پر دې مهربانه او خوږه مور خپل خاص رحم او نظر وکړي. سپینې اوښکې سترګې تورې ولې ژاړې د وطن د بچو مورې ولې ژاړې وایه خپلو که پردیو درته کړي دي کنځل که ستغې سپورې ولې ژاړې تندرونه دې راغوښتي دي که څه دي د آسمان څنډو ته ګورې ولې ژاړې جار سلګیو ته دې کولپ چا اچولی او کړکۍ د زړه دې پورې ولې ژاړې خپل بچي دې سره غوښه او چاړه دي  که کیسې دي نورې نورې ولې ژاړې  ماشومان دې په سکروټو کې ایسار دي که دې لوڼې دي سرتورې ولې ژاړې ...
نور ولوله

غزل – سپين کوچی

پر کوم طرف دې بیا شوې کډې بار مورې جاار لۀ اوښکو،اوښکو سترګو دې شم جار مورې جاار را ټول دې شه پۀ چا دانه،وانه شیندلی زړۀ ټکور دې شه پۀ چا د زړۀ پرهار مورې جاار قربان دې شمه رانغی، پۀ تا باندې پۀ ژوند د ګل، ګل ښائیستونو ورک بهار مورې جاار چې نۀ پکې خندا شته،نۀ مستې او نۀ ادا پۀ چا پسې دې وران دی، دزړۀ ښار مورې جاار ...
نور ولوله

ستړي کډي دي باریږي سرګردانه زندګي ده

عبد الباري جهاني   ستړي کډي دي باریږي سرګردانه زندګي ده څوک منزل ته نه رسیږي څه ستومانه زندګي ده څوک له پړانګه څخه تښتي څوک له پاڼ څخه ویریږي بې هدفه قافلې دي بې کاروانه زندګي ده هم پردي راته په قهر هم مو خپل په کاڼو ولي اوس به چاته اوښکي یوسو څه ناځوانه زندګي ده نه د ژوند لوری څرګند دی نه د مرګ نېټه معلومه بس راغلې بې اختیاره له اسمانه زندګي ده هره ورځ د غم نارې دي هره شپه د مرګي ساندي دا ازل راته لیکلې له پخوا نه زندګي ده په تیاره کي غشي اوري یو د بل په وینو رنګ یو موږ په خپل پرهار کي ورک یو بې درمانه زندګي ده نن مو هیڅ تر لاسه نه کړه تل سبا ته انتظار یو ...
نور ولوله

سوله غواړي...!!!

دا  کلي سوله غواړي، دا ښارونه سوله غواړي دا غرونه سوله غواړي، دا سیندونه سوله غواړي نور بس دی، افغانان دې شي ټول، ورونه سوله غواړي دا ستړي ، دا پرهر ، دا ټپي زړونه سوله غواړي د خپل ورک ځوانیمرګ بچي، بچیو ته چې ګوري د بورې مور او کونډې خور آهونه سوله غواړي چې نور یې پۀ ټټر کې سرې مرمۍ نۀ شي سړې دا ونې، غنې، بوټي،چنارونه سوله غواړي د ډز پر ځای چې غږ پکې د مستې خندا خپور شي دا شنې درې،درې دغه؛ دنګ غرونه سوله غواړي چې کړس د خنداګانو وي،تر نیمو، شپو، دېرو کې هماغه د یارانو ورک یادونه سوله غواړي منم چې د (څو تنو) بۀ وي ګټه پۀ جګړو کې خو خدایګو دا مظلوم، غریب، ولسونه سوله غواړي چې مسته...
نور ولوله

اختره مه راځه!

عبدالباري جهاني   اختره مه راځه په وینو مو روژې ماتي کړې موږ ګناه کار یو په سجده کي مو توبې ماتي کړې اوس به په کومه ژبه ستا سره قولونه کوو چي له خالق سره مو سل ځله وعدې ماتي کړې له دې مالته خدای خبر چي روغ څنګونه به وړې د انتقام تورو د صبر زولنې ماتي کړې موږ د اسمان کچکول ته سل ځله لمن ونیول ړانده نصیب مو د سپرلي په تندر خولې ماتي کړې د شپې یرغل وو د تیارې لښکرو هر څه وهل زموږ د شپانه یې په شپېلیو کي نغمې ماتي کړې موږ اخترونه د باروتو په اور وتورول داسي مو ډیري مقدسي سلسلې ماتي کړې سوالونه سل دي، جواب یو، لاره له ټولو ورکه زاهد مو تښتي له خلوته، رند پی...
نور ولوله

غزل!

