شعر و ادب
اقصیٰ ...
هغه چې ړنګ شولو بیا دا، پۀ زولنو وتړي
موصل یې وران کړو او اقصی، په زولنو وتړي
په خپل ایمان دی شي خفه، چې په دې نه وي خفه!
لومړۍ قبله چې څوک د چا، په زولنو وتړي
واا د عربو شهزادګله! وه نادانه اشنا!
ګوره حرم به هم سبا، په زولنو وتړي
آخ اسلامي غیرت نو چیرته، له تا کډه وکړه ؟!
چې مسلمان ستا په فتوا، په زولنو وتړي
آخ د صلیب په زندانو کې د مؤمنې خورکۍ
شونډو کې ( وا معتصمااا) په زولنو وتړي
ای د دنیا د زولنو، له ډاره څنګه به شي؟!
چې د قیامت په ورځ مو بیا، په زولنو وتړي !!!
کله نا کله ژوند کې داسې ...
نور ولوله
فلسطینه!
ستا حق کې یم خفه، اول له ځانه فلسطینه!
ګیله نه کوي څوک ځکه ، هر چانه فلسطینه!
یهود غواړي چې ساه د ازادۍ دې کړي زندۍ
چې ناست دي پر سینه درته پخوانه فلسطینه!
چې ستا د ازادۍ فکر او حس یې سر کې نه وي
له ډیرو سره شوه مې په دې ورانه فلسطینه!
منمه؛ څومره ډیر مسلمانان شته، خو افسوس!!
دي خپلو کې پر یو بل بد ګُمانه فلسطینه!
د پاکو انبیاوو پاکې خاورې درنه ځار
ډیر عمر دې کړو تیر ډک له خفګانه فلسطینه!
چې ژوند کې څومره مینه،خوږلني او سکون غواړو
ژوند هومره دی پیکه، ستړ...
نور ولوله
مسجد اقصی
استاد فضل ولي ناګار
مسجد اقصى، عربان، مونږ او ارزښتونه؛ استاد ناګار د دې تصوير ټول رنګونه راټول کړي:
زه د افغان د اسلامي غورځنګ سکروټه ژبه
عربه وروره! نن له تا ځنې ګيلې لرمه
هغه قرآن چې وارثان يې د جهان تاسو کړئ
له هر آيته يې د اسرارو سلسلې لرمه
تاسو (بنا) شهيدوئ روح د (جمال) پوکئ
په داعيه د تکبير (قطب) د دوران وژنئ
چې يې امت ته هر تحليل انقلابي پيلامه
د مفسر شهادت څه؟ خو بس قرآن وژنئ
نور د ختيځ او لويديځ اسرې په زمکه ولئ
يوازې د خلاصون لاره (حبل الله) خپله کړئ
راځئ، تر دويمې قبلې پورې بهير وغځوو
مونږ به محکومه بخارا، تاسو اقصی خپله کړئ...
نور ولوله
اقصی! ای قبله ی نخست
مطيع الله تائب
بنویس سرنوشت به سنگی که دست تُست
اینجا تویی و دشمنان تو وکینه های شان
اینجا تویی و بچه های تو وسینه های شان
بگذر ز انتظار
چشمی دگر مدار
از هر چه پادشاه وامیر وخلیفه است
شمشیر شان برای خدا نه، وظیفه است
اقصی! ای قبله ی نخست
دنیاست نادرست، وعده هاش نادرست
بنویس سرنوشت به سنگی که دست تُست
امروز گر نشد، فردا ز آن تُست
...
نور ولوله
د نبي علیه السلام ( اصحاب رضوان الله علیهم) ته!
پر شعر د عقیدت پېرزوینې!
ملګري...!!!
هغه چې نلري اخلاقو کې بدرنګ ملګري
هغه د حُسن او غیرت پۀ ښکلا رنګ ملګري
سخت پۀ کافرو، خو پۀ خپل مینځ کې یاران د نبي
جوړ د احساس،مینې او رحم پۀ فرهنګ ملګري
بدر، أُحد، خندق او ټولو غزا ګانو کې بیا
نۀ پۀ شاه لاړل نۀ بیا وروسته شول لۀ جنګ ملګري
د دې ملګرو د قوي ایمان لۀ تابه نۀ ول
د فارس او روم او د نړۍ د هر پرنګ ملګري
هلته معیار نسب،ښکلا،قوم،شتمني نۀ وه بیا
هلته حبش، فارسي،رومي، قریش همرنګ ملګري
د زړۀ دنیا یې پرې راټوله وه، را ټول بۀ وۀ پرې
لکه صدِّیق غوندې خواږۀ او غنمرنګ ملګري
هغه چې سیوري ته د عدل یې، ا...
