No-IMG

غزل - پير محمد کاروان

پاس په غره سپوږمۍ ده او دی دښتې ته روان دی

خوب ورسره وران دی او د خوب د لاسه وران دی

پرې څپلۍ یې دواړه په څادر کې دي اخیستې

زخم یې مزل لکه د ګران افغانستان دی

ستورو ته ور ګوري نه، له درستو مرور دی

زړه یې شین، په شنو لښتو وهلی شنه آسمان دی

پښې یې خوږ په تیږو په ازغیو کې ورغوي

لوټ یې حافظه له درده، هېر یې هم درمان دی

نه وینې له تندې نه یې دواړه سترګې سرې دي

ورکې ترې اوبه دي د رڼو اوښکو باران دی

وږی دی سړه ډوډۍ یې هم ده په نانځَوه *

څو،که له لالونو نه ډک غر د بدخشان دی

تنګې یې په تن کې دي جامې د پرهرونو

دومره جنګ ځپلی چې له ژونده هم ستومان دی

یه د مینې ربه ته یې ونیسه په غېږ کې

ستړی لاروی دې پاتې شوی له کاروان دی

*نانځَوه: زمونږ په لهجه کې دومره خوراک کول چې نه مرې نه پرې مړېږې، یعنې په نیمه ګېډه خوراک

۵ سرطان ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک