No-IMG

د مور وطن اوښکو ته

پر فېسبوک مې د وطن د بچو د یوې غمجنې مور تصویر ولید، چې د ټیکري په پېڅکه خپلې اوښکې پاکوي، له زړه یې ودردولم، رحمان پروردګار دې پر افغان وطن د مینې او عزت پر دې مهربانه او خوږه مور خپل خاص رحم او نظر وکړي.

سپینې اوښکې سترګې تورې ولې ژاړې

د وطن د بچو مورې ولې ژاړې

وایه خپلو که پردیو درته کړي

دي کنځل که ستغې سپورې ولې ژاړې

تندرونه دې راغوښتي دي که څه دي

د آسمان څنډو ته ګورې ولې ژاړې

جار سلګیو ته دې کولپ چا اچولی

او کړکۍ د زړه دې پورې ولې ژاړې

خپل بچي دې سره غوښه او چاړه دي 

که کیسې دي نورې نورې ولې ژاړې 

ماشومان دې په سکروټو کې ایسار دي

که دې لوڼې دي سرتورې ولې ژاړې

ستا د اوښکو په دریاب کې به د کبر

بېړۍ ټولې شي نسکورې ولې ژاړې

۲ اسد ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست، توره وړۍ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک