غزل – پير محمد کاروان
سولې ګل آندامې، شېبې هېرې تُرابانې کړه
راشه زمانې راته په مینه مهربانې کړه
زړونه وران باغونه دي، ګلونه کړه موسکي په کې
پرخې پرخې اوښکې مو در ټولې غریبانې کړه
دا په غبار پټ ماشومان و مینځه چې ستوري شي
دا سپوږمۍ سپوږمۍ جینکې نورې هم تابانې کړه
پېغلې د افغان دې ساتندویې وي د مور وطن
هم یې په حکمت په علم پوهې طالبانې کړه
دا ښکلي ځوانان دې بلبلان وي د عرفان د باغ
هیلې یې رنځور وطن ته روغې طبیبانې کړه
ستا نغمې کاروانه په غورځنګ په څپو خوند کوي
څه یې ګلبشرې لره او څه یې ګل خوبانې کړه
۲۲ سرطان ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