نور ولوله
علامه حبيبي؛ پښتو ادب د تاريخ سپړونکى!
د لوى استاد علامه عبدالحى حبيبي روح دې ښاد وي، د پښتو ادب د ستوري لقب به پر چا لږ او پر چا ډېر صدق کوي، خو که چېرې پښتو ادب يو ستورى لرلى نو هغه به علامه حبيبي واى.
دغه لوى استاد د افغانستان مختصر تاريخ په علمي معيارونو وليکلو، د پښتو ادب تاريخ يې وليکلو، تر اسلام وروسته افغانستان يې وليکلو او د پښتو شاعرانو تذکره يې وليکله.
د مرحوم علامه مجموعي اثار تر 130 ډېر دي، دا اثار لکه د ننني وخت د انټرنيټي جال کاپي پېسټ نه دي بلکه دا د استاد حبيبي د زړه د وينو ليک او تحقيق و.
علامه د پښتو ادب د تاريخي ريښې سپړنه وکړه، که دى نه واى نو پښتو ژبه به د مرحوم ظاهرشاه له حکومتولۍ خلکو حسابوله، دا خو علامه حبيبي و چې د پټې خزانې پر تاريخي ...
نور ولوله
سوغات
که وخت ، څو مات ازغي د ګل له ذات را واستول
خو ګل په وینو شونډو کې، بیا شات را واستول
یارانو ! دا زموږ د عملونو نتیجه ده
چې کم وخت کې، رب څو ډوله حالات را واستول!
لاسو،پښو ته ولچکې، زولنې او ځنځیرونه
نړۍ مونږه خوارانو ته، خیرات را واستول
ملګرو ! زړه مې درد کوي، د دور پښتنو ته
چا سره،په وینو شنه بنګړي مات، مات را واستول
اشنا ! د یارۍ ویش کې به دې، ما باندې احسان وي
دردونه که دې ماته، یو څه زیات را واستول
دا چم، چې یوسف مخي ډیر لري، دا خو کنعان
ګردونه د یوسف د پښو، زکات را واستول
عجی...
نور ولوله
ياهو رمضان آمد
شير شاه شهاب يوسفزی
رمضان آمد و صد پاره كتابم، يا هو
گل بريزم به قدمهاي جنابم، يا هو
گر خرابست ز يك قطره محبت شيرين
من ز يك ذره چنين خانه خرابم، يا هو
جانِ من آتش و قوغ و شرر انداخته است
او كباب است و منم دود كبابم ، يا هو
دست من بر سر ابر است و قدم بر در يار
نكند سود چرا سعي و شتابم، يا هو
چشم خَمّار در اين ميكده دايم مخمور
كوزه بشكسته و در جام جوابم، يا هو
عشق از اوست منِ غمزده نالايق عشق
بحر از اوست يكي قطره حبابم ، يا هو
ديده گر آب زند سينه به پرواز آيد
لالهء سرخم و دامانِ خضابم، يا...
نور ولوله
پۀ روژه کې – سپين کوچی
قربان دې شمه وروره مسلمانه پۀ روژه کې
کړه ټولو ګناهونو سره ورانه پۀ روژه کې
مزه او خوند ترې اخله او پرې ژبه لمده ساته
لۀ ذکر، تلاوت او لۀ قرآنه پۀ روژه کې
شتمنه او بډایه ، مسلمانه، محترمه
ناچارو باندې زړۀ سېزه لۀ ځانه پۀ روژه کې
کۀ ګټه یو پر(۱۰)(۱۰۰) او (۷۰۰) لۀ رب غواړې
سودا دې سوداګره کړه ارزانه پۀ روژه کې
د ټولو د سؤال لپې تشې مۀ شه را ستنې
د ټولو شه پوره د زړۀ ارمانه پۀ روژه کې
نهیلي او مایوسه دې نور نۀ شو، وچې شونډې
اسانه شې د ژوند سخت امتحانه پۀ روژه کې
کۀ څومره خوار او زار، ستړې،ستومانه یو خو ربه!
ساته مو د زړګي دنیا ودانه پۀ روژه کې
ټول تږي او ټول وږي د...