ځه چې یو بل هېر کړو، یو بل نه مو ګيلې هم دي اوس مو تر مینځه لا د زړونو فاصلې هم دي اغزن تارونه مو د کور ، پر دېوالونو تاؤ شول او د دیدن مو تړل شوې، دروازې هم دي راشه راځه کنه، څو یخو شپو ته راشه کنه پۀ پیښور کې خو اوس ګرمې ورځې شپې هم دي سترګو کې خاندې او لاسونه دې ګرېوان ته راځي د جنګ دې پټې پۀ خندا، کې ارادې هم دي موږ د امید او نهیلۍ، ترمینځه ژوند تېروو جنګونه هم دي او د سولې، اوازې هم دي خندا نه ډکه خوله را غاړه شولې، خیر خو به وي روانې غبرګې دې، د اوښکو جنازې هم دي حال رانه مۀ پټوه ، جار دې لۀ سلګیو نۀ شم ستا د ګلاب زړۀ، د تازه زخم وږمې هم دي لږې کړه غوړې د کوچي پر غزل غوڅې شونډې...
نور ولوله

امن

څومره نوم د امن او امان خوږ دی هومره یې سوچ،فکر او ارمان خوږ دی وېره چې انسان نه د انسان نۀ وي بیا پۀ مخلوقاتو کې انسان خوږ دی بیا بۀ دغه سؤال وي له هر چا سره ژوند خوږ دی،کۀ مینه او جانان خوږ دی ځه کنه بندي اشنا نه و پوښته ژوند د ازادۍ کۀ د زندان خوږ دی مونږه وږو،تږو روژه دارو ته غږ د خواږۀ امن د آذان خوږ دی ستا د یاد رمه چې وي کوچي سره بیا غرونه،رغونه بیابان خوږ دی څومره نعمتونه چې دنیا کې دي ټولو نه کوچیه بیا ایمان خوږ دی   د امن پۀ ارمان... ...
نور ولوله

ما درته ویلي وه چي کډه رقیبان به سي

عبد الباري جهاني   ما درته ویلي وه چي کډه رقیبان به سي خپل به مو وطن وي او خپلواک افغانستان به سي چاچي نه منلې د خیبر او د میوند کیسې نن به له دې خاوري مات هډونه ځي روان به سي رابه  سي موسی د کوه طور له معجزو سره نیل به توپاني سي ډوب د مصر فرعونان به سي وا به چوي ډار او زلزلې په پالنګونو کي باد به سي، باران به سي، ژلۍ به سي، توپان به سي ختمي به تیارې له کندهاره تر اټکه سي بخت به مو راویښ سي را پخلا بوډی اسمان به سي نن دي د ازل کاتب تاریخ له سره ولیکي مېنه د میرویس به سي دوران د اکبرخان به سي بیا به د ګودر له مازیګره وطن ښکلی سي ټیک به سي، امېل به ...
نور ولوله

پېغورونه...

تنکي،تنکي ځوانان راته زاړۀ کړي پېغورونه خواږۀ ورونه خپل منځ کې سره، مړۀ کړي پېغورونه پۀ خپلو کې بۀ یو، بل سره وژني تر هغې تر څو چې یو او بل ته پښتانۀ کړي پېغورونه درانۀ د مرکو او د جرګو شمله ور هغه درانۀ، درانۀ غټ خلک هم واړۀ کړي پېغورونه د چا هرې خبر پسې بیا نۀ اړوي مخ مجبور وي او غوږونه پرې کاڼۀ کړي پېغورونه شیطان چې یې تر مینځه نوکان وجنګوي بیا اورونه دې وطن کې را تاؤدۀ کړي پېغورونه یو بل ته دې ورغاړه شي، یو بل دې سره ښکل کړي یو بل ته دې افغان ولس نور نۀ کړي پېغورونه زما د وطن میندو،خویندو، ورونو لاس کړئ لپه چې ګونګ شي او پۀ سترګو رب، ړاندۀ کړي پیغورونه کوچیه رب دې ساته، خو پېغور ...
نور ولوله

