No-IMG

ستړي کډي دي باریږي سرګردانه زندګي ده

عبد الباري جهاني

 

ستړي کډي دي باریږي سرګردانه زندګي ده

څوک منزل ته نه رسیږي څه ستومانه زندګي ده

څوک له پړانګه څخه تښتي څوک له پاڼ څخه ویریږي

بې هدفه قافلې دي بې کاروانه زندګي ده

هم پردي راته په قهر هم مو خپل په کاڼو ولي

اوس به چاته اوښکي یوسو څه ناځوانه زندګي ده

نه د ژوند لوری څرګند دی نه د مرګ نېټه معلومه

بس راغلې بې اختیاره له اسمانه زندګي ده

هره ورځ د غم نارې دي هره شپه د مرګي ساندي

دا ازل راته لیکلې له پخوا نه زندګي ده

په تیاره کي غشي اوري یو د بل په وینو رنګ یو

موږ په خپل پرهار کي ورک یو بې درمانه زندګي ده

نن مو هیڅ تر لاسه نه کړه تل سبا ته انتظار یو

زموږ د هیلو له سرحده تر ارمانه زندګي ده

له رڼا څخه تور تم ته، زر کلونه کیږي ځغلو

لا تر شا ږغونه اورو چي روښانه زندګي ده

له تیارې اورېدل کیږي هر ګړی د رڼا زېری

شپه مو نه ځي تر سهاره بې آذانه زندګي ده

زموږ په برخه رسېدلی لکه اوښکه لنډ مزل دی

له لېمو څخه بېل سوي تر ګرېوانه زندګي ده

جهاني په دې وطن کي نقابونه اورېدلي

په شېبه رنګونه اوړي بې ایمانه زندګي ده

عبدالباري جهاني

د ۲۰۲۱ کال د جولای  د میاشتۍ دیرویشتمه، ویرجینیا

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک