پېغورونه...
تنکي،تنکي ځوانان راته زاړۀ کړي پېغورونه
خواږۀ ورونه خپل منځ کې سره، مړۀ کړي پېغورونه
پۀ خپلو کې بۀ یو، بل سره وژني تر هغې
تر څو چې یو او بل ته پښتانۀ کړي پېغورونه
درانۀ د مرکو او د جرګو شمله ور هغه
درانۀ، درانۀ غټ خلک هم واړۀ کړي پېغورونه
د چا هرې خبر پسې بیا نۀ اړوي مخ
مجبور وي او غوږونه پرې کاڼۀ کړي پېغورونه
شیطان چې یې تر مینځه نوکان وجنګوي بیا
اورونه دې وطن کې را تاؤدۀ کړي پېغورونه
یو بل ته دې ورغاړه شي، یو بل دې سره ښکل کړي
یو بل ته دې افغان ولس نور نۀ کړي پېغورونه
زما د وطن میندو،خویندو، ورونو لاس کړئ لپه
چې ګونګ شي او پۀ سترګو رب، ړاندۀ کړي پیغورونه
کوچیه رب دې ساته، خو پېغور کې څومره زور دی!
دا غرونه څۀ دي؟ دا بۀ هم اوبۀ کړي پېغورونه
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