به طبل جنگ مکوب و مباش در پَی جنگ

حافظ اسدالله ساطع   به طبل جنگ مکوب و مباش در پَی جنگ که گوش ملت ما خسته از صدای تفنگ بیا که مکتب ده را دوباره بگشاییم که بشگفد چمن از دین و دانش و فرهنگ چراغ عقل و خِرد را اگر بر افروزیم رها ز بند تعصب شویم و دیده ی تنگ به اوج عزت و آزادگی عروج کنیم اگر زنیم به حَبل متین قرآن چنگ من و تو گر به هم آییم و دست هم گیریم دگر بهانه نمانَد به دست خصم زرنگ که جنگ ضد تروریزم را بهانه کند کند تعرض و دامن زند به آتش جنگ به حکم جهل هدر داد خون مومن را جوان ساده ی ما بیخبر از این نیرنگ کجا رواست که ما خون همدگر ریزیم؟ دگر نمانده به ما فرصت دلیل...
نور ولوله

غزل – پير محمد کاروان

کارغان واوره مارغان واوره بلبلانې طوطیان واوره د ګلونو په رګونو پرخې پرخې باران واوره غوږ د زړه ورته څک بویه شور او ځوږ د ارمان واوره د غروب دروازه وا شوه ماښام راغی اذان واوره دا خرما خرما خبرې د معشوق په قربان واوره همه کیف دی، له باسط نه تکویر واوره رحمان واوره له سپوږمۍ سره د مینې غلی راز د آسمان واوره څه نرۍ نرۍ شرنګا ده غوږوالۍ او پېزوان واوره چې د شپې چوپه چوپیا وي په کې غږ د جانان واوره په ځنګل کې غلی کېنه ترنم یې روان واوره د فطرت په لوی کتاب کې یو د مینې داستان واوره د اوبو سرود هېر نه کړې ...
نور ولوله

خدايه! نور به څه غواړم؟ - حکمتيار

تا ته مي په اوښكو په وار وار؛ گرېوان لوند شوى دئ بل ته دي له طمعى چي بې نياز كړم؛ نور به څه غواړم؟ زما د دې ماشوم زړه؛ لويي هيلي دي ترسره كړې نن كه بل فرعون ته بل موسى شم؛ نور به څه غواړم؟ اوږد مزل مي مخكي؛ پښې تڼاكي؛ لار مي وركه شوه  صحرا او په سراب كي كه درياد شم؛ نور به څه غواړم؟   تگ مي د تروږميو؛ پښې مي لوڅي؛ لار اغزنه ده سست نشم او كوږ له لاري نشم؛ نور به څه غواړم؟ هره ورځ مي سل ځله ستا پښو كي خپل سر اېښى دئ ستا د رضاء لار كي كه سر بايلم؛ نور به څه غواړم؟ اوري له آسمان سكروټي؛ زمكه ئې سور اور كړله تا په سرو لمبو كي وساتلم؛ نور به څه غواړم؟ كلي ئې راوران كړل؛ جوماتونه ئې په وينو سره...
نور ولوله

غزل - پير محمد کاروان

پاس په غره سپوږمۍ ده او دی دښتې ته روان دی خوب ورسره وران دی او د خوب د لاسه وران دی پرې څپلۍ یې دواړه په څادر کې دي اخیستې زخم یې مزل لکه د ګران افغانستان دی ستورو ته ور ګوري نه، له درستو مرور دی زړه یې شین، په شنو لښتو وهلی شنه آسمان دی پښې یې خوږ په تیږو په ازغیو کې ورغوي لوټ یې حافظه له درده، هېر یې هم درمان دی نه وینې له تندې نه یې دواړه سترګې سرې دي ورکې ترې اوبه دي د رڼو اوښکو باران دی وږی دی سړه ډوډۍ یې هم ده په نانځَوه * څو،که له لالونو نه ډک غر د بدخشان دی تنګې یې په تن کې دي جامې د پرهرونو دومره جنګ ځپلی چې له ژونده هم ستومان دی یه د مینې ربه ته یې و...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک