غزل – پير محمد کاروان
کارغان واوره مارغان واوره
بلبلانې طوطیان واوره
د ګلونو په رګونو
پرخې پرخې باران واوره
غوږ د زړه ورته څک بویه
شور او ځوږ د ارمان واوره
د غروب دروازه وا شوه
ماښام راغی اذان واوره
دا خرما خرما خبرې
د معشوق په قربان واوره
همه کیف دی، له باسط نه
تکویر واوره رحمان واوره
له سپوږمۍ سره د مینې
غلی راز د آسمان واوره
څه نرۍ نرۍ شرنګا ده
غوږوالۍ او پېزوان واوره
چې د شپې چوپه چوپیا وي
په کې غږ د جانان واوره
په ځنګل کې غلی کېنه
ترنم یې روان واوره
د فطرت په لوی کتاب کې
یو د مینې داستان واوره
د اوبو سرود هېر نه کړې
خاوره، تیږه، انسان واوره
یو نرګس ګلاب خو نه دی
پاس د غره ارغوان واوره
د سپرلي په مستۍ مسته
د ګلونو جهان واوره
ګل یې پښې پر سر دي اېښې
صبر خوږ د ګلدان واوره
دا رنځورې ژېړبخونې
کرشمې د خزان واوره
پر آنار مین بیماره
انګور هم د میزان واوره
دا چې ژوبله چیغه کاندي
دا هوسۍ د دامان واوره
دا سورې نارې د سولې
خدایه غږ د افغان واوره
اوښکې اوښکې فریادونه
تغزل او رومان واوره
دا ټپې ټپې غزله
یکه زار یې کاروان واوره
۹ سرطان ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