نور ولوله
چاته څۀ! - سپين کوچی
د زړۀ مینځ کې بۀ څۀ ورکوم لاره چاته څۀ
ویلی بۀ بیا نۀ شمه لۀ ډاره چاته څۀ
ویل مې چې څهره کې دې ځان ګورمه تۀ چوپ یې
ویل یې: چې څۀ ووایي ؛ هینداره چاته څۀ
پۀ دې ګرانه،ګرانۍ کې چې تش جیب ته سړی ګوري
نو یوسي پۀ تحفه کې لۀ دې ښاره چاته څۀ؟
ستا هر ساز ته لاسونه اچوي ښۀ پۀ مستۍ
ور بوی دې کړل د فکر استعماره چاته څۀ؟
لۀ سر نۀ تر پښوو بۀ درته وګوري پۀ شک
د دین خبر چې وکړې رب لپاره چاته څۀ
چې پوی دې شي پۀ رمز او اشاره،کړي داسې خوند
چې سترګو کې دې ووایې کراره چاته څۀ
خبر نۀ یم پۀ څۀ خبر د ځینو شمه بد
ویلي مې کوچیه سپینه یاره چاته څۀ؟
...
نور ولوله
غزل – بلينډه بدرۍ
بلينډه بدرۍ
که يې د ژوند په تورتمونو کې هيڅ بله نه شوم
خو د ډيوې په شان څراغ ته هم بدله نه شوم
له ما کړۍ د نظرونو تاويدې هميشه
د پلار دعا وه په يوې کې هم دربله نه شوم
د نوي دور له هوس که بغاوت مې وکړ
خو د رواج له سرکشۍ سره هم مله نه شوم
دې پيښور که يم په ناز او ادا غيږ کې لويه
بيا هم له تانه په زړه صبر زه کابله نه شوم
لکه د پرښې يم پخپلو ارادو ولاړه
لکه د مالګې د جزبو څپو ته حله نه شوم
د بلينډې د خيال له راګه ډډه بډه جوړه
د سرو روپۍ شومه هيڅ دور کې ناچله نه شوم
...
نور ولوله
د ویاړ زرغون انقلاب
د ویاړ زرغون انقلاب
د تصویرو په ژبه
له بېلابېلو زاویو
***
وطنه ژغوري به دې
د استعمار له چنګه
د جهالت له تیارو
د استبداد له لاسو
***
دا د اورونو لوبه
او دا د وینو بهیر
بیا د يو بل انقلاب شور غواړي
د ایمان زور غواړي
***
دا جنتي خاوره يو بل اوښتون
یو انقلاب غواړي
داسې زرغون انقلاب
لکه د نن په شانتي
او د پرون په څیر
...
نور ولوله
نن که په لاس کي ولچکونه لرم
داورځ هم تیره شوه چي ماشومه لورمي ملاقات ته راغلې وه کله چي مانه رخصتیدله سترګې یې داوښکوډکي شوې اوخبرې یې نشوای کولی
هغه دي یادولرې چي هرعمل عکس العمل لرې دماشومې لور داوښکوډکې سترګې او اسویلې مې نه درته هیریږې حساب به کوو ان شاءالله وخت رانږدې شوی ده
نن که په لاس کي ولچکونه لرم
یادوحشت څــــوځنځیرونه لرم
که شوم آزاد څنګه به تا وبخشم
زه له غموډک ياداشـــــــتونه لرم
تاچي زماکورباندي چــــاپه وهله
په ماشینــــــــو دي دروازه وهله
تاخوزما ټول ماشـــــومان وژړول
پرمادي ښځې بچیــــــــان وژړول
زماتورسرې سرتور سرګــــــرځیدې
ستاله وحشته لاس په سرګرځیدې
سترګوکي شته مي تصویرونه ټوله
پکي یاداشت هغـــ...
نور ولوله
اوبۀ....
څپه،څپه؛ اوړي را اوړي ، غونډې،منډې اوبۀ
د کمال خان، د بند پۀ لپه کې، را غونډې اوبۀ
نه،نه ستا د ښتې بۀ وطنه؛ نورې جل نۀ وهي
نور بۀ دې نۀ وهي پردي مالت ته منډې اوبۀ
ساه یې ورکړې، خو بیا هم ورته نیولي یې دي
پۀ تنکۍ لپه کې شهید ارمان ته کونډې اوبۀ
څپه ، څپه کۀ پر کاسوو د صبر پورته شولې
ډېرې کیسې بۀ د حالاتو کړي ، بربنډې اوبۀ
بیا یې تۀ سیال کړه د ځولۍ،ځولۍ ښائیست کوچیه!
کۀ مې لمدې کړې د هېواد د ټیکري څنډې اوبۀ
...
نور ولوله
