سوله غواړي...!!!
دا کلي سوله غواړي، دا ښارونه سوله غواړي
دا غرونه سوله غواړي، دا سیندونه سوله غواړي
نور بس دی، افغانان دې شي ټول، ورونه سوله غواړي
دا ستړي ، دا پرهر ، دا ټپي زړونه سوله غواړي
د خپل ورک ځوانیمرګ بچي، بچیو ته چې ګوري
د بورې مور او کونډې خور آهونه سوله غواړي
چې نور یې پۀ ټټر کې سرې مرمۍ نۀ شي سړې
دا ونې، غنې، بوټي،چنارونه سوله غواړي
د ډز پر ځای چې غږ پکې د مستې خندا خپور شي
دا شنې درې،درې دغه؛ دنګ غرونه سوله غواړي
چې کړس د خنداګانو وي،تر نیمو، شپو، دېرو کې
هماغه د یارانو ورک یادونه سوله غواړي
منم چې د (څو تنو) بۀ وي ګټه پۀ جګړو کې
خو خدایګو دا مظلوم، غریب، ولسونه سوله غواړي
چې مسته،مسته والوځي را والوځي هوا کې
د سولې د کوترې مات، وزرونه سوله غواړي
چې ستا د کوچي یاد پکې خورې،ورې،رمې شي
دا دښتې، دا صحراوې، دا رغونه سوله غواړي
